ورځپانو ته کتنه ۱۱-۷-۹۵
ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره ورځپاڼو ته کتنه له نننی پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یوو.
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې ولیکل د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ډاکټر حسن روحانی د ټولنې د ټولو پرګنو اتحاد، یووالی او د اقتصادی ودې او آبادونې لپاره هڅوته په رابللو سره
وویل، پکار دی د یوې کورنۍ د غړیو په توګه اصلی اور مهم اهداف ورک نه کړوو.
----------
ورځپاڼې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند له قوله ولیکل، د تهران او برلېن تعلقات د برابرۍ په بنیاد ټینګ دی او په دې لړ کښې هیڅ وړاندې شرط د قبول وړ نه دے.
بهرام قاسمی زیاته کړه،د ایران اسلامی جمهوریت د فلسطین له حقوقو څخه دفاع د خپل بهرنی سیاست نه بیلېدونکې برخه بولی او د فلسطینیانو له آرمانونو څخه به هیڅکله او په هیڅ ډول حالاتو کښې وروسته نه شی.
-----
ورځپاڼې ولیکل، د اسلامی ایران د ملی امنیت د شورا سېکتر وائس اېډمېرل علی شمخانی وویل، له هېواد او انقلاب څخه د دفاع لاره د قوت تولید دے. هغۀ زیاته کړه، د توغنده ای توان لرونکې ډرون الوتکې د ایران د اسلامی جمهوریت د دفاعی قوت یوه برخه ده.
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
د اطلاعات ورځپاڼې د لیکنې له مخې د اسلامی ایران د اطلاعاتو وزیر حجتالاسلام والمسلمین سیدمحمود علوی وویل، د اسلامی ټولنې د هېبت د هغې په اتحاد او یووالی کښې دے.
-------
ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت د امام حسېن (ع) د شهادت د څلوېښتۍ د کمېټۍ مشر حسېن ذوالفقاری وویل، د عراق له ویزې نه بغېر به زائرین قبول نه کړې شی.
---------
ورځپاڼې د یمنی سرچینو له قوله ولیکل، د آل سعود د کېمیائی بمونو په ذریعې سره د یمنی ماشومانو او ښځو قتل عام کوی.
-------
اطلاعات ورځپاڼې ولیکل، یو شمېر عربی او اسلامی ګوندونو او تنظیمو د فلسطینیانو د قاتل شمون پېرز د جنازې په مراسمو کښې د ځینو عربو چارواکو ګډون په سختۍ سره وغندۀ.
-------
د ورځپاڼې د لیکنې له مخې د تهران په میلاد برج کښې د فېلم د فېسټیوال په وروستیو مراسمو کښې د یمن د انصارا... د مشر عبدالمالک الحوثی د دوه زره شپاړسم کال د مقاومت د یو شخصیت په توګه وپېژندل شو.
ـــــــ
ورځپاڼې د افغانستان د رسنیو له قوله ولیکل په هلمند ولایت کښې د سړک د غاړې په بم چاودنه کښې یولس تنه ووژل شول.
ــــــ
ورځپاڼې د سوریې د سرچینو له قوله ولیکل، امریکې بالاخره د سوریې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د بشار اسد ګډون ته غاړه کېښوده.
ــــــ--
اطلاعات ورځپاڼې ولیکل، د نوی ډیلی او اسلام آباد ترمېنځ د تاوتریخوالی په زیاتېدو سره د دواړو هېوادونو له پوله ایزو سیمو څخه خلق کډه په سر شول.
ــــــ
د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې د بحرېنی سرچینو له قوله ولیکل، د محرم الحرام د میاشتې د رارسېدو په درشل کشې په دغه هېواد کښې د آل خلیفه په لاس د خلقو ځپنه لا سخته شوې ده.
ـــــ-
ورځپاڼې د یمنی سرچینو له قوله ولیکل، یمنی ځواکونو د عرب اماراتو یوه جنګی کیشتۍ په توغنده ای حمله تباه او پکې یې په لسګونو تالی څټی ځواکونه په هلاکت ورسول.
ــــــــــ
د تهران چاپ جام جم ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت لوے څارنوال حجت الاسلام والمسلمین منتظری د محرم الحرام په دوران کښې د هر ډول قمه زنۍ او چاقو زنۍ وغېره په منعې کولو سره د هغو له مرتکبو کسانو سره د قانونی چاره جوئۍ حکم جاری کړ.
ـــــــــ
ورځپاڼې د امریکائی سرچینو له قوله ولیکل، په دغه هېواد کښې د ستمبر د یولسمې د پېښې د کورنۍ یوې کونډې په اول ځل د سعودی په خلاف په محکمه کښې دعوا داخله کړه.
ــــــ-
د پاکستان ډان ورځپاڼې د دغه هېواد د پخوانی ولسمشر جنرل پروېز مشرف له قوله ولیکل، هندوستان یوازې دړکې کولې شی او په پاکستان باندې د حملې هیڅ توان نه لری.
ـــــــ
دغې ورځپاڼې د چینی سرچینو له قوله ولیکل، دغه هېواد په هند باندې د براهما دریاب اوبۀ بندې کړې.
ــــــــــ
ډان نیوز ولیکل، سعودی عرب په دویم ځل باندې حج او عمرې ته تلونکو باندې د ویزو فیسونه زیات کړل.
ــــــــ
د پاکستان چاپ پاکستان ورځپاڼې د دغه هېواد د فوځی ویاند عاصم سلیم باجوه له قوله ولیکل، که هند په پاکستان باندې جنګ مسلط کړ نو داسې ځواب به ورکړې شی چې تصور یې هم نه شی کېدې.
ــــــــــ
د پاکستان چاپ نواے وقت ورځپاڼې د دغه هېواد د وزیراعظم نواز شریف له قوله ولیکل د چین او پاکستان اقتصادی کرېډور به ډېرې لوړې سطحې ته ورسولې شی.
ـــــــ
ورځپاڼې د دغه هېواد د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان له قوله ولیکل، متعلقه ادارې دې د نواز شریف د مالی فساد په خلاف اقدام وکړی.
ـــــــــ--
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په افغانستان کې پر ملکیانو او پوځیانو د بهرنیو ځواکونو د بمباریو او د یو شمېر پخوانیو جهادی مشرانو د ورستیو څرګندونو په غبرګون د کندهار د امنیه قوماندان جنرال رازق څرګندونې راخیستې دی.
ــــــــــ
سرنوشت خپلواکې ورځپانې به خپله نننۍ ګڼه کې په دې اړه لیکلی، روسیه وایی چې له واشنګټن باید پوښتنه وشی چې امریکا ولې په هوایی بریدونو کې د افغانستان او سوریې ملی او امنیتی ځواکونه په نښه کوی.
په مطلب کې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ماریا زخارووا له خولې لیکل شوی چې امریکا باید ځواب ووایی چې د افغانستان او سوریې ځواکونه د چا په مقابل کې په نښه کوی او وژنی یې.
په مطلب کې راغلی چې نوموړې د امریکایی ځواکونو دا کړنه د ډېرې اندېښنې وړ بللې ده.
ــــــــ-
هېواد دولتی ورځپانې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلی چې ملګری ملتونه پر ملکی خلکو بریدونه په کلکه غندی.
په مطلب کې وړاندې راغلی چې د ملګرو ملتونو د سازمان د ریپوټ له مخې په افغانستان کې د ایتلاف د ځواکونو د بې پیلوټه هلیکوپټرو د بریدونو له امله څه نا څه ۱۵ تنه ملکی وګړی وژل شوی او دیارلس تنه نور ټپیان شوی دی.
د ملګرو ملتونو سازمان په ملکی وګړو بریدونه په کلکه غندلی دی.
په مطلب کې دغه شان راغلی چې یوناما یا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان ماموریت په خپل نوی ریپوټ کې د ملکی وګړو د سر د زیان دغه شمېر تاید کړی کوم چې د چهارشنبې په ورځ د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې شوی و.
ــــــــــ
سرخط خپلواکې ورځپانې بیا د یو شمېر پخوانیو جهادی مشرانو د خبرو په غبرګون چې د سولې د شورا د رئیس برهان الدین ربانی د پنځم تلین په غونډه کې یې کړې وې د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق رازق څرګندونې راخیستې دی.
سرخط لیکلی چې جنرال رازق ویلی، جهادی مشران دې غله له پخوانیو ملی مشرانو سره نه پرتله کوی، ځکه دا د هغوی سپکاوی دی.
په مطلب کې دا هم راغلی چې جنرال رازق د دغو کسانو هغې غوښتنې هم قهرولی چې ویلی یې دی ځنی مډالونه دې د مجاهدینو په نوم ونومول شی.
په مطلب کې دغه شان ویل شوی چې جنرال رازق په یاده غونډه کې د پخوانی ولسمشر سپکاوی په کلکه غندلی او د داسې پېښو عواقب یې خطرناکه بللی دی.