ورځپاڼو ته کتنه ۲۸-۷-۹۵
ګرانواو قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره ورځپاڼو ته کتنه له نننی پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یوو.
د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی پرون مازیګر د کلتوری انقلاب د عالی شورا په غونډه کښې وویل، عاشورا د اسلامی امت د برخلیک په ټاکلو کښې د تاریخ یوه ډېره مهمه پېښه ده او تاکید یې وکړ چې له نېکه مرغه نن د عاشورې د کلتور لوړ تعلیمات د شیعه او اسلام له پولو اوړېدلی دی او ټول پتیالی انسانان دغه تعلیمات خپلوی.
حجتالاسلام والمسلمین حسن روحانی همدارنګ د مختلفو صوبو له ګورنرانو سره په کتنه کښې د مقاومتی اقتصادو د اجرا په سیاستونو تاکید وکړ.
----
ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د اروپائی اتحادیې د صنعت او کار له کمېشنر سره په کتنه کښې وویل، د ایران او اروپائی اتحادیې ترمېنځ د تعلقاتو د پراخېدو د لارې خنډونه پکار دی لرې کړې شی.
------
ورځپاڼې ولیکل: د اسلامی ایران د پاسدارانو د لښکر ستر قوماندان جنرل محمد علی جعفری وویل، مونږ پوره اطلاعات لرو چې آل سعودی د صهیونېسټ رژیم په ملګرتیا سره زمونږ په هېواد کښې د دسیسې د جوړولو لپاره کوشش کوی.
ډاکټر ظریف همدارنګ د دغې اتحادیې له ځینو چارواکو سره د اېشیا لویدیځ د حالاتو په اړه د ټیلفون له لارې خبرې اترې او سلامشورې وکړې.
--------
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې د عراقی سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد فوځی، ولسی او کرد ځواکونو د موصل د ازادولو د عملیاتو په لړ کښې له پروګرامه هم مخکې مخ په وړاندې روان دی او په اکثرو سیمو کښې یې په داعش ترهه ګرو ناڅاپه حملې شروع کړې دی.
------
ورځپاڼې د اروپا اتحادیې د امنیتی چارو مشر جولیان کینګ خبردارے راوپائی چارواکو ته خبردارے ورکړ چې د عراقی ځواکونو په لاسو د داعش د مرکز موصل له فتح کېدو وروسته دې په اروپا کښې له داعش سره د اړوندو دغو ترهه ګرو حملو ته ځانونه چمتو کړی.
--------
ورځپاڼې ولیکل، یونېسکو د صهیونېسټ رژیم په خلاف یو اقدام کښې قدس شریف د اسلامی نړۍ د میراث په توګه ثبت کړ.
--------
اطلاعات ورځپاڼې د یمنی خبری سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد د خولان قبائیلی جنګیالیو د یمن په پائېتخت صنعا کښې وسلې په لاس په مظاهرې کولو سره د سعودی او د هغۀ د تالی څټو په خلاف د جنګ اعلان وکړ او تاکید یې وکړ چې له سعودی به د خپلو شهیدانو انتقام واخلی. د یادونې ته د چې په تېرو ورځو کښې په مړی پسې د قرآن مجید د ختم په مراسمو باندې دسعودی د طیارو په بمبارۍ کښې په سلګونو عامه خلق شهیدان او زخمیان شوی وو چې پکې د زیاترو تعلق له خولان قبائیلو څخه ؤ.
---------
ورځپاڼې ولیکل، د امریکې ری پبلکن سنېټر او د سېنټ د قضائی کمېټۍ مشر«چاک گرسلی» په یوې افشاګرۍ کښې اعلان وکړ چې د لبنان پخوانے وزیراعظم رفیق حریری د سعودی په سازش سره وژل شوےدے.
------
ورځپاڼې د یمنی سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد فوځی ځواکونو د سعودی د نجران په الخضراء سیمه کښې د سعودی په فوځی مرکز باندې د څلوېښتو توغندیو په ویشتلو سره په لسګونو سعودی ځواکونه په هلاکت ورسول.
-------
ورځپاڼې د ګارډین ورځپاڼې په حوالې سره ولیکل، په قطر کښې د افغانستان د حکومت او د طالب ډلې نمائندګانو ترمېنځ محرمانه خبرې اترې شروع شوې دی.
--------
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې په خپله نننۍ انترنېټی صفحه کښې ولیکل د دغه هېواد د تحریک انصاف مشر عمران خان په بنی ګاله کښې د چین له سفیر سره په کتنه کښې هغۀ ته اطمینان ورکړ چې د هغۀ ګوند په پاکستان کښې د چین په اقتصادی کرېډور باندې هیڅ اعتراض نه لری.
-----
ورځپاڼې د برطانوی حکومت په حوالې سره ولیکل، پاکستان د ترهه ګرۍ په خلاف جنګ کښې ډېرې قربانۍ ورکړی دی.
-----
د پاکستان چاپ دنیا ورځپاڼې د امریکی چارواکی مارک ټونر له قوله ولیکل، د پاکستان او هند ترمېنځ خبرې اترې په سیمه کښې تاوتریخوالے کمولې شی. هغۀ د افغان حکومت او طالب ډلې ترمېنځ هم دخبرو اترو ملاتړ اعلان کړ.
-------
ورځپاڼې ولیکل، د پاکستان د بلوچستان صوبې په ډېر بوګټی کښې د بلوچ ری پبلکن غېر قانونی تنظیم درې څلوېښت وسله والو فراری کسانو وسلې په زمکه کېښودې او حکومت یې ځانونه تسلیم کړل.
------
ویسا خپلواکې ورځپانې لیکلی دی، افغان حکومت او طالبانو یو ځل بیا په قطر کې د سولې خبرې پیل کړی دی.
په مطلب کې د ګارډین بریتانیایی ورځپاڼې په حواله لیکل شوی چې د ملی امنیت رئیس معصوم ستانکزی په قطر کې د ملا عمر د ورور په مشرۍ د طالبانو له یو لوړ پوړی پلاوی سره په تېر سېپټمبر او روانې اکتوبر میاشت کې دوه ځلی لیدلی او دغه لړۍ لا هم روانه ده.
په مطلب کې وړاندې د سرچینې په حواله راغلی چې ډېر ژر به د کوتې شورا په استازیتوب د طالبانو د پخوانی مشر ملا عمر زوی ملا یعقوب هم په دغو مذاکراتو کې برخه واخلی.
په مطلب کې راغلی چې د قطر په خبرو کې د امریکا د سفارت یو ډیپلوماټ هم ګډون لری خو د امریکا سفارت او افغان حکومت د دغو پټو خبرو په اړه څه نه دی ویلی.
------
هېواد دولتی ورځپاڼې بیا د همدې خبر په حواله لیکلی چې افغان حکومت تل د هرې وسلهوالې مخالفې افغان ډلې پر مخ د سولې دروازې پرانیستې ساتلی او د سولې لپاره خبرو ته چمتو دی.
ورځپاڼه لیکی چې دا وروستۍ هلې ځلې په داسې وخت کې زور اخلی چې پاکستان تر سختو فشارونو لاندې دی او افغان پلاوی سعودی عربستان تللی چې د دغه هېواد او د فارس خلیج د هېوادونو ملاتړ تر لاسه کړی.
په لیکنه کې دغه شان دغې مسئلې، له حزباسلامی سره د افغان حکومت د سولې تفاهملیک او له افغان سولې څخه د نړیوالو ملاتړ ته په اشارې سره له طالب مشرانو سره په دا شان یو وخت کې د سولې خبرې هیله بخښونکې ښودلې دی.
-----------
سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلی، سعودی چارواکو ویلی چې له افغانانو سره د سولې راوستلو په برخه کې همکارۍ ته چمتو یو.
په مطلب کې وړاندې راغلی، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سعودی عربستان د خپل سفر په ترڅ کې له سعودی چارواکو سره په خبرو کې ویلی چې افغان حکومت د سولې لپاره ټینګ هوډ لری او په دې برخه کې د سعودی د شاهی حکومت همکاریو ته هیله من دی.
په مطلب کې دا هم ویل شوی چې د سعودی عربستان د وزیرانو شورا مرستیال د افغان حکومت له اجرائیه رئیس سره په کتنه کې ویلی، هېواد یې چمتو دی چې له افغانانو سره د سولې په برخه کې همکاری وکړی.
------
ګارډین ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو مسئلې ته اشاره کړې ده.
دغه ورځپاڼه لیکی چې په قطر کې دواړو لوریو نېږدې دوه اوونۍ مخکې او تیره میاشت مخامخ خبرې کړی دی.
که څه هم تر اوسه د افغانستان حکومت او طالبانو په رسمی ډول د دې خبرو تائید نه دی کړی، خو ګارډین لیکی چې په دې خبرو کې د افغانستان د ملی امنیت عمومی رئیس او د طالبانو د پخوانی مشر ملا محمد عمر ورور ملا منان اخند هم برخه لرله.
ګارډین لیکی چې دغه پټې خبرې دوه ځله په دوحه کې ترسره شوې دی، په هغه ځای کې چې په ۲۰۱۳میلادی کال کې طالبانو خپل سیاسی دفتر پرانېست.
ورځپاڼه د طالبانو د سرچینو په وینا لیکی چې د دوی د پخوانی مشر ملا عمر زوی محمد یعقوب به هم له دې خبرو سره په دوحه کې یوځای شی.
ورځپاڼه لیکی چې دا خبرې په داسې ورځو کې شوې دی چې طالبانو په افغانستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی، خو کابل د دې بریدونو سربېره هڅې کوی چې د افغانستان د شخړو لپاره یوه سیاسی حل لاره پیدا شی او د دې هڅو په ترڅ کې حکومت تېره میاشت د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزباسلامی سره روغه جوړه وکړه.
ـــــــ