ورځپاڼو ته کتنه ۳-۸-۹۵
ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره ورځپاڼو ته کتنه نننی پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یوو.
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې ولیکل د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی چې د مرکزی صوبې په سفر کښې په اراک ښار کښې د خلقو یوې سترې غونډې ته په خطاب کښې وویل، مونږ ټول ویاړ کوو چې د تاریخ په اوږدو کښې مو د خپل ځان او خپلې ټولنې د خوشبختۍ لپاره د امام حسېن (ع) له کلتور او لارې الهام اخېستے دے او په روان کال کښې قدرمنو خلقو د تېرو کلونو په نسبت د سید الشهداء حضرت امام حسېن (ع) او د هغه حضرت د وفادارو ملګرو د ویر به مراسمو کښې په زیات شوق او ولولې سره ګډون وکړ چې دا د خداے له ګران رسول (ص) او د هغه حضرت له پاکو اهلبېتو علیهم السلام سره د خلقو د عشق او پېوستون نښه ده.
----------
د ورځپانې له مخې د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر محمد جواد ظریف وویل،مونږ له ساحلی هېوادونو څخه د انرجۍ د انتقال لپاره آسانتیاو وړاندې کولو لپاره چمتو یوو.
========
ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی شورا د جرګې مشر علی لاریجانی د آسټریا د پارلېمان د مشر له مرستیال «کارل هانس کپف» سره په کتنه کښې وویل، له برجامه وروسته د ایران د اسلامی جمهوریت او آسټریا اقتصادی تعلقات مخ په پراختیا دی،
-------
اطلاعات ورځپاڼې د ایران د ایلام صوبې د انتظامیې له قوله ولیکل، د امام حسېن (ع) د څلوېښتۍ په مراسمو کښې د ګډون لپاره د تلونکو خلقو د سهولت په خاطر له مهران ښار نه د عراق تر پولې پورې د زائرینو د رسولو لپاره د اوو سوو بسونو انتظام کړې شوےدے.
-------
ورځپاڼې د صهیونېسټ رژیم د سرچینو له قوله ولیکل، دغه رژیم د یهودیانو د اختر په رارسېدو سره د غزې تړانګه او د اردن د سیند لویدیځه غاړه محاصره کړه او د تګ راتګ لارې یې ټولې وتړلې.
-------
ورځپاڼې د اینډیپنډېټ برطانوی ورځپاڼې له قوله ولیکل، برطانوی حکومت په یمن باندې د حملې لپاره سعودی د وسلو له ورکولو نه علاوه په یمن باندې د بمبارۍ لپاره سعودی پائیلټانو ته هم تربیت ورکوی.
------
ورځپاڼې د افغانستان د سرچینو له حوالې سره ولیکل، افغان فوځی ځواکونو په یو لړ عملیاتو کښې د بغلان او سرپل ولایتونو یو شمېر ولسوالیو او سیمو په ازادولو سره دغه سیمې د د طالب ډلې له وجوده پاکې کړې.
--------
اطلاعات ورځپاڼې د جاپانې رسنیو په حوالې سره ولیکل، په دغه هېواد په یوه خودکش حمله کښې یو تن مړ او درې نور ژوبل شول.
-----
ورځپاڼې د عراقی سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد ځواکونه د داعش له وجوده د ګڼ شمېر سیمو په پاکولو سره د موصل دروازو ته ورسېدل.
---------
ورځپاڼې د لبنان د حزب ا... د مشر سید حسن نصرا... له قوله ولیکل، د سوریې د حلب سیمې جنګ د ټولې سیمې لپاره برخلیک ټاکونکے دے.
--------
اطلاعات ورځپاڼې ولیکل، د سوریې له کردو سره په یوه نښته کښې دولس ترکی ځواکونه ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شول.
-------
د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې ولیکل، د ایران اسلامی جمهوریت او جرمنی د ټرانسپورټ په څانګه کښې د ملګرتیاو شپږ سندونه لاسلیک کړل.
----------
سعودی تیری ګرو جنګی الوتکو پرون د یمن په مختلفو سیمو باندې شپاړسم هوائی حملې وکړې.
---------
د پاکستان جنګ ورځپاڼې په خپل نننۍ انټرنېټی ګڼه کښې د دغه هېواد د تحریک انصاف ګوند د مشر په حوالې سره ولیکل، که پاکستان کښې دریم قوت راغے نو ذمه وار به یې نواز شریف وی.
----------
ورځپاڼې د جیو ټیلی ویژن چېنل د جرګې پروګرام په حوالې سره ولیکل، د دغه هېواد یو جرنلسټ سلیم صافی وویل، پاکستان کښې یوازې د روغې جوړې شعارونه ورکړې کیږی او افغان حکومت د ګلبدین حکمتیار له حزب اسلامی سره عملی روغه جوړه ثابته کړه.
-------
ورځپاڼې ولیکل، په ګوادر بندر کښې د ناپېژندل شویو وسله والو کسانو په ډزو سره دوه ګارډ مړۀ او دوه عامه خلق ژوبل شول.
-------
ورځپاڼې ولیکل، د پاکستان په پوله ایزو پکلیان او چاروا سیمو کښې د هندی ځواکونو په ډزو سره یو پاکستانی سړے او یوه ماشومه ووژل شول.
-----
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه بېلابېل مطالب چاپ کړی دی.
سرخط خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه لیکلی، له قطره پاکستان ته د طالب ډلې د سیاسی کمېسیون د درې کسیز پلاوی سفر او په یو ډول له افغانستان او د امریکې له یو استازی سره د دوی د پټو خبرو په تړاو د دوی احضارول په یوه تود بحث بدل شوی دی.
په مطلب کې راغلی، افغان دولت په دې برخه کې غلی دے خو اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دا سفر عادی ګڼلی ځکه د ده په خبره اسلاماباد د دغې ډلې همیشنی ملاتړی دی.
په مطلب کې دا هم راغلی چې افغانستان سره د طالبانو د سولې د خبرو په برخه کې دغه ډله یوه خوله او یو فکر نه ده، ځکه د لیکوال په باور د یادې ډلې د پوځی څانګې لهخوا د جګړې پراخول او د سیاسی ډلې لهخوا یې د سولې د خبرو پر مخ بیول د دوی د دوه خولې توب ښکارندوی کوی.
------
سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه بیا په پاکستان کې د افغان سفیرحضرت عمر زاخیلوال له خولې لیکلی، پاکستان ته د طالب ډلې د پلاوی سفر ښیی چې دوی د سولې د خبرو توان نهلری.
په مطلب کې راغلی چې زاخېلوال پر پاکستان تُنده نیوکه کړې چې لږترلږه یې افغان حکومت ته یې د دغو طالب استازو د سفر او ناستې په اړه باید خبر ورکړی وای.
--------
هېواد دولتی ورځپاڼې هم همدې موضوع ته په اشارې سره لیکلی، طالبان د سولې په خبرو کې خپلواک نهدی. او زیاتوی، تر کومه چې طالبان د پاکستان له اغېزځان خلاص نهکړی له دوی سره د سولې خبرې بې معنی دی.
--------
ارمان ملی خپلواکې ورځپاڼې بیا د یو شمېرافغان سیاسی کارپوهانو له خولې لیکلی چې طالبان د ژمی په رارسېدلو سره او یا هم چې کله ډېره مرګ ژوبله ور واوړی د سولې خبرو ته لېواله شی، د مطلب د لیکوال په وینا دا هغه دوکه ده چې کلونه کلونه د دوی لهخوا تکرار شوې ده.
په مطلب کې د کارپوهانو په حواله راغلی چې دولت که د سولې دروازې پرانېستی نو د وسلهوالو مخالفینو پر وړاندې دې عملیات هم دغه شان روان وساتی او د هغوی پر وړاندې جګړه دې نه دروی.
-------
ډجیټل ژورنال خپرونې افغانستان کې د مخدره موادو د تولید او کښت پر زیاتېدو یوه لیکنه خپره کړې ده.
په دې مطلب کې د ملګرو ملتونو په حواله لیکل شوی چې په افغانستان کې د تېر کال په پرتله د کوکنارو کښت ١٠ فیصده او د مخدره موادو تولید ٤٣ فیصده زیات شوى دى.
د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو په وړاندې د مبارزې ادارې یا UNODC په دې اړه خپل راپور د یکشنبې په ورځ خپور کړ.
خپرونې په مطلب کې راغلی، هلمند لا هم له هغو ولایتونو دى چې کوکنار په کې په پراخه پیمانه کرل کېږی، ورپسې په بادغیس، کندهار، روزګان، ننګرهار او فراه کې.
د مطلب په حواله دغه ټول ولایتونه په وروستیو کې د سخت دریځو وسلوالو د تحرکاتو عمده مرکزونه ګڼل کېږی.
--------
کاناډایۍ ورځپاڼې ګلوب ایند مېل افغانستان ته د کډوالو د ورستنېدو پر بهیر لیکنه خپره کړې ده.
د لیکنې په حواله ملګری ملتونه اټکل کوی چې روان میلادی کال کښې افغانستان ته تر پنځو لکو زیات کډوال ستانه شوی چې دا به پر افغان حکومت او مرستندویو ادارو د فشار سبب شی.
ورځپاڼې د ملګرو ملتونو په حواله لیکلی چې له تورخم دروازې سږکال نږدې یولک او ٧٠زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوی دی. د دغو ستنو شویو کډوالو اکثریت ویلی چېد کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو له خرابېدو سره د پاکستان چارواکو او پوځیانو ځورولی دی.
ملګرو ملتونو په سپټمبر میاشت کې له راستنېدونکو کډوالو او داخلی بېځایه شویو سره د ملیونونو ډالرو په اندازه د عاجلې مرستې غوښتنه کړې وه، خو ویل شوی چې د مرستو دغه اندازه نه ده ترلاسه شوې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو تنظیموونکی مارک باوډنوویل: د ١٥٠ ملیونو ډالرو له غوښتل شوې بودجې څخه مو یوازې ٤٨ ملیونه ډالره ترلاسه کړی دی.
د ګلوب ایند مېل ورځپاڼې په لیکنه کې راغلی، که څه هم په ننګرهار او نورو ولایتونو کې راستنېدونکو کډوالو ته موقتې سرپناوې جوړې شوی، خو هغه کډوال چې د کابل په لوېدیځ کې ځاى پر ځاى شوی، ښایی د ژمی پر مهال له سختو ستونزو سره مخامخ دی.
--------