ورځپاڼو ته کتنه ۱۲-۸-۹۵
ګرانو او قدرمنونو دوستانو ته د تودو سلامونو په وړاندې کولوسره ورځپاڼو ته کتنه له نننی پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یوو.
د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې ولیکل، د اسلامی انقلاب معظم رهبر د حرم د مدافعو شهیدانو د کورنیو کتنه کښې وفرمایل، د اهلبېتو علیهم السلام له حریمه په دفاع کوونکو شهیدانو باندې په خاصه توګه ویاړ او افتخار کوو.
-------
ورځپاڼې په یو بل خبر کښې ولیکل: د ایران د اسلامی شورا جرګې د ولسمشر حسن روحانی لخوا وړاندیزی دریو وزیرانو ته د اعتماد راې ورکړه.
------
ورځپاڼې د یمنی سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد انصارا... په دې وروستیو کښې د سعودی د جدې ښار په هوائی ډګر باندې د یمن د فوځی او ولسی ځواکونو لخوا د توغنده ای حملې ته په اشارې سره اعلان وکړ د سعودی هېبت مو دړې وړې کړ او اوس زمونږ یو پل توغندے په ریاض باندې حملې ته آماده دے.
--------
کېهان ورځپاڼې په یوه شننه کښې وویل، آل سعود د دې دور د ابرهه او امریکایان د هغوی د هاتیانو یعنې فیلونو کردار ادا کوی. او پکار دی د دوی له تسلطه د مکې مکرمې او مدینې منورې مقدس ځایونه ازاد شی.
-------
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی د قبرس د پارلېمان د مشر په کتنه کښې د ایران او قبرس د تعلقاتو له پراختیا او ژورتیا څخه هرکلے وکړ او له موجودو ټولو ظرفیتونو او توامنیو څخه ګټه پورته کول یې د دغو ملګرتیا د پیاوړتیا لپاره ضروری وبلل.
----------
ورځپاڼې ولیکل، سږ کال د لړم د میاشتې د دیارلسمې نېټې چې په ایران کښې له استکبار سره د مبارزې ورځ نومولې شوې ده مراسم به سبا د څه د پاسه سلو کورنیو او بهرنیو رسنیو د خبریالانو په شتون سره ترسره شی
=======
ورځپاڼې د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر جان کیری له قوله ولیکل، د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف یو داسې ډېر سخت خبرې اترې کوونکے او له وطن سره ډېره مینه لرونکے شخصیت معرفی کړ د د خپل هېواد د ګټو لپاره په سختۍ سره وجنګېد.
------
د راهدارۍ د ادارې د ټرانزېټ د دفتر عمومی مدیر عطرچیان د امام حسېن (ع) د څلوېښتۍ په مراسمو کښې د ګډون کوونکو په خاطر د تګ راتګ لپاره له عراق سره د دریو پوله ایزولارو یعنې، مهران، چزابه او شلمچې د استعمالولو خبر ورکړ.
----------
اطلاعات ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت د قضائی قوې مشر آیت ا... آملی لاریجانی عراق ته د خپل سفر په څلورمه ورځ پرون د عراق د شیعه ؤ د تقلید له مرجع آیت ا... العظمی سید علی سیستانی سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
-----------
ورځپاڼې ولیکل، د لبنان د حزب ا... د خوښې د ولسمشر په توګه د مېشل عون له انتخاب څخه نړۍ زیات هرکلے وکړ.
--------
ورځپاڼې د نړیوالو رسنیو له قوله ولیکل، روسیې په سوریې کښې د امریکې د جنایتونو سندونه او ثبوتونه د ملګرو ملتو د امنیت شورا ته وړاندې کړل.
------
اطلاعات ورځپاڼې د اروپائی رسنیو له نقله ولیکل، اروپائی اتحادیې د خپلو مخالفینو ځپنې د دوام په ورکولو ترکیې ته خبردارے ورکړ.
------
ورځپاڼې ولیکل، هند په کارګېل سیمه کښې ګڼ شمېر دینی عالمانو او عوامو په پاکستان کښې د حکومتی ادارو لخوا د ستر شیعه عالم علامه شېخ محسن نجفی د سپکاوی او د هغه په خلاف د دروغو تړلو په خلاف سختې مظاهرې وکړې.
---------
ورځپاڼې ولیکل، د اسلامی مګلګرتیا د تنظیم عمومی سېکتر آیاد مدنی استعفا ورکړه.
--------
ورځپاڼې د عراقی سرچینو په حوالې سره ولیکل د دغه هېواد وزیراعظم حېدرالعبادی وویل، په موصل کښې د داعشیانو له وژلې یا د هغوی له تسلمیدو نه بغېر بل انتخاب نه لروو او ډېر زره به په موصل کښې د داعش تکفیری او ترهه ګرې ډلې سر پرې کړوو.
--------
ورځپاڼې د سعودی سرچینو له قوله ولیکل، د سعودی د دیوالیه کېدو په وجه د دغه هېواد خزانې وزیر څنګته کړې شو.
------
د تهران چاپ جام جم ورځپاڼې ولیکل د عراق وزیراعظم حېدرالعبادی په عراق کښې د ترکیې فوځی مداخلتونو ته په اشارې سره وویل، که ترکیه له عراق سره جنګ غواړی نو مونږ هم آماده یوو.
----------
ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی شورا د جرګې د بهرنی سیاست او ملی امنیت د کمېشن ویاند سید حسېن نقوی حسېنی د لړم د میاشتې د دیارلسمې نېټې چې له نړیوال استکبار سره د مبارزې ورځ نومولې شوېده په درشل کښې له دغې ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل: په ټوله دنیا کښې د امریکې سفارتخانې جاسوسی مرکزونه دی.
------
د پاکستان چاپ دنیا ورځپاڼې ولیکل، د دغه هېواد د کراچۍ په ګډانی بندر کښې په سمندری جهاز کښې د دوو سلېنډرو د چاودېدو او اور لګېدو له امله د مړو شمېر اتلسو ته رسېدلے دے او شپږ شپېتۀ تنه ژوبل شوی دی چې د نهو تنو حالت پکې سخت بیان شوے دے.
------
ورځپاڼې د دغه هېواد د تحریک انصاف په حوالې سره خبر ورکړ، د پاکستان د سترې محکمې لخوا د دغه هېواد په وزیراعظم نواز شریف د مالی فساد د تور د تحقیقاتو له اعلانه وروسته تحریک انصاف په ټول هېواد کښې د شکر ادا کولو د ورځې د نمانځلو اعلان وکړ.
-------
ورځپاڼې ولیکل، د پاکستان د وزیرستان په وانا کښې د ترهه ګرو په خلاف عملیاتو کښې وژل شوے کېپټن عمران خاورو ته وسپارلے شو.
----------
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو د افغانستان په نظام کې دننه د لوړ پوړو چارواکو د اختلافونو د هواری او دغه شان د افغان ځواکونو د تېرو شپږو میاشتو د عملیاتو د ارزونې په کنفرانس کې د افغان او بهرنیو چارواکو څرګندونې راخیستې دی.
ارمان ملی خپلواکې ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې لیکلی چې د هغو اختلافونو له امله چې په نظام کې دننه د لوړ پوړو چارواکو تر منځ موجود دی، د نظام اعتبار په شدت سره اغېزمن شوی دی.
په لیکنه کښې راغلی، د اختلافونو موضوع تر هغه بریده جدی شوې چې د دوشنبې په ماښام د جنبش او جمعیت د مشرتابه پلاوی د ځینو غړو تر منځ په لیدنه کې د مؤقتې ادارې خبره هم مطرح شوې ده.
ورځپاڼه زیاتوی په ورته وخت کې تېره ورځ دا هم ویل شوی چې جهادی او د حراست شورا د لوړ پوړو دولتی چارواکو تر منځ د اختلافونو د هواری لپاره تیاری ښودلی دی. د لیکونکی په باور، دا اختلافونه څرګند او د افغانستان د خلکو په تاوان دی، په هر ډول چې کېږی حکومتی مشران او لوړ پوړی چارواکی باید بېرته سره یو شی.
-------
خو ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپلې نننۍ ګڼه کې د ولسمشر د لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم په حواله لیکلی، له ولسمشر غنی سره هوکړې ته رسېدلی یوو او ټاکل شوې اعتراضیه لاریون یې هم لغوه کړی دی.
په مطلب کې راغلی چې ښاغلی دوستم دغه څرګندونې پرون په جوزجان ولایت کې رسنیو ته کړی او ویلی یې دی چې د ده او ولسمشر غنی تر منځ لانجه په بشپړه توګه هواره شوې ده.
په مطلب کې دا هم راغلی چې د افغانستان د جهادی ګوندونو د عالی شورا مشر حضرت صبغت الله مجددی هم ویلی چې له ولسمشر او جنرال دوستم سره یې د وروستیو اختلافونو د هواری په اړه خبرې کړی دی.
-----
هېواد دولتی ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د افغان امنیتی ځواکونو د تېرو شپږو میاشتو د عملیاتو او هم د وسله والو مخالفینو د خوځښتونو د ارزولو خبره کړې ده.
په مطلب کې د دفاع وزارت د ویاند جنرال دولت وزیری په حواله لیکل شوی چې په دې اړه یو درې ورځنی کنفرانس د سې شنبې په ورځ په دفاع وزارت کې پیل شوی دی.
د هېواد لیکونکی بیا همدې موضوع ته په اشارې سره د افغان ځواکونو د تېرو شپږو میاشتو کړنې او عملیات کامیاب ارزولی دی.
------