ورځپانو ته کتنه ۱۵-۸-۹۵
https://parstoday.ir/ps/news/world-i30850-ورځپانو_ته_کتنه_۱۵_۸_۹۵
ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو او نېکو هیلو په وړاندې کولو سره د نننیو ورځپاڼو مهمو خبرونو ته ستاسو پام راګرځوو:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 05, 2016 09:35 Asia/Kabul
  • ورځپانو ته کتنه ۱۵-۸-۹۵

ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو او نېکو هیلو په وړاندې کولو سره د نننیو ورځپاڼو مهمو خبرونو ته ستاسو پام راګرځوو:

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې ولیکل د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د اسلامی شورا د جرګې د امید د فراکسیون په ټول کښې وویل، هېواد د اقصادی ودې په لور روان دے.هغۀ وویل، شهیدان او ایثار ګران او د هغوی کورنۍ تل د ایران د ملت په نزد محترم او د قدر وړ دی.

-------

ورخپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر ډاکټر محمد جواد ظریف له قوله ولیکل، زمونږ قوت د امریکې په قوت باندې د باور نه کولو په بنیاد دے. هغۀ وویل مقصد د امام خمېنی (رح) په یو جمله کښې رالنډیږی چې فرمائیلی یې دی: امریکه هیڅ غلط نه شی کولې.

----------

د ورځپاڼې له مخې د تهران د جمعې د نمانځۀ امام آیت الله محمد موحدی کرمانی  پرون د جمعې د نمانځه په خطبه کښې وویل، پکار دی هوښیار او بېدار اوسو  چې امریکه چې په ور باندې بهر وتلې ده په کړکۍ باندې راستنه نه شی.چ

-------

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې د قم مقدس ښار د جمعې د نمانځه موقته امام آیت‌الله سید‌هاشم حسینی بوشهری وویل، د امریکې د انتخاباتو نامزدو کسانو وښودله چې دغه هېواد له سخت بحران سره مخامخ دے.

--------

اطلاعات ورځپاڼې د ایران داسلامی جمهوریت د فجر کشتۍ چلونې د شرکت عامل مدیر کپتان مجید سجده وویل، په عراق کښې د امام حسېن (ع) د څلوېښتۍ په مراسمو کښې د ګډون لپاره د زائرینو د تګ لپاره د خرمشهر او بصرې ترمېنځ د سمندری سفر بندوبس هم کړې شوےدے.

--------

ورځپاڼې د افغان رسنیو له قوله ولیکل، د افغانستان په قندوز ولایت کښې د امریکې په هوائی حمله کښې په لسګونو عامه خلق مړۀ او یا ژوبل شول چې زیاتره پکې ښځې او ماشومان دی.

---------

ورځپاڼې د پاکستانی رسنیو له قوله ولیکل د اېشیا د جنوب دوو اېټمی قوتونو پاکستان او هند ترمېنځ د تاوتریخوالی د زیاتېدو له کبله د دواړو هېوادونو ډېپلومېټک تعلقات تر ټولو لاندې سطحې د کمېدو په درشل  کښې دی.

---------

ورځپاڼې له ناېجېریې نه د رارسېدلو رپوټونو له مخې ولیکل په دغه هېواد کښې د مسلمانانو په سوله ایزو مظاهرو باندې د حکومتی ځواکونو په حمله کښې یو شمېر مظاهره کوونکی ژوبل شول.

-------

ورځپاڼې د بحرینی سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد خلقو له آیت ا... عیسی قاسم څخه په ملاتړ کښې د آل خلیفه رژیم په خلاف په یو سل اته دېرشمه ورځ هم خپلو احتجاجونو او مظاهرو ته دوام ورکړ.

----------

اطلاعات ورځپاڼې د لبنانی سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد د حزب ا... مشر سید حسن نصرا... وویل، د چارو د پرمختګ لپاره د لبنان له حکومت سره په مرستو او ملګرتیاو بوخت یوو.

---------

ورځپاڼې له عراقه د رارسېدلو رپوټونو له مخې ولیکل د داعش تکفیری ډلې له قبضې څخه د موصل د ازادولو لپاره د دغه ښار په لارو کوڅو کښې د داعشی ترهه ګرو او عراقی ځواکونو ترمېځ لاس په لاس سختې جهګړې روانې دی.

----------

د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې د اروپائی اتحادیې د بهرنی سیاست د مشرې مېرمن موګرینی له قوله ولیکل، د اسرائیلو بائیکاټ د اروپائی خلقو حق دے.

--------

ورځپاڼې ولیکل د تیونس د دینی چارو وزیر عبدالجلیل سالم وویل، سعودی په دنیا کښې د ترهه ګرۍ او تندلاریتوب د خپرولو عامل دے.

هغۀ سعودی چارواکو ته خبردارے ورکړ چې له ترهه ګرۍ څخه د ملاتړ روش دې پرېږدی.

--------

جمهوری اسلامی ورځپاڼې د اسلامی ایران د بهرنیو چارو د وزارت له قوله ولیکل، د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په راتلونکې هفته کښې لبنان ته سفر کوی.

----------

د تهران چاپ جام جم ورځپاڼې ولیکل،  ایران د اسلامی جمهوریت د ایلام صوبې ګورنر وویل، سږ کال له عراق سره په مهران پوله کښې د امام حسېن (ع) د څلوېښتۍ په مراسمو کښې د ګډون لپاره عراق ته د تلونکو زائرانو د خدمت لپاره شل زره خدماتی ځواکونه ځاے پرځاے شوی.

----------

ورځپاڼې له روسیې څخه د رارسېدلو رپوټو له مخې ولیکل، د دغه هېواد چارواکو په ماسکو کښې بشری حقوقو د تنظیم دفتر وتړۀ او لاک یې کړ.

----------

د امریکې د کانګرېس د کورنی امنیتی د کمېټۍ مشرمایکل ماکول د دغه هېواد د بهرنیو چارو په وزارت کښې د امریکې د پخوانۍ خارجه وزیرې او د دغه هېواد د راتلونکو انتخاباتو د کاندیدې لخوا د له خپلو ذاتی ایمیلونوڅخه په استفادې هغه له هېواد سره په خیانت تورنه کړه.

----------

د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې په خپل سائیټ کښې په تازه خبرونو کښې ولیکل، د قانون نافذ کوونکو ادارو بېګا په کراچۍ کښې د دغه هېواد د پخوانی سېنېټر فېصل رضا عابدی په کور باندې په چاپې وهلو سره هغه ونیوۀ او نامعلوم ځاے ته یې منتقل کړ. پاکستانی سرچینو د دهغۀ د نیولو د علت په اړه لا څه نه دی ویلی. البته ځینو شیعه سرچینو لیکلی دی چې دغه پخوانے سنېټر د لشکر جهنګوی او سپاه صحابه چې اوس د اهلسنت والجماعت په نامه فعالیتونه کوی او له حکومتی او انتظامی چارواکو سره نزدې تعلقات لری د مشرانو په لمسون نیول شوے دے.

----------

ورځپاڼې همدارنګ ولیکل، پرون په کراچۍ کښې په یوه ګېنټه کښې شپږ تنه د ناپېژندل شویو وسله والو کسانو په ډزو سره ووژل شول.

----------

جنګ ورځپاڼې د دغه هېواد د سترې محکمې له قوله ولیکل، د دغه هېواد وزیراعظم له کابینې نه بالاتر نه دے او د مالی فساد د تور په اړه به یې تفتیش کولې شی.

----------

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل ډېر مطالب او تبصرې په افغانستان کې د امریکائی هوائی حملې له کبله وروستیو ملکی تلفاتو او په دې اړه سختو غبرګونونو ته ځانګړی کړی دی.

ویسا ورځپاڼې په خپل لومړی مخ کې په غټو ټکو لیکلی چې امریکایانو په کندز ولایت کې یوځل بیا لوی جنایت ترسره کړ. او بې ګناه عامه خلق یې قتل عام کړل

په مطلب کې د عینی شاهدانو له قوله راغلی چې په کندز کې وروستۍ بمباری د بې ۵۲ طیارې په واسطه شوې او ستر بشری ناورین یې رامنځ ته کړ.

د مطلب لیکوال ویلی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په دې پېښه کې ۵۵ تنه ملکی مړه او ټپیان شوی.

د مطلب لیکوال د افغانستان د پخوانی ولسمشر حامد کرزی له قوله ویلی چې د امریکایی ځواکونو دا جنایت غندی او د مخنیوی لپاره یې باید د بهرنیو ځواکونو بمبارۍ په دې هېواد کې یو مخ بندې شی.

--------

سرنوشت ورځپاڼې هم د امریکې د هوائی حملې په اړه یو مطلب کې ویلی چې د بهرنیو ځواکونو د جنایتونو په اړه د حکومت د سکوت تګلاره به ولسی غبرګونونه را وپاروی.

په دې اړه مطلب کې د څېړونکو له قوله ویل شوی چې حکومت د بهرنیو ځواکونو په تېره بیا د امریکې د جنایتونو پر وړاندې ځکه غږ نشی پورته کولای چې د مشروعیت سرچینه یې بهرنیان دی.

دې ورځپاڼې په یوۀ جلا مطلب کې د پخوانی ولسمشر حامد کرزی په حواله ویلی چې د امریکې لخوا دې پر کلیو او بانډو کښې په عامه خلقو هوایی بریدونه سملاسی بند شی.سرنوشت لیکلی دی چې امریکایی حاکمیت د وحشت او ذلیل حاکمیت دے.

-------

هېواد دولتی ورځپاڼې هم په خپل لومړی مخ کې په یوه مطلب کې لیکلی چې ولسمشر غنی د کندز د د امریکې د هوائی حملې د خونړۍ پېښې د ارزیابۍ لپاره پلاوی ګمارلی دی.

په مطلب کې راغلی چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غنی پر ملکی تلفاتو سخت خواشینی دی

هېواد په یوه جلا مطلب کې د بخښنې د نړیوال سازمان په قول ویلی چې د امریکې په هوائی حمله کښې د کندز د عامه خلقو له  قربانیانو سره دې باید عدالت وشی.

--------

دنیا ورځپاڼې په خپله  لیکنه کې لیکلی چې د امریکایانو لخوا پر ملکی وګړو بمبارۍ به دوام ولری.

لیکونکی ویلی چې په کندز کې د امریکائی ځواکونو په بمبارۍ کې دلسګونو ملکی وګړو وژنه لویه غمیزه ده او د لیکوال په باور دا پېښه نه لومړنۍ ده او نه به هم وروستۍ وی. او په عامه خلقو به امریکائی حملې دوام ولری. ورځپاڼې زیاته کړه افغان حکومت په تېره ولسمشر باید په دې خبره پوه شی او امریکائی ځواکونوته دې په عامه خلقو د بمبارۍ اجازه ورنه کړی.

--------