ورځپاڼو ته کتنه ۱۸-۸-۹۵
https://parstoday.ir/ps/news/world-i31231-ورځپاڼو_ته_کتنه_۱۸_۸_۹۵
ګرانو او عزتمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو چې له هر څه مخکې به د تهران چاپ ورځپاڼو ته یوه کتنه وکړوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 08, 2016 09:42 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۱۸-۸-۹۵

ګرانو او عزتمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو چې له هر څه مخکې به د تهران چاپ ورځپاڼو ته یوه کتنه وکړوو.

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې د ایران داسلامی جمهوریت د ولسمشر ډاکټر حسن روحانی له قوله ولیکل،

د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کښې لاسوهنه د نړیوال امنیت لپاره یو ګواښ دے.

هغۀ د ټوګو هېواد د بهرنیو چارو د وزیر رابرټ داسی په کتنه کښې وویل، د ایران اسلامی جمهوریت او ټوګو د تهران او لومې ترمېنځ د ګډو ملګرتیانو د پراختیا او د دوستانه تعلقاتو د زیاتولو لپاره د دواړو هېوادونو له ظرفیتونو او توانمنیو څخه استفاده کولې شی.

------

ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر محمد جواد ظریف په تهران کښې  د سوریې د بهرنیو چارو د وزیر له قائمقام فېصل مقداد په کتنه کښې ایران، سوریې او روسیې ترمېنځ د سلامشورو او ملګرتیاو د دوام  لازموالی ته په اشارې سره  په دې زمینه کښې د درې واړو هېوادونوپه همکاریو تاکید وکړ.

----------

ورځپاڼې ولیکل، د  اسلامی شورا د جرګې مشر ډاکټر علی لاریجانی د تیونس د پارلېمان د یو شمېر استازیو په کتنه کښې وویل،

د اوسنیو بحرانونو دوام او ترهه ګرو ډلو پراختیا د اسلامی امت د توانمنۍ د کمزوری کولو لپاره د صهیونېسټ رژیم د سیاستونو برخه ده.

------

اطلاعات ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند قاسمی تاکید وکړ هر څوک چې د امریکې ولسمشر شی پکار دی د برجام په اجرا باندې پابند وی او حتی که نه غواړی هم پکار دی په برجام کښې د تېر حکومت په ژمنو باندې عمل وکړی.

---------

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې د ایران د اسلامی جمهوریت د اطلاعاتو وزیر حجت الاسلام والمسلمین سید محمود علوی په شمالی خراسان کښې د ولی فقیه له نمائنده حجت الاسلام والمسلمین ابوالقاسم یعقوبی سره په کتنه کښې وویل،د هېواد امنیت د ټولو ادارو د یو زړۀ توب او د خلقو د ملګرتیا نتیجه ده.

----------

ورځپاڼې ولیکل، د امام حسېن (ع) د څلوېښتۍ په مراسمو کښې د ګډون کوونکو زائرانو لپاره له تهرانه کربلا ته رېل له ننه شروع شو.

======

ورځپاڼې د عراقی سرچینو له قوله ولیکل، عراقی ځواکونو د دغه هېواد د موصل د جنوب په شل کېلومیټرۍ کښې حمام العلیل ښارګے د داعش د تکفیری ډلې له قبضې په کامله توګه ازاد کړ او د عراق بېرغ یې پکې ورپوۀ.

----------

ورځپاڼې د افغان سرچینو له قوله ولیکل، په افغانستان کښې د ملګرو ملتو د نمائندګۍ دفتر یوناما د قندوز په بزقندهاری سیمه باندې د امریکې د بمبارۍ چې له امله یې په لسګونو عامه خلق مړۀ او ژوبل شول. تحقیقات کوی.

--------

اطلاعات ورځپاڼې ولیکل، مصر ته د سعودی د تېلو د صادراتو له بندېدو وروسته د قاهرې او ریاض ترمېنځ تاوتریخوالے لا زیات شوے دے.

-----

ورځپاڼې د یمنی رسنیو له قوله ولیکل، د دغه هېواد فوځی او ولسی ځواکونو په عسیر صوبه کښې د سعودی په دوه فوځی اډو قبضه وکړه. او دسعودی ځواکونو یو زغره وال ګاډے یې تباه کړ.

-----

د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت سائېنسدانان په مصنوعی څرمن جوړولو کښې کامیاب شول. چې په دې طریقې سره د زخم د ځاےله پاتې کېدو نه بغېر په اوو ورځو کښې زخمونه ښۀ کولې شی.

-----

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په تهران کښې د سوئیډن د بهرنیو چارو د وزیر له قائمقامې مېرمن هانیکا سوډر سره کتنه او د سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په اړه یې خبرې اترې وکړې.

------

د ایران د ولسمشر وړومبی مرستیال اسحاق جهانګیری وویل، د کلتور قوت د اقتصادو او سیاست له قوته زیات قوی دے.

------

ورځپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د قضائی سرچینو له قوله ولیکل، د سعودی په سفارت باندې تعرض کوونکو دوو تنو نورو ته هم د هېواد د محکمې لخوا د قېد حکم واورولے شو.

---------

د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې ولیکل، برطانوی ورځپاڼې ګارډین له امریکې او برطانیې وغوښتل چې په سعودی باندې دې د وسلو خرڅول اودروی چې دغه رژیم په یمن کښې د خلقو د وینو ډنډونه هم اودروی.

---------------

د پاکستان چاپ دنیا ورځپاڼې د دغه هېواد د امنیتی سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد د غېر قانونی ډلې لشکر جهنګوی نیول شوی یو سرغنه عمر حیات د شپږ کسانو د ټارګټ قتل اعتراف وکړ او د خپلو نورو ملګرو نومونه یې هم افشا کړ.

د ورځپاڼې له قوله دغه کس په افغانستان کښې تربیت حاصل کړے او کراچۍ ته رالېږلے شوےؤ.

-----

ورځپاڼې ولیکل، د پاکستان د سېند صوبې له وزیراعلی مراد علیشاه سره د شیعه سنی علماو د پلاوو له ملاقاتونو وروسته هغۀ په دې وروستیو کښې د کراچۍ په مختلفو سیمو کښې د نیول شویو احتجاج کوونکو د ازادولو حکم جاری کړ.

--------

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په امریکا کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو او پر افغانستان یې د اغېز په اړه یو شمېر مطلب چاپ کړی دی

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په خپلې نننۍ ګڼې کښې لیکلی دی، د چهارشـنبې پـر سـهار ښـایی د امریـکا د ولسـمشریزو ټاکنـو پایلـې رابرسـېره شـوې وی، کـه څـه هـم د دغه زبرځـواک ټاکنې له یوه اړخه نړۍ شـموله حیثیت لری، خو دا ځل د سیاسـت پر ځای شخصی ناندریو او سپکو سپورو د امریکا ټاکنیز چاپېریال لاندې کـړی دی.

د لیکونکی په باور، افغانانـو دوه دورې د دواړو ګوندونـو واکمنـی او سیاسـتونه تجربـه کـړل، ځکـه خـو یـې د تېـر پـه څېـر دا ځـل د خپلـو هیلو مرانـدې نـه دی ورسره غوټـه کـړې.

--------

هېواد دولتی ورځپاڼې بیا په دې اړه لیکلی، نن په امریکا کې ولسمشریزې ټاکنې کېږی، سره له دې چې د دغو ټاکنو لپاره کاندیدانو ډونالډ ټرمپ او مېرمن کلېنټن په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو او مناظرو کې د افغانستان په اړه لږ څه ویلی خو په امریکا کې دغه ټاکنې پر افغانستان نیغ په نیغه اغېز لری.

د لیکونکی په باور هر ګټونکی کاندید باید افغانستان مهم وګڼی او لومړیتوب ورکړی.

-------

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلی چې د امریکې د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو په مناظرو او کمپاینونو کې د افغانستان په اړه خاص څه نه وو.

ویسا په خپل دغه مطلب کې د یو شمېر کارپوهانو په حواله دا له افغانستان سره د امریکې بې علاقهګی ګڼلې ده.

د مطلب لیکوال وړاندې لیکلی، نن افغانستان له جدی امنیتی چلنجونو او سیاسی اختلافونو سره مخ دی چې د هېواد ثبات یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

پوښتنه دا ده چې د امریکې راتلونکی ولسمشر به د دغو ستونزو د هواری په برخه کې څه وکړی؟

----

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کندز کې د تېرې پنجشنبې په شپه بمبارۍ کې د ملکیانو د وژل کېدو په موضوع لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې چې د پامیلا کنسټېبل او سید صلاح الدین کښلې، د امریکا پوځی چارواکو منلې چې کندز کې د بمبارۍ په لړ کې ملکیان وژل شوی دی.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکوالان وایی چې امریکایی چارواکو د وژل شوېو ملکیانو د شمېر په اړه څه نه دی ویلی خو افغان چارواکو او شاهدانو د هغو شمېر۳۰ تنه ښودلی او ویلی یې دی چې د دوی په منځ کې ښځې او ماشومان شامل دی. همدا راز ۲۵ نور ژوبل شوی دی.

---------

په دې پېښه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی خواشینی ښکاره کړې او بُزکندهاری کلی ته یې یو پلاوی استولی چې تحقیقات وکړی.

خو په دې پېښه د پخوانی ولسمشر حامد کرزی انتقاد لا شدید و، ویلی یې دی چې د ملکیانو د مرګ ژوبلو په برخه کې د ده اندېښنې د دې سبب شوې چې له امریکا سره امنیتی موافقه لاسلیک نه کړی.

--------

د جګړې او سولې انسټیټیوټ د افغانستان په ناامنو ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د زیاتېدو په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

د جګړې او سولې انسټیټیوټ د فاریاب ولایت د چارواکو په حواله لیکلی دی چې د قانون د حاکمیت د نشتوالی له امله د کورنی تاوتریخوالی عاملان بې ویرې ګرځی.

د فاریاب امنیتی چارواکی وایی، دوی نهشی کولای چې د کورنی تاوتریخوالی عاملان ونیسی ځکه هغوی په هغو سیمو کې دی چې د دولت له حاکمیت بهر او د وسلهوالو په کنټرول کې دی.

د جګړې او سولې انسټیټوټ زیاتوی د فاریاب په هغو سیمو کې چې طالبان واکمن دی د کورنی تاوتریخوالی قضیې د همدې ډلې لهخوا حل وفصل کېږی چې د ښځو لپاره ویرونکې پایلې له ځانه سره لری.

لیکوال د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د پېښو د زیاتېدو یادونه کړې ده.

---------