ورځپاڼو ته کتنه ۲۲-۸-۹۵
https://parstoday.ir/ps/news/world-i31726-ورځپاڼو_ته_کتنه_۲۲_۸_۹۵
ګرانو او عزتمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو چې له هر څه مخکې به د تهران چاپ ورځپاڼو ته یوه کتنه وکړوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 12, 2016 09:17 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲۲-۸-۹۵

ګرانو او عزتمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو چې له هر څه مخکې به د تهران چاپ ورځپاڼو ته یوه کتنه وکړوو.

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله نننۍګڼه کښې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر ډاکټر محمدجواد ظریف امریکې خبردارے ورکړ چې اټومی موافقه د ملګروملتونو دامنیت شورا یو پریکړه لیک دے او دیوۀ حکومت(یعنې امریکې ) په فېصلې سره د بدلېدو وړ نه دے .

---------

ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی  جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په مزار شریف کښې د جرمنی په کونسلګرۍ باندې ترهه ګره حمله په سختۍ سره وغندله او په دغه حمله کښې د لسګونو بې ګناه خلقو په مرګ ژوبله یې د سختې خواښینۍ په څرګندولو سره د ترهه ګرۍ په خلاف یې د کوټلې او غږملې مبارزې غوښتنه وکړ.

د یادونې ده چې د دغې ترهه ګرې حملې ذمه واری د افغانستان طالب ډلې په غاړه اخېستې ده.

-------

ورځپاڼې ولیکل، د اروپائی اتحادیې د بهرنی سیاست د مشرې مېرمن فیډریکا موګرینی د امریکې د نوی منتخب شوی ولسمشر ډونالډ ټرامپ د انتخاباباتی اکمپېن وېناوته په اشارې سره وویل، برجام د ملګرو ملتو په چوکاټ کښې یوه څو اړخیزه موافقه دا او څوک یې نه شی شلولې.

---------

د ورځپاڼې د رپوټ له مخې د تهران د جُمعې موقته امام آیت ا... سید احمدخاتمی د امریکې نوی ولسمشر ډونالډ ټرامپ ته نصیحت وکړ چې د خپلو تېرو کسان غلطۍ او لارې چارې دې تکرار نه کړی او زیاته یې کړه، دامریکې خلق په نړۍ کښې د دغه هېواد د واکدارانو له ماجرا لټونو څخه ستړی شوی دی.

------

د ورځپاڼې له قوله د قم مقصد ښار د جمعې موقته امام آیت‌الله علیرضا اعرافی هم پرون د جمعې په خطبه کښې وویل چې د ایران اسلامی جمهوریت خپل برخلیک د امریکې له کورنیو ډلو سره نه دے تړلے.

-------

اطلاعات ورځپاڼې خبر ورکړ، د روسیې د سېنېټ مشره مېرمن والنټیا ماتویینکو سبا د یو لوړ رتبه پارلېمانی پلاوی په مشرۍ تهران ته په سفر راځی چې په دغه سفر کښې به د ایران له لوړ رتبه چارواکو سره په مختلفوموضوع ګانو خبرې اترې وکړی.

-----

ورځپاڼې د افغان سرچینو له قوله ولیکل، د افغانستان په مزار شریف کښې د جرمنی په کنسولګرۍ باندې  د طالب ډلې په چاودوونکې حمله او تنه بې ګناه عامه خلق ووژل شول او یو سل دېرش تنه نور عامه خلق ژوبل شول.

-------

اطلاعات ورځپاڼې د یمنی سرچینو له قوله ولیکل، د یمن انصارا... ځواکونو له سعودی ځواکونو سره په نښتو کښې د دغه هېواد په جیزان صوبه کښې د سعودی پینځه سیمې ونیولې. انصارا... ځواکونو په دغو نښتو کښې په لسګونو سعودی تالی څټی هلاک کړل او د هغوی په اختیار کښې ګڼ شمېر امریکائی وسلې تباه کړې.

-------

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې د سوریې فوځ د دغه هېواد په حلب کښې ضاحیه الاسد سیمه د داعش له ترهه ګرو ځواکونو ازاده کړه.

-------

د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د چېک جمهوریت له وزیراعظم سره کتنه او د دواړو هېوادونو د اواروپائی اتحادیې د ملګرتیاو د پراختیا په زمینه کښې یې خبرې اترې وکړې.

--------

ورځپاڼې ولیکل،اروپا اتحادیې د امریکې له منتخب شوی نوی ولسمشر ډونالډ ټرامپ څخه وغوښتل چې په برجام باندې د پابندۍ په اړه دې ضمانت ورکړی.

--------

ورځپاڼې ولیکل، په امریکه کښې د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرامپ د کامیابۍ په خلاف د دغه هېواد خلقو احتجاجونه دوام لری.

---------

ورځپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د هوائی دفاعی مرکز د قوماندان جنرل فرزاد اسماعیلی له قوله ولیکل، رجام د ایران د قوت نتیجه ده. او دا د ایران د اسلامی جمهوریت قدرت ؤ چې د نړۍ ستر قوتونه یې د ایران دریځ ته غاړه اېښودو ته مجبور کړل.

------

ورځپاڼې د اسلامی ایران د ولسشمر د مرستیالې او د ژوند د چاپېریال د ادارې د مشرې مېرمن معصومه ابتکار له قوله ولیکل، برجام او اېټمی موافقه نړیوالې سولې ته د رسېدو لپاره یوه ستره کامیابی او د زیاتو اختلافاتو باوجود د موافقې د ترلاسه کولو لپاره یوه نمونه ده.

---------

د پاکستان چاپ دنیا ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې ولیکل، د دغه هېواد په لاهور ښار کښې ځوانو ډاکټرانو د خپلو غوښتنو په حق کښې په پینځه ورځ هم خپلې پرلت غزونې ته دوام ورکړ.

-----

ورځپاڼې ولیکل، د سیند صوبې د ګورنر په توګه د کور ناستی قاضی سعیدالزمان صدیقی تقرری په لاهور هائی کورټ کښې چېلنج کړې شوه.

--------

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې د پاکستان د تحریک انصاف مشرانو په یو اخباری کانفرنس کښې وویل، د پانام لیکس د تورونو ثبوتونه په درې سوه اویشت مخونو مشتمل دی.

------

 

ورځپاڼې د دغه هېواد د امنیتی سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد د امنیتی ځواکونو په یولړ عملیاتو کښې د جندا... نومې غېر قانونی ترهه ګرې ډلې مشر ثاقب چې په عارف مشهور ؤ په هلاکت ورسېد.

------

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د افغانستان په اړه د امریکا د نوی ولسمشر د راتلونکو پالیسیو او د کافی سرتېرو د نشتوالی له امله په هلمند ولایت کې د جګړې د دوام په اړه مطالب خپارۀ کړی دی.

--------

دنیا ورځپاڼې لیکلی چې ډونالډ ټرمپ دې د امریکا غلطې پالیسۍ اصلاح کړی.

لیکونکی ویلی چې په افغانستان کې د ټروریزم ریښې وچې شوی او اوس لازمه ده چې د دې پدیدې رېښې په پاکستان کې هم پرې شی.

د لیکونکی په باور امریکا په پاکستان کې د ټروریزم پرضد لازمه هڅه نه ده کړې او باید دې هېواد ته نور فرصت ورنه کړل شی.

دنیا لیکلی چې همدا اوس په پاکستان کې داسې کړۍ شته چې د ټروریزم ملا تړ کوی او ټروریسټان د افغانستان، هند او په دې هېواد کې د نړیوالې ټولنې د حضور پر وړاندې کاروی.

----------

سرخط ورځپاڼې لیکلې چې امریکا دې خپل نا تمامه کارونه په افغانستان پای ته ورسوی. د لیکونکی په باور هغه څه چې په تېرو پنځلسو کلونو کې په افغانستان کې ورته کم پام شوی هغه له تروریزم او د دې پدیدې له مرکزونوسره مبارزه ده.

------

هېواد دولتی ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلی چې د امریکا نوی حکومت به له افغانستان سره خپله همکاری زیاته کړی.

سرمقاله لیکونکی ویلی چې افغانستان له دې درکه ډاډه دی او په دې باور لری چې د متحده ایالاتو نوی ولسمشر ډونالډ ترمپ به د واشنګټن او کابل ترمنځ اړیکې نورې هم پراخې کړی.

------

ویسا ورځپاڼې لیکلی چې په هلمند کې د جګړې د پراختیا لامل د خیالی سرتېرو موجودیت دی.

په مطلب کې د هلمند د ولایتی شورا د رئیس کریم اتل له قوله ویل شوی چې کم سرتېری جګړه پرمخ وړی او حتی نیمایی هغه سرتېری هم په هلمند کې نشته چې په تشکیل کې موجود دی.

 

په مطلب کې ویل شوی چې په هلمند ولایت کې د یو دیرش زره امنیتی ځواکونو په تشکیل کې دی خو نیمایې هم موجود نه دی او د لیکوال په باور همدا علت دی چې طالب ډلې په دې ولایت کې پرمختګ کړے دے.

---------

د نړۍ یو شمېر چاپی رسنیو په مزارشریف کې د جرمنی پر قونسلګرۍ د برید په اړه لیکنې کړې دی...

اینډپینډنټ ورځپاڼې په یوې لیکنې کې ویلی، طالب ډلې د افغانستان په یو ارام ښار کې برید وکړ.

اینډپینډنټ د طالبانو هغه ادعا هم راخیستې چې وایی، په بلخ کې یې دا بمی برید د هغې حملې انتقام و چې څه موده مخکې یې په کندز کې دوه دېرش کسان ووژل.

د یادونې ده چې په دغه بمی چاودنه کښې په لسګونو بې ګناه عامه خلق مړۀ او ژوبل شول.

------

د ګارډین بریتانوی ورځپاڼې، د دې پېښې په اړه لیکلی، په مزار شریف کې د جرمنی قونسلګری ، روضې  ته نږدې ده او شا او خوا یې سخت امنیتی تدابیر نیول شوی دی.

-------

د نیوزویک مجلې بیا بله موضوع څېړلې ده، د دې مجلې د یوې لیکنې سرلیک دی ولې جرمنی او نور اروپایی هېوادونه غواړی چې زرګونه افغان کډوال وباسی ؟

مجله په پیل کې وایی، په افغانستان کې د طالب، داعش او نورو ترهه ګرو  ډلو موجودیت او فعالیت ته په پام سره اوس هم اروپایی هېوادونه په دې باور دی چې ډېر افغان پناه غوښتونکی دغلته د اقتصادی وضیعت د ښه کېدو لپاره ورغلی دی.نو ځکه د پناه غوښتنې حق نه لری.

نیوزویک همدارنګه لیکی، د افغانستان او اروپا ترمنځ د توافق تر لاسلیک مخکې هم یو شمېر افغانان له اروپا ایستل شوی دی،

خو د افغان حکومت سره د نوی توافق پر بنسټ اروپایی ټولنه کولی شی چې په ګڼ شمېر کې افغانان په کم وخت کې خپل هېواد ته ستانه کړی.

د نیوزویک مجله د بشری حقونو د ډلو په حواله لیکی، دا یوه افتضاح ده چې افغان حکومت ومنله له اروپا د افغانانو د ایستلو په بدل کې بشری او پراخیتایی مرستې ترلاسه کړی.

د نیوزویک مجلې په وینا د بشری حقونو سازمان ویلی، دا اقدام د اروپایی ټولنې د بهرنیو اړیکو تیاره اړخ ښیی.

---------------------