دعراق کربلا سپیڅلی ښار ته لس لکه زیارتوال رسیدلی دی .
-
اټکل کیږي چې روان کال په حسیني اربعین کښې د عراق او دنورو هیوادونو د ګډون کونکو زیارتوالو شمیر د تیرو کلونو په پرتله زیات وي .
زمونږ خبریال وایی د عراق دکورنیو چارووزارت په حسینی اربعین مراسمو کښې د ګډون لپاره کربلا ته د مختلفو هیوادونو د کابو لس(۱۰) لکه زیارتولو د ورتلوخبر ورکړ .
د عراق دکورنیو چارو د وزارت د سرحدی لارو دمدیریت مسوول سامی السوډانی پرون وویل دمختلفو هیوادونو کابو لس(۱۰) لک عرب او غیر عرب ښاریز د دنیا دشیعه مسلمانانو د دریم(۳) امام حضرت امام حسین علیه السلام داربعین په مراسمو کښې دګډون لپاره له ځمکنیو لارو او دنجف او بصرې د هوایی ډګرونو له لارې عراق ته رسیدلی دی .
هغه وویل همدا اوس دایران ، بحرین، سعودی عربستان، قطر، کویت او حتی د جنوبی افریقا هیوادونو یوشمیر پلاوی په حسینی اربعین مراسمو کښې دګډون لپاره عراق ته ورغلی دی .
دعراق څه دپاسه دیرش زره(۳۰۰۰۰) ځواکونه د حسینی اربعین د مراسمو دامنیت تامینولو دنده پرغاړه لری .
دعراق په جنوب کښې دکربلا والی عقیل عمران الطریحی هم وویل ددغه هیواد خلک د حسینی اربعین د مراسمو د زیارتوالو هرکلی او میلمستیا ته تیار دی .
اټکل کیږی چې روان کال په حسینی اربعین کښې د عراق او دنورو هیوادونو د ګډون کونکو زیارتوالو شمیر د تیرو کلونو په پرتله زیات وی .
د نوامبر دمیاشتې شلمه(۲۰) چې د صفر دمیاشتې شلمه(۲۰) نیټه کیږی داسلام دګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د ګران لسمی او دشهیدانو دسالار حضرت امام حسین علیه السلام او دهغه دګرانو او وفادارو ملګرو د شهادت له اربعین سره سمون خوری او دعراق اوددنیا دمختلفو هیوادونو په میلیونونو خلک هرکال په دغو مراسمو کښې دګډون لپاره کربلا ښار ته ورځی .