دنایجریا پوځیانو پرون سل شیعه مسلمانان شهیدان کړل .
https://parstoday.ir/ps/news/world-i32047-دنایجریا_پوځیانو_پرون_سل_شیعه_مسلمانان_شهیدان_کړل_.
پریس ټی وی چینل راپور ورکړ دنایجریا په شمال کښې په شیعه مسلمانانو د پوځیانو په پرونیو ډزو کښې د وژل شویو کسانو شمیر سلو(۱۰۰) ته ورسید .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 15, 2016 01:22 Asia/Kabul
  • دنایجریا پوځیانو تیره میاشت هم په کاتسینا ولایت کښې په فونتوا ښار کښې په عاشورا مراسمو حملې کابو شل(۲۰) کسان وژلي .
    دنایجریا پوځیانو تیره میاشت هم په کاتسینا ولایت کښې په فونتوا ښار کښې په عاشورا مراسمو حملې کابو شل(۲۰) کسان وژلي .

پریس ټی وی چینل راپور ورکړ دنایجریا په شمال کښې په شیعه مسلمانانو د پوځیانو په پرونیو ډزو کښې د وژل شویو کسانو شمیر سلو(۱۰۰) ته ورسید .

دنایجریا اسلامی غورځنګ وویل دهیواد شیعه مسلمانان  له کانو سیمې د کادونا په لور د حسینی اربعین دمراسمو دترسره کولو په حال کښې وو چې پوځیانو ورباندې حمله وکړه او له کبله یې سل (۱۰۰)کسان شهیدان او په سلګونو نور ژوبل شول .

دغه تاوتریخوالی هغه وخت پیل شول کله چې دنایجریا پولیسو له زور څخه په کار اخیستلو سره د هغو مسلمانانو  چې دحضرت امام حسین علیه السلام د ماتم په مناسبت  له کانو څخه کادونا ته روان وو د تیت پرک کولو اقدام وکړ .

دنایجریا پوځیانو تیره میاشت هم په کاتسینا ولایت کښې په فونتوا ښار کښې په عاشورا مراسمو حملې کابو شل(۲۰) کسان وژلی او یوشمیر نور ژوبل کړی وو .

دنایجریا پوځیانو او پولیسو تیر میلادی کال هم د اسلامی غورځنګ دمشر ذکزکی په کور حملې سره چې دسعودی عربستان، اسرائیلو او امریکا په حکم یې کړی وه په سلګونو کسان وژلی او په زرګونو نور ژوبل کړی وو .