دنایجریا پوځیانو پرون سل شیعه مسلمانان شهیدان کړل .
-
دنایجریا پوځیانو تیره میاشت هم په کاتسینا ولایت کښې په فونتوا ښار کښې په عاشورا مراسمو حملې کابو شل(۲۰) کسان وژلي .
پریس ټی وی چینل راپور ورکړ دنایجریا په شمال کښې په شیعه مسلمانانو د پوځیانو په پرونیو ډزو کښې د وژل شویو کسانو شمیر سلو(۱۰۰) ته ورسید .
دنایجریا اسلامی غورځنګ وویل دهیواد شیعه مسلمانان له کانو سیمې د کادونا په لور د حسینی اربعین دمراسمو دترسره کولو په حال کښې وو چې پوځیانو ورباندې حمله وکړه او له کبله یې سل (۱۰۰)کسان شهیدان او په سلګونو نور ژوبل شول .
دغه تاوتریخوالی هغه وخت پیل شول کله چې دنایجریا پولیسو له زور څخه په کار اخیستلو سره د هغو مسلمانانو چې دحضرت امام حسین علیه السلام د ماتم په مناسبت له کانو څخه کادونا ته روان وو د تیت پرک کولو اقدام وکړ .
دنایجریا پوځیانو تیره میاشت هم په کاتسینا ولایت کښې په فونتوا ښار کښې په عاشورا مراسمو حملې کابو شل(۲۰) کسان وژلی او یوشمیر نور ژوبل کړی وو .
دنایجریا پوځیانو او پولیسو تیر میلادی کال هم د اسلامی غورځنګ دمشر ذکزکی په کور حملې سره چې دسعودی عربستان، اسرائیلو او امریکا په حکم یې کړی وه په سلګونو کسان وژلی او په زرګونو نور ژوبل کړی وو .