حسینی اربعین د نړۍ د مسلمانانو د یووالی ستره نښه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i32488-حسینی_اربعین_د_نړۍ_د_مسلمانانو_د_یووالی_ستره_نښه_ده
د تهران د جمعې لمانځه خطیب حسینی اربعین د اسلام د دښمنانو په وړاندې د شیعه او سنی په شمول د نړۍ د ټولو مسلمانانو د اتحاد او مقاومت د نندارې ډګر وباله
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 19, 2016 09:16 Asia/Kabul
  • حسینی اربعین د نړۍ د مسلمانانو د یووالی ستره نښه ده

د تهران د جمعې لمانځه خطیب حسینی اربعین د اسلام د دښمنانو په وړاندې د شیعه او سنی په شمول د نړۍ د ټولو مسلمانانو د اتحاد او مقاومت د نندارې ډګر وباله

آیت ا... محمدامامی کاشانی د اسلامی امت ترمینځ د تفرقې او اختلاف رامینځته کولو لپاره د نړیوال صهیونیزم او استکبار هلوځلو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: د حسینی اربعین یا څلویښتۍ په پرتمینو مراسمو کښې د اسلام د مختلفو مذهبونو د مسلمانانو میلیونی شتون د ټولو اسلام ضدو دسیسو په وړاندې د مقاومت لپاره د هغوی د هوډ ښودونکی دی.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب په دې خبرې سره چې اسلامی ارزښتونه د کربلا په دښته کښې پلی شول، څرګنده کړه: د اربعین سترتوب او عظمت د استکبار دبدبه په لړزا کړې ده.

آیت ا... امامی کاشانی زیاته کړه: اسلامی نړۍ له پکار دی چې د امریکې او صهیونیسټی رژیم د دسیسو په سمې پیژندنې او بصیرت سره د سیمې د هیوادونو خلاف د هغوی د دقیقو پلانونو د اجرا مخه ونیسی.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب همداشان د سوریې، یمن، عراق او افغانستان په شمول د سیمې په ځینو هیوادونو کښې د وینې تویدنې له دوامه د اندیښنې په ښودلو سره وویل: د سیمې د بیګناه خلکو د وژل کیدو پړه د امریکېا و د ترهګرۍ د ملاتړو هیوادونو په غاړه ده.

آیت ا... امامی کاشانی زیاته کړه چې امریکا او د هغې انډیوالان په داسې حال کښې ایران دترهګرۍ په پلویتوب تورنوی چې نن سبا د داعش په شمول د ترهګرو ډلو لګښتونه پخپله برابروی او د دغې ډلې غړی روزی.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب د امریکې د ولسمشریزو انتخاباتو په هکله هم وویل چې د دغو انتخاباتو نتیجه د ایران د اسلامی جمهوریت لپاره هیڅ اهمیت نه لری ځکه چې د نړیوالو کړکیچونو او د امریکې د خلکو د ستونزو په هوراولو به هیڅ اغیزه ونه کړی.