ایران په کابل کښې په حسینی ماتمیانو حمله وغندله .
-
دافغانستان طالبانو په کابل کې د باقرالعلوم جومات حمله وغندله .
ایرنا خبری اژانس وایی دایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی بهرام قاسمی دافغانستان په پلازمینې کابل کښې په باقرالعلوم جومات کښې په حسینی عزادارو دترهګرې حملې په غندلو سره وویل په سیمه کښې د ترهګرۍ ودې او پراختیا اندیښمونکی بهیر غوره کړی دی .
هغه دکابل ښار په نوموړی جومات کښې دتکفیری ترهګرو ډلو دحملې دغندلو په ترڅ کښې چې د لسګونو کسانو د شهادت او ژوبلیدا سبب شوه د افغانستان د دوست او ګاونډی هیواد له ملت او حکومت سره خواخوږی اعلان کړه .
دایران دخارجه وزارت ویندوی له تفکیری او ترهګرو ډلو دځینو هیوادونو پټ او ښکاره ملاتړ او د موقته هدفونو لپاره له ترهګرو د دغوهیوادونو اوزاری استفاده د سرزور کسانو د فعالیتونو دزیاتیدا عامل وباله او ویې ویل زر یا په ځنډ سره به دغه اوور او دفتنو رامینځته کول ددوې دملاتړو لمن ته وغزیږی .
پرون په کابل کښې په باقر العلوم علیه السلام جومات کښې په حسینی عزادارو ترهګرې حملې کښې اووه ویشت(۲۷) کسان وژل شوی او پینځه دیرش(۳۵) نور ژوبل شوی وو .
دافغانستان طالبانو په کابل کې د باقرالعلوم جومات حمله وغندله .
زمونږ خبریال وایی دافغانستان طالبانو وویل چې د کابل په حمله حمله کې لاس نه لری او دا برید په کلکه غندی.
وسله والو طالبانو د دې برید د غندلو ترڅنګ ویلی چې دوی پکې هیڅ راز لاس نه لری.
داعش وهابی صهیونیسټی ترهګرې ډلې دکابل دپرون ورځې دترهګرې بم چاودنې مسوولیت پرغاړه اخیستی دی .