حسینی اربعین د دنیا دشیعه مسلمانانو ترټولو ستره غونډه ده .
https://parstoday.ir/ps/news/world-i32755-حسینی_اربعین_د_دنیا_دشیعه_مسلمانانو_ترټولو_ستره_غونډه_ده_.
زمونږ خبریال وایی یورو نیوز ټیلی ویژن پرون په یوه(۱) راپور کښې دعراق په کربلا معلی کښې د اسلام دګران پیغمبر حضرت رسول اکرم صلی الله علیه واله وسلم د ګران لسمی او دشهیدانو د سلار حضرت امام حسین علیه السلام د مینه والو څه دپاسه شل (۲۰)میلیونه شتون ته په اشارې سره هغه په دنیا کښې دشیعه مسلمانانو ترټولو ستره غونډه وبلله او ویې ویل هر کال چې دحسینی اربعین تیریږی پکښې دګډون کونکوخلکو شمیر هم زیاتیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 22, 2016 01:50 Asia/Kabul
  • دامریکا ، بریطانیه ، فرانسه او نور اروپایی هیوادونو رسنیو  دحسینی اربعین مراسمو ته هیڅ پوښښ ورنکړ
    دامریکا ، بریطانیه ، فرانسه او نور اروپایی هیوادونو رسنیو دحسینی اربعین مراسمو ته هیڅ پوښښ ورنکړ

زمونږ خبریال وایی یورو نیوز ټیلی ویژن پرون په یوه(۱) راپور کښې دعراق په کربلا معلی کښې د اسلام دګران پیغمبر حضرت رسول اکرم صلی الله علیه واله وسلم د ګران لسمی او دشهیدانو د سلار حضرت امام حسین علیه السلام د مینه والو څه دپاسه شل (۲۰)میلیونه شتون ته په اشارې سره هغه په دنیا کښې دشیعه مسلمانانو ترټولو ستره غونډه وبلله او ویې ویل هر کال چې دحسینی اربعین تیریږی پکښې دګډون کونکوخلکو شمیر هم زیاتیږی .

یورو نیوز ټیلی ویژن زیاته کړه هر کال دحسینی عاشورا د څلویښتو(۴۰) ورځو په تیریدا سره د حضرت امام حسین علیه  السلام ډیر  مینه وال او وفاداران د اربعین دمراسمو د لمانځلو لپاره دعراق کربلا ته ورځی .

په دغو مراسمو کښې اکثره  ګډون کونکی دعراق خلک دی خو دایران ، پاکستان ،افغانستان ، اذربایجان او دنورو هیوادونوپه میلیونونو شیعه مسلمانان او حتی اهل سنت هم په دغو مراسمو کښې دګډون لپاره عراق ته ورځی .

په عراق کښې دحسینی اربعین ستر مراسم پرون په کامل امنیت سره پاې ته ورسیدل .

په عراق کښې دحسینی اربعین دغه ستر مراسم په داسې حال کښې پاې ته رسیدلی دی  چې  دامریکا ، بریطانیه ، فرانسه او نور اروپایی هیوادونو رسنیو  چې په دروغو د بیان د ازادۍ او دډیموکراسۍ او دمذهب دازادۍ ادعا کوی دحسینی اربعین مراسمو ته هیڅ پوښښ ورنکړ او د دغو مراسمو خبری بایکاټ او سانسور یې کړی وو .