ورځپاڼو ته کتنه ۲-۹-۹۵
https://parstoday.ir/ps/news/world-i32791-ورځپاڼو_ته_کتنه_۲_۹_۹۵
ګرانو او قدرمنو دوستانو دا دے نن یو ځل بیا له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو او غواړوو چې د ایران او نړۍ د ورځپاڼوځینې خاص خبرونو ته یوه لنډه کتنه وکړوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 22, 2016 09:17 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲-۹-۹۵

ګرانو او قدرمنو دوستانو دا دے نن یو ځل بیا له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو او غواړوو چې د ایران او نړۍ د ورځپاڼوځینې خاص خبرونو ته یوه لنډه کتنه وکړوو.

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې ولیکل، د افغانستان د کابل په باقر العلوم جومات کښې د ځان وژونکې حملې له کبله له سلو نه زیات حسېنی ویرجن مسلمانان مړۀ شهیدان او ژوبل شول.

--------

ورځپاڼې ولیکل دایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمی دافغانستان په پلازمینې کابل کښې په باقرالعلوم جومات کښې په حسینی ویرجنو باندې دترهګرې حملې په غندلو سره وویل په سیمه کښې د ترهګرۍ ودې او پراختیا اندیښمونکے بهیر رامنځته کړے دے .

-------

 د ایران د اسلامی شورا د جرګې د مشر ډاکټر علی لاریجانی له قوله ولیکل، د حرم د دفاع کوونکی شهیدان غېرتمن نسل دے او د مسلمانانو د عزت په ساتلو کښې ډېره موثره رول لری.

--------

ورځپاڼې د ثبت احوال ادارې په نقل سره ولیکل، د وروستۍ سر شمېرنې له مخې د ایران  د اسلامی جمهوریت د نفوسو شمېر  اتیا میلیون پینځۀ لکوته ورسېد.

--------

اطلاعات ورځپاڼې له میانماره د رارسېدلو رپوټونو له مخې ولیکل، د دغه هېواد حکومت د په روهېنګیا صوبه کښې د مسلمانانو یو زر کورونه ویجاړ کړل.

----------

ورځپاڼې د مصری سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد عمومی څارنوال په سعودی کښې د مصر د ولسشمر السیسی د قتلولو له دسیسې پرده اوچته کړه.

--------

ورځپاڼې د امریکائی رسنیو له قوله ولیکل په نیویارک کښې په سلګونو خلقو د ټرامپ په خلاف احتجاجی مظاهرې وکړې.

-----

ورځپاڼې د فلسطین د حماس غورځنګ له قوله ولیکل، د صهیونېسټ رژیم لخوا په اذان باندې بندېز لګول له اور سره لوبې کول دی.

---------

ورځپاڼې د له عراقه د رارسېدلو رپوټونو له قوله ولیکل، د دغه هېواد د موصل په جنوب کښې د عراقی الوتکو په بمبارۍ کښې یو سل پینځویشت داعشیان هلاک شول.

-------

ورځپاڼې د اسرائیلو چاپ هاآرتص ورځپاڼې له قوله ولیکل، د ټرامپ د حکومت په دوران کښې د نړیوال اېټمی جنګ جوړېدو احتمال شته.

--------

د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې د سوریې د رسنیو له قوله ولیکل، د دغه هېواد فوځ په خان شېخ سیمه کښې اتیا تنه ترهه ګر هلاک او شمېر یې ژوبل کړل. د رپوټ له مخې په دغو عملیاتو کښې زر تنه ترهه ګرو خپلې وسلې په زمکه کېښودې او د سوریې فوځ ته تسلیم شول.

---------

ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت د فوځ عمومی قوماندان جنرل عطاء ا... صالحی وویل، امریکه په تړون او خبرو اترو سره له ایران سره له دښمنۍ لاس نه اخلی.

---------

ورځپاڼې د عراقی سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد د فوځی او ولسی ځواکونو لخوا د موصل په سړکونو باندې د داعشی ترهه ګرو تعقیب دوام لری. ورځپاڼې د دغه هېواد د وزیراعظم حېدرلعبادی له قوله ولیکل، کامیابی نزدې ده.

--------

ورځپاڼې له نیواکی فلسطینه د رارسېدلی خبر له مخې ولیکل، په دغه سیمه کښې فلسطینی ځوانانو د صهیونېسټو فوځپانو په لور د کاڼو په ویشتو سره درې غاصب صهیونېسټی فوځیان سخت ژوبل کړل چې وروسته روغتون ته منقل کړې شول.

--------

د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې د امریکې د بهرنیو چارو د وزرات له قوله ولیکل، د امریکې حکومت په ټول یورپ کښې د داعش او نورو ترهه ګرو ډلو د ترهه ګرو حملو په اړه خبردارے ورکړ.

---------

ورځپاڼې ولیکل له هند سره د پاکستان په کنټرول لائن کښې د هندی ځواکونو په ډزو سره د یوې ښځې په شمول څلور تنه ووژل شول چې د پاکستانی ځواکونو په ځوابی حمله کښې د هند شپږ فوځیان ووژل شول.

--------

ورځپاڼې ولیکل، د پاکستان د فوځ د ستر قوماندان جنرل راحیل شریف د ملازمت د وخت په ختمېدو سره به د فوځ مشری د نومبر په نهویشتمه نېټه نوی قوماندان ته وسپارلې شی.

---------

ورځپاڼې ولیکل په چین کښې د ټرېفک په پېښه کښې اولس تنه ووژل شول.

---------

ورځپاڼې ولیکل، د دغه هېواد وزیراعظم نواز شریف د پاکستان د تر ټولو لوے دفاعی نندارتون پرانېسته وکړه.

-----

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل ډېر مطالب او تبصرې د کابل ښار په لویدیځ کې د باقرالعلوم پر جومات پرونۍ انتحاری حملې او په دې اړه غبرګونونو ته ځانګړی کړی دی.

سرنوشت ورځپاڼې په خپل لومړی مخ کې په یوه مطلب کې لیکلی چې افغان چارواکو او سیاسی مشرانو پر باقرالعلوم جومات او مدرسې پرونۍ انتحاری حمله په سختو ټکو غندلې ده.

په مطلب کې راغلی چې ولسمشر غنی، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله،نورو دولتی چارواکو او پخوانی ولسمشر حامد کرزی دا حمله بشری جنایت او د خلکو او اسلام د دښمنانو نه بخښونکی عمل بللی دی.

------------

سرخط ورځپاڼې هم په دې اړه یو مطلب خپور کړی او لیکلی یې دی چې په تکیهخانو او جوماتونو کې قتل عام د یوې خطرناکې جګړې نښې څرګندوی.

په مطلب کې راغلی، اوس که موږ سرنه خلاصوو چې څه را روان دی نو ځان تېر باسو او یاهم ښایی چې موږ د مرګ په لوبه کې خوښ یو.

دې ورځپاڼې دا حمله سخته غندلې او دا یې یو وحشیانه عمل ګڼلی دی.

------

هېواد دولتی ورځپاڼې پر باقرالعلوم جومات انتحاری حمله له اسلام او افغانستان سره دښمنی او د نفاق اچولو هڅه بللې ده.

دې ورځپاڼې پوښتنه کړې چې دا څوک دی چې پر جوماتونو او عامه ځایونو تروریستی حملې کوی؟

 

لیکونکی ویلی چې دا ډول حملې د دې لپاره دی چې په افغانستان کې یو ځل بیا کورنیو جګړو ته لمن ووهل شی.

----------

اطلاعات روز ورځپاڼې په خپل لومړی مخ کې په غټو ټکو لیکلی چې د باقرالعلوم پر جومات په پرونۍ انتحاری حمله کې ۳۲ تنه وژل شوی او ۸۵ تنه ټپیان دی.

--------

ویسا ورځپاڼې لیکلی دی چې روسیه او د سیمې نور هېوادونه داعش یو لوی ګواښ او اندیښنه بولی خو دا عجیبه ده چې د افغانستان دفاع وزارت لا هم داعش د دې هېواد لپاره ګواښ نه بولی.

-------

یو شمېر لویدیځو رسنیو په کابل کې د شیعه‌ مسلمانانو په یو جومات کې د برید په اړه چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده، تبصرې کړی دی.

لاس انجلس ټایمز د یوه راپور په خپرولو سره لیکلی چې برید په کابل کې د یوې دوه پوړیزې ودانۍ په لومړی پوړ کې شوې چې هلته شیعه مسلمانان د اربعین مراسمو لپاره راټول شوی وو.

اربعین د اسلام د ستر پیغمبر ص  د لمسی امام حسین ع د تلین په مناسبت ځانګړی مذهبی مراسم دی چې شیعه مسلمانان یې لمانځی.

لاس انجلس ټایمز په دې راپور کې د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبی اسیا د برخې د مشری چمپا پاتیل هغه څرګندونې راخیستل شوی چې وایی، په کابل کې د شیعه ؤ پر جومات دغه برید پر ملکی وګړو یو وحشتناک او قصدی عمل دی. مېرمن پاتیل له افغان چارواکو غوښتی چې ژر تر ژره د دې پېښې په اړه پلټنې وکړی او عاملین یې محاکمه کړی.

چمپا پاتیل زیاتوی دا د افغان حکومت دنده ده چې د شیعه مسلمانانو د خوندیتوب لپاره مؤثره اقدامات وکړی او د دغه اقلیت په وړاندې د پخوانیو ناسمو چلندونو د عاملینو لپاره مصؤنیت ختم کړی.

-----------

نیویارک ټایمز هم د همدې برید په اړه د یوه راپور هغه جزئیات راخیستی چې وایې په افغانستان کې د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ په دوران کښې د شیعه ټولنې په مذهبی مراسمو مهال بندیز لګېدلی ؤ، خو د ورځپاڼې په خبره وروسته له هغه چې په ۲۰۰۱ کال کې طالبان له واکه لېرې کړای شول، شیعه‌ مسلمانانو تر ډېره د خپلو مذهبی مراسمو ترسره کولو لپاره ازادی ترلاسه کړه.

--------

ګارډین ورځپاڼې لیکلی دا په تېرو څو میاشتو کې په کابل کې د شیعه مسلمانانو په وړاندی درېم لوی برید وو. د ورځپاڼې د لیکنې له مخې په اکتوبر میاشت کې هم په کابل کې یو وسله‌وال کس پر یو بل جومات داسې مهال برید وکړ چې شیعه په کې د عاشورا د مراسمو د لمانځلو لپاره راټول شوې وو.

د ګارډین په لیکنه په داسې حال کې چې په افغانستان کې په هغه سطح فرقه یې شخړې نه وې چې د سیمی نور هېوادونه پرې اخته وو، خو په دغه هېواد کې د داعش ډلې د وروستیو بریدونو سره هم مهال د شیعه په وړاندې هم تروریستی بریدونه ترسره شوی دی.ګارډین د دوشنبې ورځې پېښه کې د یوه ټپی شوی کس په حواله لیکلی چې وایی په قربانیانو کې ښایې ډېر ماشومان هم وی.

--------