ورځپاڼو ته کتنه ۶-۹-۹۵
https://parstoday.ir/ps/news/world-i33238-ورځپاڼو_ته_کتنه_۶_۹_۹۵
ګرانو او قدرمنو دوستانو دا دے نن یو ځل بیا له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو او غواړوو چې د ایران او نړۍ د ورځپاڼوځینې خاص خبرونو ته یوه لنډه کتنه وکړوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 26, 2016 09:48 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۶-۹-۹۵

ګرانو او قدرمنو دوستانو دا دے نن یو ځل بیا له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو او غواړوو چې د ایران او نړۍ د ورځپاڼوځینې خاص خبرونو ته یوه لنډه کتنه وکړوو.

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې د تهران د جمعې د خطیب حجت الاسلام و المسلمین کاظم صدیقی له قوله ولیکل، د اربعین عظیم الشان لاریون د اسلام او مسلمانانو دښمنانو ته یو خبردارےؤ.

 هغۀ زیاته کړه د اربعین ستر لاریون هم هغه ډول چې د خداے د جمال تجلی وه د امریکې انتخبات د خداے یو قهر ؤ او د دغو انتخاباتو د نامزدو په اعتراف امریکې په عراق کښې د جنګ لپاره په میلیارډونو ډالر خرچ کړل خو فضاء د اسلامی انقلاب لپاره برابره شوه.

---------

ورځپاڼې د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې ولیکل، جاپان ته د ایران د انرجۍد وزیر حمید چیت چیان د سفر په دوران کښې د انرجۍ له نړیوال منشور سره د ایران د الحاق د سند په لاسلیکېدو سره د ایران اسلامی جمهوریت په رسمی توګه د انرجۍ په نړیوال منشور کښې د غړیو هېوادونو په ټول کښې شامل شو.

---------

د ورځپاڼې په قول د ایران د اسلامی جمهوریت دسمندری ځواک قوماندان امیرالبحر حبیب‌الله سیاری وویل، هیڅ یو قوت ته به د تیری د فکر کولو اجازه ورنکړوو.

--------

اطلاعات ورځپاڼې د یمنی سرچینو له قوله ولیکل د دغه هېواد فوځ د یمن په بې ګناه خلقو باندې د سعودی د وحشیانه حملو په ځواب کښې په «جیزان» او «نجران» د سعودی په سنګرونو باندې د توپونو په حملې سره د سعودی یو شمېر تیری ګر ځواکونه هلاک یا ژوبل کړل.

-------

ورځپاڼې ولیکل د افغانستان په قندهار کښې د افغان پولیسوپه خپلو مېنځو کښې د ډزو په نتیجه کښې څلور ته پولیس ځواکونه مړۀ او دوه نور ژوبل شول.

------

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې د مصر ولسمشر السیسی وویل مونږ د سعودی پېروکار او مطیع نه یوو.

---

د پاکستان د هوائی ځواک مشر سهېل امان هند ته د دواړو هېوادونو ترمېنځ د یو هر اړخیز جنګ خبردارے ورکړ.

--------

ورځپاڼې له نیواکی زمکو څخه د رارسېدلو رپوټونو له قوله ولیکل، په حیفا ښار کښې د اور لګېدو له کبله په زرګونو اسرائیلی ځواکونه په تښتېدو مجبور شول.

---------

ورځپاڼې د لبنانی سرچینو له قوله ولیکل د دغه هېواد فوځ په عرسال سیمه کښې د داعش تکفیری ډلې امنیتی قوماندان احمد محمد امون چې یریص لقب یې لرۀ ونیوۀ.

--------

ورځپاڼې ولیکل، د عراق په حله کښې د خداے د ګران رسول (ص) د پاک نمسی حضرت امام حسېن (ع) د شهادت د څلوېښتۍ د زائرینو د تګ په لاره کښې د څلوېښتو ایرانیانو په شمول اتیا زائرین شهیدان او ګڼ شمېر نور ژوبل شول.

------

د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې ولیکل، اسرائیل د اور په لمبو کښې راګېر شوےدے، حیفه ښار خالی شو او تل ابیب د خالی کېدو په حال کښې دے.

---------

ورځپاڼې د سوریې د رسنیو له قوله ولیکل د دغه هېواد جنګی الوتکو په خپل هېواد کښې د ترکیې په فوځی سنګرونو باندې په بمبارۍ سره د ترکیې یو شمېر تیری ګر ځواکونه مړۀ او ژوبل کړل.

-----

ورځپاڼې د تهران د جمعې د نماځه دخطیب حجت‌الاسلام کاظم صدیقی  له قوله ولیکل، د امریکې د انتخاباتو په نتیجه کښې په دغه هېواد کښې لېبرال ډېموکرېسی د هډوکو د ماتېدو غږ تر غوږو کیږی.

-------

د تهران چاپ جام جم ورځپاڼې ولیکل، د کیوبا د انقلاب مشر فیډل کاسترو په نوی کلنۍ کښې له دنیا سترګې پټې کړې.

-------

ورځپاڼې ولیکل، شپږ اشاریه اوۀ ریشټری زلزلې د چین سین کیانګ ولړزۀ.

--------

د پاکستان دنیا ورځپاڼې د دغه هېواد د وزیراعظم نواز شریف له قوله ولیکل، د سی پېک منصوبې له کبله به د سیمې ټولو هېوادونو ته فائده ورسی.

-----

ورځپاڼې د پاکستان د امنیتی سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد د مهمندو اېجنسۍ په غلنۍ سیمه کښې په یو جومات باندې چې پکې ګڼ شمېر امنیتی ځواکونه هم موجود وو د ځان وژونکو د حملې په ناکامه کولو څلور ځان وژونکی ترهه ګرو هلاک کړې شول.

------

ورځپاڼې ولیکل، د پاکستان د فوځ مشر جنرل راحیل شریف د دغه هېواد له ولسمشر ممنون حسېن سره په الوداعی کتنه کښې تاکید وکړ چې د ترهه ګرو په خلاف په تېره بیا په کراچۍ کښې عملیات دوام ومومی.

------

ورځپاڼې د پاکستان د تحریک انصاف د مشر عمران خان له قوله ولیکل، د دغه هېواد واکمنان د کشمیر د مسئلې په اړه مخلص نه دی.

-------

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل ډېر مطالب او تبصرې دانتخاباتی اصلاحاتو او په نویو دندو د انتخاباتی کمېسیونونو د پخوانیو کمېشنرانو د ګمارلو په اړه لیکلی دی.

سرنوشت ورځپاڼې ولیکل، د ملی وحدت حکومت مشرانو د انتخاباتی کمېسیونونو پخوانی کمېشنران لېرې او پرځای یې نوی غړی وټاکل او دې کارته یې د انتخاباتی اصلاحاتو نوم ورکړ.

د لیکونکی په خبره د افغانستان انتخاباتی نظام پراخو اصلاحاتو ته اړتیا لری او د دې کار لپاره په انتخاباتی قوانینو کې له بدلون څخه نیولې د رایې تر کارتونو، برښنایی تذکرو، تخنیکی اسانتیاوو او نه مداخلې پورې باید په پام کې ونیول شی.

-----

مدنیت ورځپاڼې هم ویلی که څه هم ولسمشر غنی په خپله د انتخاباتی کمېسیونو له کاندیدو غړو سره مرکې وکړې خو لاهم د دوی ټاکنه د مسلکی پوهې له مخې نه بلکې سیاسی ده.

دې ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې هم د فیفا یا د عادلانه انتخاباتو د موسسې په حواله لیکلی چې د انتخاباتی کمېسیونونو د کمېشنرانو په ټاکنه کې تجربه او مسلکی پوهه په پام کې نه ده نیول شوې بلکې سیاسی مسایلو ته پام شوی.

-----

انیس دولتی ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلی چې افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د انتخاباتی کمېسیونونو له پخوانیو غړو سره لیدلی دی.

په مطلب کې راغلی،ښاغلی غنی هغوی ته ډاډ ورکړی چی د امنیت په ټینګښت کې به یی هرو مرو اقدام کېږی.

-----

ملی ارمان ورځپاڼې د انتخاباتی کمېسیونو پخوانیو غړیو ته د نویو دندو د ورسپارلو مسئلې ته په اشارې ویلی چی حکومت دې ځان نه رسوا کوی.

لیکوال ویلی چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پخوانیو کمېشنرانو د جمهوری ریاست تیر انتخابات سم مدیرت نه کړل او د خلکو پر رایو یې لوبې وکړې.

د لیکوال په خبره همدې موضوع ته په پام باید دوی ته په حکومت کې دندې ونه سپارل شی.

------

کاناډایۍ ورځپاڼې ګلوب ایند مېل په خپله ګڼه کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د هغو چاودنو په اړه لیکنه خپره کړې چې د جمعې په ورځ یې په نتیجه کې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل شول او ٢٧ تنه نور ټپیان شول.

دا چاودنې په داسې حال کې کېږی چې په وروستیو کې په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو تر څنګ د داعش ډلې فعالیت او تحرکات زیات شوی دی.

ګلوب ایند مېل ورځپاڼې د ننګرهار د والی ویاند عطا الله خوکیاڼی په حواله لیکلی چې دغه چاودنې د جلال اباد په بېلابېلو سیمو کې شوی دی.