ورځپاڼو ته کتنه ۹-۹-۹۵
https://parstoday.ir/ps/news/world-i33550-ورځپاڼو_ته_کتنه_۹_۹_۹۵
ګرانو او قدرمنو دوستانو دا دے نن یو ځل بیا له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو او غواړوو چې د ایران او نړۍ د ورځپاڼوځینې خاص خبرونو ته یوه لنډه کتنه وکړوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 29, 2016 08:56 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۹-۹-۹۵

ګرانو او قدرمنو دوستانو دا دے نن یو ځل بیا له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو او غواړوو چې د ایران او نړۍ د ورځپاڼوځینې خاص خبرونو ته یوه لنډه کتنه وکړوو.

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې ولیکل د ایران داسلامی انقلاب معظم رهر حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  د ایران داسلامی جمهوریت د فوځ  دسمندری ځواک دکلیزې په مناسبت  د دغه ځواک  له قوماندانانو اومسئولانو سره په کتنه کې وفرمایل: د سمندری ځواک توانمنی پکار دی د اسلامی نظام د شان مطابق وی. دوی  جامعې ایټمی موافقې  او د ایران په ضد د بندیزونو د تمیدیدو او  د دې ادعا په باب  د امریکا د کانګرس  پلان  ته په اشارې سره  چې   دا بندیزونه  نه دی ، بلکې تمدیدیدنه ده ، وویل ؛دبندیزونو پیلیدل یا    یې د وخت له ختمیدو وروسته  بیا تمدیدیدل هیڅ توپیر نه لری ،  او دا  دویم یعنی تمدیدیدل بندیز   او  د مقابل  لوری له خوا  د مخکینیو ژمنو خلاف ورزی ده .

-------

ورځپاڼې د ایران د اېټمی انرجۍد ادارې د مشر ډاکټر علی اکبر صالحی له قوله ولیکل، د برجام د خلاف ورزۍ اصلی بائیلونکے مقابل طرف دے.

------

ورځپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د سمندری ځواک د مشر امیرالبحر حبیبت ا... سیاری په حوالې سره ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت د سمندری ځواک د ولایت نومې سمندری فوځی مشقونه به د راتلونکې سلواغې په میاشت کښې د هند د بحیرې په شمال کښې جوړیږی>

------

اطلاعات ورځپاڼې د یمنی سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد د الحدیده صوبې په ځینو سیمو باندې د سعودی په وحشیانه حملو کښې شپاړس ښځې او ماشومان ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شول.

---------

ورځپاڼې د عراقی سرچینو له قوله ولیکل په موصل باندې د دغه هېواد په هوائی حملو کښې شپږ اتیا تکفیری داعشیان هلاک او یو شمېر نور زخمیان شول.

--------

ورځپاڼې د پاکستانی رسنیو په حوالې سره ولیکل، د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف د پاکستان د فوځ نوے مشر قوماندان جنرل باجوه له هند سره مبارزې ته راوبلۀ.

---------

ورځپاڼې ولیکل، د لېبیا د فوځ  قوماندان له روسیې څخه د فوځی مرستو د غوښتلو لپاره ماسکو ته لاړ.

-------

ورځپاڼې د فلسطینی سرچینو له قوله ولیکل، د فلسطین د حماس د سیاسی دفتر مشر خالد مشعل وویل، انتفاضا د مسجدالاقصی د تقسیمولو مخنیوے وکړ.

---------

ورځپاڼې ولیکل، د موصل په ختیځ محور کښې د ترهه ګرو په خلاف عراقی ځواکونه د پرمختګ په حال کښې دی.

----------

د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت له مختلفو سیمو څخه یو زر دوه سوه سنیان د حضرت امام رضاء (ع) د شهادت د کلیزې په درشل کښې د هغه حضرت د زیارت لپاره پیاده مشهد مقدس ښار ته لاړل.

--------

ورځپاڼې د سوریې د فوځی سرچینو له قوله ولیکل، ترکیه له سوریې سره د جنګ په حال کښې ده.

------

د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې ولیکل، د صهیونېسټ رژیم ستر خاخام د دغه رژیم له لس ټیلی ویژنی چېنل سره په مرکه کښې وویل، د لبنان د حزب ا... له مشر سید حسن نصرا... سره ؤ چې ویلی یې وو چې اسرائیل د عنکبوت یعنې جولاګی له ځالې نه زیات سست دے.

هغۀ د صهیونېسټ رژیم په ځینو سیمو کښې اور لګېدنې ته په اشارې سره وویل چې اسرائیلی رژیم تر اوسه د دغه اور په کنټرول کښې ناکامه پاتې دے نو که سبا جنګ ونښتو نو اطمینان نه لرم چې څه کامیابی به ترلاسه کړی. هغه زیاته کړه په دوه زرم او دوه زره شپږم کلونو کښې د لبنان له حزب ا... سره په جنګونو کښې د ماتې په وجه مونږ د دنیا د خندا او مسخرو سبب وګرځېدوو او اوس نتانیا هو مونږ  له بل هر وخت نه زیات د دنیا د ټوقو مسخرو سبب ګرځولی یوو.

--------

د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې ولیکل، د دغه هېواد وزیراعظم نواز شریف د پاکستان د فوځ نوی ستر قوماندان جنرل قمر جاوېد باجوه ته د قوځ مشری وسپارله.

------

د پاکستان پخوانی مشر جنرل راحیل شریف په خپله وروستۍ وېنا کښې وویل، د ترهه ګرۍ په خلاف په ضرب عضب عملیاتو کښې مو یو بې مثاله معیار قائم کړ.

--------

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ترکمنستان – اقینې د رېل پټلۍ د پرانېستې په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړی دی.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلی، د رېل پټلۍله لارې د افغانستان او ترکمنستان نښلېدل د لاجوردو پروژې مهمه برخه ده.

په مطلب کې راغلی د لاجوردو تاریخی لار د ورېښمو د لرغونې لارې هغه پخوانی مسیر و چې افغانستان یې د منځنۍ اسیا له لارې له اروپا سره نښلولې و.

په مطلب کې راغلی که څه هم د دې پروژې مهم شریکان افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان او جورجیا یا ګرجستان دی، خو ترکیه هم لېوالتیا لری چې په دې پروژو کې ورګډه شی.

د مطلب لیکوال لیکلی دغه لاره به له یوې خوا د ورېښمو د لرغونې لارې پخوانی ټرانزیټی مسیر یو ځل بیا را ژوندی کړی او له بله پلوه به افغانستان د اروپا، منځنی ختیځ او سویلی اسیا تر منځ د ارتباط د یوې مهمې کړۍ حیثیت پیدا کړی چې د ټرانزیټ له درکه به هرکال په میلیونونه ډالر عواید د افغانستان په برخه شی.

------

هېواد دولتی ورځپاڼې بیا په دې اړه لیکلی د ترکمنستان- اقینې د رېل پټلۍ په پرانېستلو سره، د افغانستان سوداګری به نه یوازې له سیمې او نړۍ سره پراختیا ومومی، بلکې د سیمې هېوادونه لکه ایران، چین او هندوستان به هم د سیمې په تېره بیا د منځنۍ اسیا او اروپا له هېوادونو سره وصل شی.

-----

خو ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا لیکلی، د اقینې ریل کرښه مبارک! خو د ولس اصلی ستونزه مه هېروئ! په لیکنه کې راغلی، د اقینې د ریل کرښې پرانېستل افغان ولس ته لوی خبر دی، دا چې زموږ د ملی شورا غړی پرې لاسونه پړکوی چې د پاکستان له احتیاجه به خلاص شو، تر یو حده سمه ده، خو تر څو په خپلو وسایلو بسیا نهشو، تر څو زموږ صادرات او خپل تولیدات تر وارداتو او بهرنیو توکو زیات نهشی، د نورو به محتاج یوو.

په لیکنه کې وړاندې راغلی، د اقینې د ریل کرښې پرانېستل لوی خبر دی، خو زموږ د ولس ستونزې او ناخوالې دومره زیاتې دی چې د اقینې رېل کرښه په هېڅ صورت هم ورته داسې زېرۍ نه دی لکه چارواکی یې چې پر مخ ورموښی.

 

د سرمقاله لیکوال وړاندې لیکلی، زموږ د ولس لپاره لومړیتوب دا دی چې له بدمرغې جګړې څخه وژغول شی.

---------

ځینو نورو  بهرنیو مطبوعاتو هم په دې اړه لیکنې خپرې کړی دی.

باسټن ګلوب ورځپاڼې د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشرانو له لوری د دوو هېوادونو ترمنځ د رېلګاډی د پټلۍ د پرانېستل کېدو په لیکنه کې لولو: په دې لاره به د لومړی ځل لپاره له ترکمنستانه په رېلګاډی کې افغانستان ته اوړه، غنم، کیمیایی سره او یوه اندازه تعمیراتی مواد یووړل شی.

--------

د بریتانیا (رېلوې ګزټ) خپرونې هم په همدې موضوع لیکنه خپره کړې ده.

دې خپرونې لیکلی چې د دې  رېللار د بشپړېدو په صورت کې نه یوازې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګری اړیکو له ډېرېدو سره مرسته کوی بلکې افغانستان او د سیمې نور هېوادونه د کسپین سمندرګی له لارې د قفقاز او اروپا له هېوادونو سره نښلوی.

له دې پروژې جلا ترکمنستان د افغانستان پولی ته نېږدې د امام نظر په ګمرک کې د تېلو یوه لویه زېرمه یا ترمینل جوړ کړی څو افغانستان ته په اسانه تېل صادر کړی.

په دې ترمینل کې د کال ۵ لکه ۴۰ زره ټڼه تېل زېرمه کېدای شی.

د ترکمنستان او د افغانستان د اقینې ترمنځ د اورګاډی پټلۍ له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته دوهمه رېللار ده.

تر دې وړاندې له ازبکستانه تر مزاشریف ښاره رېللار جوړه شوې او همدا راز له ایرانه د هرات تر هوایی ډګره پورې پر بلې رېللارې کار روان دی.

پاکستان هم ډېر کلونه پخوا ویلی و چې له چمنه سپینبولدک او له تورخمه تر جلالاباد ښاره د اورګاډی پټلۍ جوړوی.

--------

د بلغاریا چاپ صوفیه ګلوب ورځپاڼې له دغه اروپایی هېواده په خپله خوښه د ۵۰ تنو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنېدو خبر خپور کړی دی.

خو ورځپاڼې دا کسان نه پناه غوښتونکی او نه مهاجر بللې بلکې هغوی یې د افغانستان ۵۰ غیر قانونی اتباع بللی او لیکلی یې دی چې د ۲۰۰ نورو افغانانو د اسنادو د څېړلو بهیر هم روان دی.

--------