ورځپاڼو ته کتنه ۱۴-۹-۹۵
ګرانو او قدرمنو دوستانو دا دے نن یو ځل بیا له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو او غواړوو چې د ایران او نړۍ د ورځپاڼوځینې خاص خبرونو ته یوه لنډه کتنه وکړوو.
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼ کښې ولیکل، د اسلامی ایران ولسمشر ډاکټر حسن روحانی د روسیې د ولسمشر له خاس استازی «لاورنتیف» سره کتنه کښې وویل، اجازه به ورنکړوو چې څوک برجام کمزورے کړی.
-----
ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د هند په پائېتخت نوی ډیلی کښې د دې په بیانولو سره چې د بائیکاټونو تمدیدول په نړیواله سویه په امریکه باندې د بې اعتمادۍ سبب کیږی څرګنده کړه، دغه بائیکاټونه به په دریمګړیو هېوادونو باندې هیڅ تاثیر ونکړی.
------
ورځپاڼې په یو بل خبر کښې ولیکل، په نړیوالو چارو کښې د معظم رهبر سلاکار ډاکټر علی اکبر ولایتی تهران ته د روسیې د ولسمشر د خاص استازی سفر ته په اشارې سره وویل، هغۀ د روسیې د ولسمشر ډېر مهم پېغام راوړے دے.
------
ورځپاڼې د چینی سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد حکومت د تائیوان له مشر سره د ټرامپ د ټیلفونی رابطې په اړه امریکې سخت خبردارے ورکړےدے.
--------
ورځپاڼې د سعودی عربستان د رسنیو له قوله ولیکل، د دغه هېواد د کار وزیر په سعودی کښې د سخت اقتصادی بحران په وجه څنګته کړې شو.
------
ورځپاڼې د عراق د سرچینوله قوله ولیکل، د دغه هېواد د موصل په قادسیه کښې د ترهه ګرې حملې له قبله څلوریشت کسان ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شول.
---------
اطلاعات ورځپاڼې ولیکل، روسیې خبردارے ورکړ چې یمن د سعودی د وحشیانه حملو او محاصرې په وجه له سختې انسانی غمیزې سره مخامخ دے.
----
ورځپاڼې د ترکیې د سرچینو له قوله ولیکل د دغه هېواد څلور دېرش فوځیان د عراق په پوله کښې د پی کے کے په ترهه ګره حمله کښې ووژل شول.
--------
ورځپاڼې ولیکل، په نیواکی فلسطین کښې د صهیونېسټ مېشته ښارګیود جوړولو په خلاف د نړیوال پرېکړلیک مسوده د امنیت شورا ته وړاندې کړې شوه.
-------
د تهران چاپ رسالت ورځپاڼې د سوریې د سرچینو له قوله ولیکل، د حلب د ختیځ ستره برخه د ترهه ګرو له کنټروله بهر او د سوریې د فوځ په کنټرول کښې راغلې ده.
--------
ورځپاڼې ولیکل، د شمالی کوریا مشر جنوبی کوریا په سختې مرګونې حملې وګواښله.
----
ورځپاڼې د نیویارک ټائمز له قوله ولیکل، د مصر ولسمشر السیسی د سوریې په وړاندې خپل سیاست بدل کړے دے.
----------
ورځپاڼې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر لاوروف له قوله ولیکل، د سوریې د سولې خبرې اترې پکار دی بې له څه مخکې شرطه وی.
-------
د تهران القدس آنلائن ورځپاڼې ولیکل، د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په هند کښې په یوه وېنا کښې وویل، ډېر زر به په تهران کښې د هند بېنکی څانګه پرانېستې شی.
---------
ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ د کلتوری شورا مشر په دې باندې په تاکید سره چې د امریکې لخوا د ایران د بائیکاټونو تمدید د برجام خلاف ورزی ده وویل، حکومت او په برجام باندې څارونکې کمېټی پکار دی د دغه اقدام په مقابل کښې غبرګون وښئی.
-------
د پاکستان دنیا ورځپاڼې په خپله نننۍ انترنېټی پاڼه کښې ولیکل، د هند په امرتسر ښار کښې د افغانستان په باره کښې د اېشیا زړۀ نومې نړیوال کانفرنس شروع شو.
------
ورځپاڼې ولیکل د پاکستان د عوامی تحریک مشر ډاکټر طاهر القادری له کېنېډا نه کراچۍ ته په رارسېدو د خبریالانو په ټول کښې وویل، د قطر د شهزاده لیک د نواز شریف له اقتصادی فساد نه پرده اوچته کړې ده. هغۀ زیاته کړه چې پاکستان د بادشاهت نظام لوری ته روان دے.
---------
ورځپاڼې د پاکستان د اېم کیو اېم د مشر فاروق ستار له قوله ولیکل، د پاکستان مسکین او مظلوم خلق به د وډېره ګانو او سرمایه دارو له پنجو وژغوری.
-------
کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ تر ډېره هند کې د افغانستان په اړه د اېشیا زړه شپږم کنفرانس په اړه لیکنې او تبصرې کړی دی.
سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې لیکلی په هند کې د اېشیا زړه هېوادونو کنفرانس کې پر نورو موضوعاتو سربېره، افغانستان او هند به د سیمې په کچه له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د سټراټیژۍ طرحه وړاندې کړی.
وړاندې راغلی که دغه طرحه تصویب شی، نو په سیمه کې به د ترورېزم د ملاتړ او عامل هېوادونو پر وړاندې ګډ دریځ رامنځته شی.
-----
هېواد دولتی ورځپاڼې یادونه کړې ده که د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو هېوادونو د ځپلو، رسوا کولو او بربنډولو په اړه د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس پریکړو ته د عمل جامه واغوندی، نو مثبتې پایلې به ولری.
د لیکوال په باور د افغانستان او هند په ګډون د سیمې هېوادونو پر ضد به د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو تېری کوونکو، پاروونکو او لمسوونکو عملونو ته د پای ټکی کېږدی.
-------
اصلاح ورځپاڼې وړاندیز کړے دے چې د سیمې هېوادونه که په نورو موضوعاتو د نظر توپیر لری، باید د ترورېزم پر ضد مبارزه کې یو ګډ توافق ته سره ورسېږی.
د لیکوال په باور ځکه ترورېزم د سیمې او ان د ګردې نړۍ امنیت ته جدی ګواښ پېښ کړی.
اصلاح د اېشیا د زړه هېوادونو کنفرانس له ګډونوالو غوښتنه کوی چې د ترورېزم پر ضد د مبارزې سټراټیژۍ دې تصویب کړی.
--------
په دولتی ورځپاڼې انیس کې راغلی له یاد کنفرانسه د افغانانو تمه دا هم ده چې د افغانستان امنیت او ثبات ترڅنګ د سولې له پروسې سره هر اړخېزه همکاری وکړی.
------
هندو ورځپاڼې لیکلی: ولسمشرغنی او صدراعظم مودی به په ګډه د اسیا د زړه کنفرانس پرانېزی چې په کې د نېږدې ۴۰ هېوادونو او د اروپایی ټولنې په څېر د نړیوالو سازمانونو وزیران او لوړ پوړی استازی برخه لری. دا هندی ورځپاڼه زیاتوی، بهرنۍ پالیسۍ کې د پاکستان صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز به د یکشنبې په ورځ د وزیرانو په کچه دې غونډې کې د ګډون لپاره امرتسر ته ورشی او په همدې ورځ به بېرته پاکستان ته ستون شی.
هندو ورځپاڼه زیاتوی، په دې کنفرانس کې د هند د مالیې وزیر ارون جیټلی د هندوستان استازیتوب کوی.
----------
یو اینډین ایکسپرېس خپرونې هم په امرتسر کې د اسیا د زړه د کنفرانس په اړه لیکنه کړې او ویلی یې دی، د چین، روسیې، ایران، متحده عربی اماراتو، امریکا، کاناډا، او فرانسې په شمول د نړۍ د ۴۰ هېوادونو وزیران او لوړ پوړی استازی د افغانستان په اړه د اسیا زړه په نوم دې کنفرانس کې ګډون لری.
--------
انټرنېشنل بېزنېس ټایمز خپرونې د طالبانو لهخوا میدان وردګو کې د یو افغان محصل د اعدام په اړه لیکلی:
فیض الرحمن رحمانی په یوه داسې سیمه کې اعدام شوی دی چې د کابله یوازې ۳۷ میله لرې پرته ده.
خپرونه وایی، دا محصل په چک ولسوالۍکې د خپلې کورنۍ لیدلو ته روان و چې په لاره کې د طالبانو لهخوا نیول شوی او وروسته په عامه محضر کې په دار ځړول شوی دی.
خپرونه د میدان وردګو د والی د ویاند عبدالرحمن منګل له خولې وایی، دې محصل غوښتل چې رخصتی له کورنۍ سره تېره کړی، خو د پنجشنبې په ورځ د سیمه ییزو طالبانو لهخوا ونیول شو او اعدام یې کړ.
خپرونه د والی له خولې وایی، موږ هڅه وکړه چې له دې محصل سره مرسته وکړو خو طالبانو نوموړی ډېر ژر اعدام کړی.
خپرونې د دې اعدام هغه تصویرونو ته اشاره کوی چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوی دی او زیاتوی، دا اعدام یوازینی پېښه نهده، بلکې وسلهوال طالبان ډېر کله په لویو لارو کې ولسی خلک له موټرو ښکته کوی او پخوا یې هم په بېلابېلو نومونو عام خلک وژلی دی.
د سرنوشت د لیکوال په اند دا طرح په اصولو کې ډېره ښه ده، خو عمل کې به له ستونزو خالی نه وی، ځکه یو شمېر هېوادونه په ښکاره له دې پروسې څنګ ته کېږی او یا یې پر وړاندې خنډونه جوړوی.
---------