ورځپاڼو ته کتنه ۲۰-۹-۹۵
https://parstoday.ir/ps/news/world-i34732-ورځپاڼو_ته_کتنه_۲۰_۹_۹۵
ګرانو او قدرمنو دوستانو دا دے نن یو ځل بیا له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو او غواړوو چې د ایران او نړۍ د ورځپاڼوځینې خاص خبرونو ته یوه لنډه کتنه وکړوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 10, 2016 09:18 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲۰-۹-۹۵

ګرانو او قدرمنو دوستانو دا دے نن یو ځل بیا له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو او غواړوو چې د ایران او نړۍ د ورځپاڼوځینې خاص خبرونو ته یوه لنډه کتنه وکړوو.

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې ولیکل د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی  خامنه ای د اسلامی ایران په کرج ښار کښې د نمانځه پینځویشتمې سراسری غونډې ته په خپل یو پېغام کښې د نمانځه په قائمولو کښې د ټولو ذمه وارۍ ته په اشارې سره تاکید وکړ: لازمی ده چې مونږ ټول د همت ملا وتړو چې نمونځ په خپل غوره مقام کښې وپېژنوو او نورو ته یې ورپېژنوو او پکار دی خپل ذاتی عمل ته هم د هغۀ په اندازې سره لوړتپا ورکړوو.

---------

ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکتر حسن روحانی د وېنزوېلا له ولسمشر سره په ټیلفونی تماس کښې د بازار د ثبات او د بیو د زیاتولو لپاره د اوپېک هېوادونو د سلامشورواو ملګرتیا دوام ضروری وبلۀ او د تهران او کاراکاس د ملګرتیا  له زیاتېدو څخه یې هرکلے وکړ او امید یې څرګندکړ چې ملګرتیاوې له مخکې نه زیاته پراختیا پېدا کړی.

-------

ورځپاڼې ولیکل، د اسلامی ایران د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر محمد جواد ظریف د جاپان د نړیوالې موسسې ((جے اېل اېل اے)) د غړیو په ټول کښې وویل، مونږ به په نړیواله ټولنه کښې د خپلو دوستانو په ملګرتیا سره کوشش وکړوو چې برجام او د هغۀ اجرا او عملی کېدل دوام پېدا کړی.

هغۀ زیاته کړه، د برجام اجرا او ورباندې عمل کول خپله د امریکې او نړیوالې ټولنې په ګټه ده.

---------

اطلاعات ورځپاڼې ولیکل، د تهران د جمعې موقت امام آیت الله سید احمد خاتمی د جمعې د نمانځۀ په خطبه کشې د امریکې د کانګرېس مصوبې او د ایران د لس کلنو بائیکاټونو تمدیدولو ته په اشارې سره وویل، هیله من یمو چې د امریکې ولسمشر باراک اوباما په د راتلونکې ګل د ورځې په خپله فېصله کښې د دې خبرې خیال وساتی او د صهیونېسټانو په لومه کښې دې ځان ګېر نه کړی. د دغه تمدید لاسلیکول به د هغۀ لپاره همېشنۍ مخ تورېدنه وی.

--------

ورځپاڼې د روسیې د لوے درستیزوالۍ له قوله ولیکل، د سوریې د حلب درې نوی فیصده برخه د ترهه ګرو له قبضې ازاده شوې ده.

--------

ورځپاڼې د یمنی سرچینو له قوله ولیکل، د یمن فوځی او ولسمی ځواکونو د ((علب)) سیمې د پوله ایزې لارې په لور د سعودی د جنګی الوتکو په ملاتړ سره د دغه رژیم د تالی څټو ځواکونو پرمختګ ناکامه کړ چې په نتیجه کښې یې له هغوی څخه په لسګونو تنه هلاک یا ژوبل شول او د سعودی رژیم شپږ فوځی ګاډی هم تباه شول. همدارنګ د یمن فوځی او ولسی ځواکونه کامیاب شول چې د عسیر صوبې د الربوعه ښار په لویدیځ کښې د «السهوه»، «السفینه» و «نشمه» فوځی اډې په خپل کنټرول کښې راولی. په دغو عملیاتو کښې هم په لسګونو سعودی تالی څټی په هلاکت ورسېدل.

----

ورځپانې له بلې خوا د عراقی سرچینو له قوله هم ولیکل چې د دغه هېواد ولسی ځواکونو «حشدالشعبی» د موصل په لویدیځ کښې «تل عبطه» سټراټیجکه سیمه د داعش تکفیری ډلېله قبضې ازاده کړه.

---------

ورځپاڼې ولیکل، د بشری حقوقو څارونکې ادارې وویل، امریکه په یمن کښېد سعودی په جنایتونواو جرائمو کښې شریکه ده.

--------

ورځپاڼې د امریکې د فوځی سرچینو له قوله ولیکل، دغه هېواد افغانستان ته نور دوه زره درې سوه ځواکونه لیږی.

-------

د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې د روسی سرچینو له قوله ولیکل، دغه هېواد له اروپا سره په خپلو پولو کښې اېس څلور سوه توغنده ای سېسټم ولګوۀ.

------

ورځپاڼې د امریکې د کارنېګی نومې فکری مرکز له قوله ولیکل، که د ایران او پینځه جمع یو ډلې ترمېنځ اېټمی معاهده ماتې وخوری نو نړیواله اجماع به د ایران ګوښې کولو ته اقدام ونکړی ځکه چې نړیوال اتحاد به د تېرو کلونو په شان د ایران په خلاف رامنځته نه شی او امریکه به د صهیونېسټ رژیم په ملتیا سره مجبوره شی چې یا برجام ومنی او یا له زوره کار واخلی.

-------

ورځپاڼې د سوریې د رسنیو له قوله ولیکل، د دغه هېواد دحلب په ختیځ کښې یو زر ترهه ګرو وسله په زمکه کېښوده او ځانونه یې د  سوریې ځواکونو ته تسلیم کړل.

------

د پاکستان چاپ دنیا ورځپاڼې د دغه هېواد د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له قوله ولیکل، د محکمې لخوا د پاناما لیکس د کېس هر ورځ غونډې نه کولو مایوسه کړم او اوس مجبور یم چې عوامو ته مراجعه وکړم.

----------

ورځپاڼې د پاکستان د سېند صوبې د ګورنر سعید الزمان صدیقی له قوله ولیکل، په کراچۍکښې د بشپړه امن و امان تر ټینګېدو پورې به په دغه ښار کښې د ترهه ګرو په خلاف عملیات دوام ومومی.

-------

د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې ولیکل، د دغه هېواد د پی آئی شرکت د تباه شوې طیارې د وژل شویوکسانو د پېژندګلیو عملیات جاری دی او د ډی اېن اے ټېسټونو وړومبۍ مرحله سر ته ورسېده.

-----

ورځپاڼې ولیکل د پاکستان او افغانستان د امنیتی ځواکونو ترمېنځ له خبرو اترو وروسته د چمن د دوستۍ دروازه د یوې ورځې له تړل کېدو وروسته بیا خلاصه شوه.

-------

ورځپاڼې ولیکل په کراچۍ کښې په په ډینګی وائرسو باندې ککړ دوه دېرش نور بیماران کشف شول.

-----

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغان حکومت طالب ډلې، سره د سولې او جګړې په اړه بېلابېل مطالب خپاره کړی دی.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپل یوه مطلب کې لیکلی،د شپاړسو کلونو په تېرېدو او د ترهګرۍ په نوم جګړه کې د لسکونه زره بې ګناه افغانانو تر وژل کېدو ورسته، د امریکې ولسمشر اعتراف کوی چې د طالب ډلې له منځه وړو کښې ناکامه شوے دے.

------

په مطب کې وړاندې راغلی، اوباما ویلی مونږ نشو کولې چې طالبان له منځه یوسو خو د القاعدې په ځاله د افغانستان د بدلېدو مخه به ونیسو.

-----

ورځپاڼې زیاته کړه د افغانستان په جګړه کې نه یوازې دا چې د ترهګرو ځالو ته پام ونه شو بلکې په سیمه کې د امریکې د ګټو په اساس نوې ترهګرې ډلې را وټوکېدې.

--------

هېواد دولتی ورځپاڼې بیا طالبانو سره د سولې خبره راخیستې ده، هېواد په خپل یو مطلب کې په پاکستان کې د افغانستان د سفیر حضرت عمر زاخېلوال له خولې لیکلی چې په دې ورستیو کې د سولې په برخه ښه فرصتونه رامنځته شوی دی. زاخېلوال ویلی دی چې ډېر طالبان پوهېدلی چې روانه جګړه افغان وژنه ده او تر شا یې بهرنۍ کړۍ موجودې دی.

په مطلب کې دغه شان راغلی په پاکستان کې د افغانستان سفیر دا هم ویلی چې باید له دغه فرصته افغان حکومت او طالبان ښه استفاده وکړی او تر ټولو مؤثره لاره یې مسقیمې اړیکې دی.

-------

وال سټریت ژورنال ورځپاڼې کابل ته د امریکا د دفاع وزیر اشټون کارټر د سفر په اړه چې مخکې له مخکې نه و اعلان شوی، لیکل شوی، دا د کارټر وروستی رسمی سفر دی ځکه په څو ورځو کې به د دفاع وزارت څوکۍ نوی وزیر جېمزماتیس ته وسپاری.

ورځپاڼې ولیکل د امریکې نوی منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلی چې د افغانستان وضعیت ته به غورکوی خو په دې هېواد کې یې د بیارغونې پروژې غندلې او رد کړې دی.

-------

د نیویارک ټائمز په یوه لیکنه راغلی، د امریکې کانګرس تراوږدو بحثونو وروسته د پنجشنبې په ورځ موافقه وکړه چې هغو افغانو ترجمانانو ته چې په ډېرو خطرناکو شرایطو کې یې په افغانستان کې له امریکایی ځواکونو سره کار او مرسته کړې په امریکا کې پناه ورکول کېږی.

امریکا ته د ترجمانانو د مهاجرت نهه کلن پروګرام د امریکا د کلنۍ پوځی کړنلارې پر اساس تمدید شوی دی.

خو د نیویارک ټایمز په لکینه، د پروګرام له تمدید سره یوازې یونیم زر نوې وېزې ورکول کېږی او دا په افغانستان کې د هغو ۱۳ زرو ترجمانانو لپاره کافی نه دی چې عریضی یې معطلې شوې وې.

------