ورځپاڼو ته کتنه ۲۴-۹-۹۵
https://parstoday.ir/ps/news/world-i35164-ورځپاڼو_ته_کتنه_۲۴_۹_۹۵
ګرانو او قدرمنو دوستانو دا دے نن یو ځل بیا له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو او غواړوو چې د ایران او نړۍ د ورځپاڼوځینې خاص خبرونو ته یوه لنډه کتنه وکړوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 14, 2016 09:18 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲۴-۹-۹۵

ګرانو او قدرمنو دوستانو دا دے نن یو ځل بیا له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو او غواړوو چې د ایران او نړۍ د ورځپاڼوځینې خاص خبرونو ته یوه لنډه کتنه وکړوو.

د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې ولیکل، د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت العظمی خامنه ای په تهران کښې د دغه ښار د هلکانو د مختلقومدرسو د دوه زره زده کووونکی هلکانو د بلوغت د جشن په مراسمو کښې په خپله وېنا کښې: د بلوغت جشن د خداے پاک د لطف او توجه مقام ته د تشرف اوسعادت او خوشبختۍ ته په رسېدوکښې د الهی ماموریت د حاصلولو قابلیت وبلۀ او وې فرمایل: انسان د ژوند په مختلفومراحلو کښې زیاتې پېښې تجربه کوی چې له دغو حوادثو سره په مېړانې سره د مخامخېدنې او دنیوی ویاړاوالهی عزت د ترلاسه کولو لازمه د معنوی بنیاد استحکام او مضبوطیه ده.

-----------

ورځپاڼې ولیکل،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی

 د خداے د ګران رسول (ص) او د هغه حضرت د یو نمسی حضرت امام جعفر صادق (ع) د میلاد د ورځو د رارسېدواو د وحدت د هفتې په موقع د مبارکۍ په ویلو سره د خداے د ګران رسول (ص) اخلاقی سیرت د مسلمانانود انفرادی او اجتماعی تعلقاتولپاره یوه ترټولوغوره نمونه وبلۀ.

هغه همدارنګ د عراقی علمانو او مشرانو د یو پلاوی په کتنه کښې ترهه ګری او د سیمې د ملتونوترمېنځ اختلاف اچونه د دښمنانودوه سترې دسیسې وبللې او د مسلمانانود بېدارۍاو وحدت د ساتنې په ضرورت  باندې په تاکید سره یې څرګنده کړه، په دې کښې شک نشته چې د سیمې مظلوملتونه په تېره بیا د عراق خلق به د خپل وحدت او یووالی په ساتلوسره د دغې مبارزې وروستی بریالی وی.

--------

ورځپاڼې ولیکل،د اسلامی وحدت نړیوال دېرشم کانفرنس د وحدت او له تکفیری ډلوسره د مقابلې  تر عنوان لاندې له سبا څخه د کورنیواو بهرنیو درې سوه شلو نامتوشخصیتونو په ګډون سره په تهران کښې پرانېستل کیږی.

-------

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې یونېسېف نړیوالې ادارې په یو رپوټ کښې په یمن باندې د سعودی ائتلاف حملو او د دغه هېواد د مظلوموخلقومحاصره کولوته په اشارې سره اعلان وکړ په دغه هېواد کښې په اوسطه توګه په هرو لسو دقیقوکښې یو ماشوم د خوراک د نیشتوالی له کبله مری.

--------

جمهوری اسلامی ورځپاڼې ولیکل د عفوې نړیوالې ادارې د بحرېن د شیعه ؤ د مشر شېخ علی سلمان لپاره د نهوکلونو د قېد د حکم په صادرولوکښې د بحرېن د رژیم اقدام  ظالمانه او په دغه هېواد کښې د بیان د ازادۍ اصولوته څرګنده بې پامی وبلله.

--------

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې د سوریې د رسنیو له قوله ولیکل د دغه هېواد حلب سیمه په کامله توګه د ترهه ګرو له قبضې ازاده شوه او اوس  دغې سیمې د پاکولوعملیات دوام لری.

-------

 ورځپاڼې د اسلامی ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف له قوله ولیکل، د برجام په اړه د امریکې د بدقولیو په باره کښې مو د اروپائی اتحادیې د بهرنی سیاست له مشرۍ مېرمن موګرینی سره دوه ځل مکاتبه کړې ده.

-----

ورځپاڼې ولیکل،د صهیونېسټ رژیم یو چارواکی د ترکیې له لارې اروپا ته د نیواکی فلسطین د ګېسود صادراتو لپار د ترکیې او صهیونېسټ رژیم تر مېنځ د موافقې خبر ورکړ.

------

ورځپاڼې د عراقی سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد وزیراعظم حېدرالعبادی وویل، موصل به ډېر زر د ترهه ګرو له پنجو څخه ازاد شی.

------

ورځپاڼې ولیکل، اروپائی اتحادیې د افغان ولسمشر د مرستیال عبدالرشید دوستم د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

-----

اطلاعات ورځپاڼې ولیکل، آنتونیو ګوترش د ملګرو ملتو نوی مشر په توګه سوګند وخوړۀ چې د روانې میاشتې تر آخره پورې د بان کی مون په ځاے د دغې نړیوالې ادارې د مشرۍ پوسټ ترلاسه کړې شی.

--------

د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې په ملګرو ملتو کښې د پاکستانی د دائمی استازې مېرمن ملیحه لودهی له قوله ولیکل، نړیوالو قوتونو ته پکار دی چې خپلو شخصی او ملی ګټو ته بې له پامه په مېنځنی ختیځ او د اېشیا په جنوب کښې د امن و امان د ټینګښت لپاره هلې ځلې وکړی.

-----

ورځپاڼې ولیکل د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د دغه هېواد د قومی اسمبلۍ بائیکاټ ختم کړ او اعلان یې وکړ چې هغه به د نواز حکومت په خلاف خپل تحریکونه په پارلېمان کښې وړاندې کړی.

------

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې د دغه هېواد په پارلېمان کښې د حزب اختلاف مشر او د پیپلز پارټۍ یو مشر خورشید شاه د دغه هېواد د وزیراعظم نواز شریف په خلاف په قومی اسمبلۍ کښې د استحاق تحریک جمع کړ.

-------

جنګ ورځپاڼې د پاکستان د یو وفاقی وزیر سعد رفیق له قوله ولیکل چې تحریک انصاف او پیپلز پارټی د اقتدار لوږې پې حاله کړی دی.

--------

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې له رسنیو سره د احمد ایشچی د وروستیو څرګندونو په اړه یو شمېر مطالب خپاره کړی دی.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه لیکلی، ازبک قومی مشر احمد ایشچی چې دوه اوونۍ وړاندې په جوزجان کې د دوستم له لوری تر وهلو وروسته په ناقانونه توګه زنذانی شوی و، عدلی او قضایی ارګانونو ته د مراجعې او رسنیو ته په مرکو کې ویلی چې په خپله دوستم او د هغه ملیشو پر ده د تیری هڅه کړې او د یوې اوونۍ لپاره یې په شخصی زندان کې بربنډ ساتلی و.

ورځپاڼه لیکی، دا پېښه نه د بخښلو ده او نه د هېرولو او نه هم ولس نور دا وحشت او جنایت زغملی شی، ولسمشر او ملګری دې واوری که دوی ګام وانهخلی، ولس غبرګون ته تیار دے.

ورځپاڼه زیاتوی دغه شان ویل شوی چې دوستم څو کاله دمخه په کابل کې پر خپل یو بل سیال او ترک تباره قومی مشر اکبر بای هم برید وکړ خو د هغې حساب هم ورسره ونه شو.

---------

خو ارمان ملی خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله نننۍ ګڼه کې لیکلی، د دې قضیې څېړل به د هېواد عدلی او قضایی ارګانونو ته اسانه نه وی، همدا خبره وه چې تېره ورځ هېڅ یو حکومتی چارواکی یا ویاند په دې اړه څه ونه ویل او چوپ پاتې شول.

ورځپاڼّ وړاندې لیکی ، کله چې بشری حقونه تر پښو لاندې کېږی که هغه د هر چا او یا هر مقام له لوری وی باید ورته جدی رسیدنه وشی او که عدالت دا شان پلی شی نو د خلکو اعتماد هم په عدلی او قضایی ارګانونو زیاتېږی.

 

خو په آخر کښې لیکی چې ایا دغه بنسټونه د خپلو چارو په ترسره کولو کې لازمه خپلواکی لری که څنګه؟

--------

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په همدې تړاو په خپله یوه لیکنه کې د ولسمشر د لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم د دفتر اعلامیه راخېستې چې په کې له نړیوالو بنسټونو غوښتل شوی چې په خپلو غبرګونونو کې له بېړې او وړاندوینو ډډه وکړئ.

په لیکنه کې دا هم ویل شوی چې په اعلامیه کې راغلی، ادعا ګانې لا ترڅېړنې لاندې دی نو د ادعا ګانو تر ثابېتېدلو دمخه دریځونه او وړاندوینې په حقیقت کې د بنسټونو او د حکومتی چارواکو خپلواکې تر پوښتنې لاندې راولی.

دولتی ورځپاڼو بیا په دې تړاو هېڅ هم نه دی لیکلی بلکه هېواد دولتی ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې چې له دې موضوع سره تړلی نه دی لیکلی چې ولسمشر غنی پرون په یوې غونډه کې ویلی، له غیر مسؤلو وسله والو افرادو سره به جدی او قانونی چلند وشی.

------

فایننشل ټایمز ورځپاڼه په افغانستان کې د پانګونې په اړه په یوه مطلب کې لیکی:

افغانستان ښایی په نړۍ کې د ډېرو خلکو لپاره د پام وړ پانګونې د لېسټ په سر کې ځای ونه لری، خو هغه لومړنی خصوصی مالی صندوق چې په دغه جګړه ځپلی بې وزلی هېواد کې چې د طالب ډلې او حکومت ترمنځ د جګړو په تېزېدو سره د عامه  خلکو مرګ ژوبله هم زیاته شوې، د خپلې پانګونې لومړنی نتایج خپاره کړی دی.

فایننشل ټایمز لیکی:

د اینفرو نټییر افغانستان فنډ InFrontier Afghanistan Fund چې یو کوچینی مالی صندوق دی او ټوله ۲۲ میلیون ډالره پانګه یې یوازې دوو د بریتانیا او هالنډ د حکومتونو ملاتړو مالی موسسو تامین کړې، پیسې یې د سوداګرۍ پرچارو لګول شوی دی.

د ورځپاڼې په وینا له افغانستان سره د نړیوالو د میلیارډونو ډالرو مرستې ته په پام سره ښایی دا ډېره لږه پانګونه وی خو هغه د دې نښه ده چې بهرنی پانګوال غواړی چې په دغه ۳۳ میلیون نفوس لرونکی هېواد کې د پانګونې له فرصتونو ګټه پورته کړی.

---------