ورځپاڼو ته کتنه ۸-۱۰-۹۵
https://parstoday.ir/ps/news/world-i36577-ورځپاڼو_ته_کتنه_۸_۱۰_۹۵
ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره د ایران او نړۍ ورځپاڼو ته کتنه له یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 28, 2016 12:56 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۸-۱۰-۹۵

ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره د ایران او نړۍ ورځپاڼو ته کتنه له یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یوو.

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې ولیکل:  د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای وفرمایل: دمرغومی دنهمې نیټې حماسه دایران د ولس فکری اوبې ساری حماسه او د اسلامی نظام دقدرت یوه بیلګه ده

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای پرون سهار د ۱۳۸۸لمریز کال د مرغومې دمیاشتې دنهمې دحماسې دکلیزې په درشل او د فقې د درس خارج په غونډې کې داسلام له حاکمیّت سره دمستکبرانو دعملی کینو او دښمنیو او داسلامی نظام دقدرت دمولفو دسلبولو لپاره دهغوی هڅې ته په اشارې سره وویل ، نن سبا له اسلامی ایران سره داستکباری قدرتونو دمخامخیدا نقشه او دسیسه ، دایران دملت دمعنوی اومادی قدرت او دکلک هوډ اوارادې دسلبولو لپاره ده ، په مقابل کې باید دغه قدرت وساتل اونوره هم پیاوړی شی .

---------

ورځپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر  د قائمقام  مرتضی سرمدی له قوله ولیکل:

که برجام نه وې اجرا شوې د سږ  کال د وږی له میاشت نه به د ایران د تېلو د تولید اندازه دوه سوه پینځویشت زره بېرله د ورځې کمښت پېدا کړے ؤ. ځکه چې د ایران په خلاف د ظالمانه بائیکاټونو مطابق ټاکلې شوې وه هرو شپږو میاشتو کښې د ایران د تیلو خرڅون شل فیده کم شی.

--------

ورځپاڼې ولیکل، د لبنان د حزب ا... مشر سید حسن نصرا... وویل د سیمې مستقبل مقاومت لره دے.

--------

ورځپاڼې د یمن د سرچینو له قوله ولیکل، سعودی تیری ګر ائتلاف یو ځل بیا د یمن په حرض سیمه باندې منعې کړې شوی غونچه ایز بمونه اورول.

چې پکې یو شمېر کسان ووژل شول او یا ژوبل شول.

------

ورځپاڼې ولیکل، د داعش ترهه ګرې تکفیری ډلګۍ سرغنه ابوبکر بغدادی د عراق یو بعثی افسر د مصر په سینا سیمه کښې د داعش مسئول وټاکه.

-------

د پاکستان چاپ دنیا ورځپاڼې ولیکل، د دغه هېواد د عوامی مسلم لیګ مشر شېخ رشید وویل، دغه هېواد د نویو انتخباتو لوری ته روان دے.

-----

ورځپاڼې ولیکل د پاکستان د قومی اسمبلۍ د حزب اختلاف مشر سید خورشید احمد شاه وویل د مخالفو ګوندونو یو ائتلاف به  جوړ کړوو.

--------

ورځپاڼې د پاکستان د پیپلز ګوند د یو مشر  آصف علی زرداری له قوله ولیکل، مونږ د حکومت چوکۍ راکښل نه غواړوو بلکه په پارلېمان کښې به  ورسره مقابله وکړوو.

-------

د پاکستان پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې ولیکل: روسیې، چین او پاکستان په افغانستان کښې د امنیت د ټینګښت لپاره د هلوځلو په جاری ساتلو اتفاق  وکړ.

-----

ورځپاڼې ولیکل، د افغانستان حکومت په ماسکو کښې د روسیې، چین او پاکستان درې اړخیزه غونډه شرمناکه وبلله.

------

ورځپاڼې ولیکل د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د پیپلز ګوند د رضا کولو کار مولانا فضل الرحمن ته وسپارۀ.

-------

ورځپاڼې ولیکل د تباه شوې روسیې الوتکې د تور ډبلی له پېدا کېدو او تحقیقاتو وروسته ماسکو اعلان وکړ چې د الوتکی تباهی دهشتګردی نه وه.

---------

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل ډېر مطالب او تبصرې په مسکو کې د درې اړخېزې غونډې او په دې اړه غبرګونونو ته ځانګړی کړی دی.

--------

ملی ارمان ورځپاڼې د ماسکو غونډې ته په اشارې لیکلی چې د سیمې ځینو هېوادونو د افغانستان په اړه ګونګ او نا متعارف سیاست غوره کړی دی.

لیکوال ویلی چې دا ډول غونډې چې افغانستان په کې حضور ونه لری د دې هېواد په چارو کې مداخله ده او د نړۍ له سیاست سره هېڅ اړخ نه لګوی.

لیکوال څرګنده کړې ممکن ځینی ګاونډی هېوادونه د افغانستان په اړه ښه نیت ولری خو د افغانستان د وضعیت په اړه د دې هېواد د استازی له حضور پرته غونډې نتیجه نه ورکوی.

---------

انیس دولتی ورځپاڼې په یوه تحلیلی مطلب کې له روسیې سره د طالبانو اړیکو ته په پام ویلی چې بله لویه لوبه په لاره ده.

د مطلب لیکوال ویلی چې دا غونډه ښیی چې روسیه او پاکستان هڅه کوی چې د طالبانو په مسئله کې سره نېږدې شی.

د مطلب لیکوال د ځینو څېړونکو په حواله ویلی، که د روسیې او امریکا اړیکې ښې نشی ممکن مسکو له طالبانو نه پوځی او مالی ملاتړ وکړی.

------

چراغ ورځپاڼې هم ویلی دی چې طالبانو له روسیې سره په نېږدې کېدو سخت تور داغ په خپلې ټنډې ولګاوه.

د سرمقالې لیکوال ویلی چې روسیه او پاکستان طالبان استعمالوی او دوی دې خبرې ته هیڅ پام نه کوی.

------

ویسا ورځپاڼې لیکلی چې پریکړه زموږ په لاس کې ده چې ګاونډی جګړه غواړی او که سوله.

سرمقاله لیکونکی ویلی چې د افغانستان د اوسنۍ لانجې اړخ دا دی چې د جګړې نوې څپه د داعش او یا تر بل هرنوم لاندې چې وی هدف یې له پولو هاخوا نور هېوادونه دی.

وېسا ورځپاڼې په یو خبر کښې د ملی امنیت د رئیس له قوله ولیکل: افغان حکومت په تبلیغاتی جګړه کې ناکام دی

روان کال د وسله والو د ماتې کال دی، ځکه په دې کال کې یې زرګونه وسله وال ووژل شول او سلګونه نور ژوندی ونیول شول

د ملی امنیت رئیس معصوم ستانکزی وایی، افغان حکومت د تبلیغاتی او روانی جګړې په برخه کې ناکام دی او له همدې امله ده، چې جګړه ورځ تر بلې پراخېږی. د ستانکزی په خبره، تر هغه چې وسله وال په دې پوه نه شی، چې د عامو خلکو وژل جهاد نه دی او په دې اړه یې فکر بدل نه شی، جګړه به روانه وی او کابو کول به یې ګران وی. په ورته وخت کې د ملی دفاع وزیر عبدالله حبیبی وایی، چې سخت مقاومت وسله وال طالبان روان کال له ماتې سره مخ کړل او خپلې موخې یې ترلاسه نه کړې. حبیبی زیاتوی، روان کال د وسله والو د ماتې کال دی، ځکه په دې کال کې یې زرګونه وسله وال ووژل شول او سلګونه نور ژوندی ونیول شول. په ورته وخت کې د ولسی جرګې غړو پر امنیتی ادارو نیوکه وکړه، چې په خپلو کارونو کې پاتې راغلی او په روان ژمی کې باید وسله وال وځپی، څو ونه کړی شی د راتلونکی کال لپاره نا امنۍ جوړې کړی.

ورځپاڼې د ګارډین ورځپاڼې له قوله ولیکل: سی آی اې په تخار کې د ملېشه وو له بدنامه قوماندانانو سره مرسته کوی.

د ګارډین ورځپاڼې په یوه ریپوټ کې راغلی، د امریکا استخباراتی اداره سی آی اې د افغانستان د ملی امنیت ریاست په مټ په تخار کې د ملېشو له هغو قوماندانانو سره مالی مرسته کوی، چې په لویه پیمانه یې د بشری حقونو پر نقض لاس پورې کړی دی.

ریپوټ زیاتوی، چې د غرب مرسته شوې پیسې د افغانستان د ملی امنیت ریاست له لوری د ملېشو یا غیر مسوولو وسله والو دغو بدنامو قوماندانانو ته ورکول کېږی.

--------

او سرنوشت ورځپاڼې په یوه مطلب کې د څیړونکو له قوله ویلی چې افغانستان دې د ګاونډیو له مداخلو ملګرو ملتونو ته شکایت وکړی.

په مطلب کې راغلی چې د مسکو درې اړخېزه غونډه د افغانستان په چارو کې څرګنده مداخله ده او باید دا هېواد او متحدین یې د دې لاس وهنو مخه ونیسی.

------

نیویارک ټایمز ورځپاڼې له طالبانو سره د سولې د هڅو په اړه لیکی چې لومړی ځل په ۲۰۰۷میلادی کال کې د سولې خبرې په کابل کې په یوه هوټل کې پیل شوې.

 

ورځپاڼه بیا وړاندې لیکی چې اروپایی ډیپلوماټانو کوښښ کاوه چې د سولې هڅې ژر بریالۍ شئ ځکه چې امریکا په دوه زره لومړی او دوه زره دوهم میلادی کلونو کې د اروپایانو برعکس پر دې ټینګار کاوه چې طالبان باید تسلیم شی او روغه جوړه مانا نه لری.

یویارک ټایمز وړاندې لیکی چې اوس امریکا په دې باور ده چې د افغانستان د جګړې یوازینۍ لاره سیاسی روغه جوړه ده، خو د سولې هڅې یو ډول په ټپه ولاړې دی.

د ورځپاڼې په وینا د کابل حکومت منلې ده چې اروپایی هېوادونه یو شمېر افغانان چې د مهاجر په توګه نه دې منل شوی بیرته افغانستان ته واستوی، خو د کډوالو د چارو د وزارت یو مسؤل روح الله هاشمی وایی چې دا یوه لویه ستونزه ده موږ له اروپایی هېوادو غوښتی دی چې یوازې هغه کسان بېرته افغانستان ته ستانه کړی چې دوی په خپله خوښه بیرته راځی.

----------