ورځپاڼو ته کتنه ۱۱-۱۰-۹۵
ګرانو او قدرمنو دوستانو دا دے نن یو ځل بیا له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو او غواړوو چې د ایران او نړۍ د ورځپاڼوځینې خاص خبرونو ته یوه لنډه کتنه وکړوو.
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله نننۍګڼه کښې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت، روسیې او ترکیې په ملاتړ سره په ټولې سوریې کښې ډزبندی اعلان شوه.
ورځپاڼه زیاتوی د اروپائی اتحادیې او د روسیې د فیډرل ټولنې په نمائندګانو مشتمل یو پلاوے د دغې ډزبندۍ په اړه د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره د خبرو اترو لپاره دمشق ته لاړ.
---------
ورځپاڼې ولیکل، په افغانستان کښې د ایران پو سفارتکار د ایران اسلامی جمهوریت ته د څو تنو طالب ځواکونو د جنازو د منتقل کېدو په اړه ځینې خبرونه دروغ او اوازې وبللې.
--------
اطلاعات ورځپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د وقضائی قوې د مشر آیتالله صادق آملی لاریجانی له قوله ولیکل، ګواښونه د ایران د ملت په جهادی روحیې باندې هیڅ اثر نه شی کولې.
------
ورځپاڼې د صهیونېسټ رژیم د رسنیو له قوله ولیکل، د دغه رژیم عمومی څارنوال د دغه رژیم د وزیراعظم بنیامین نتانیا هو لخوا د رشوت اخېستو او دهوکه بازۍ په اړه د تحقیق لپاره د پولیسو له غوښتنې وروسته له هغۀ څخه د پوره تفتیش او تحقیقاتو حکم جاری کړ.
---------
د ورځپاڼې له قوله ډیلی مېل ورځپاڼې د اېټالیا د امنیتی سرچینو په حوالې سره ولیکل د داعش یو مشهور قوماندان «لاودریم موهاکسهری» له څلور سوو نورو ترهه ګرو سره اروپا ته ستون شو.
--------
اطلاعات ورځپاڼې د بحرینی رسنیو له قوله ولیکل د دغه هېواد خلقو له فلسطینی ولس سره د پیوستون او د صهیونېسټ رژیم په خلاف د دغه هېواد په پائېتخت مناما کښې سختې مظاهرې وکړې او د مړه دې امریکه او مړ دې اسرائیل په شعارونو ورکولو سره د صهیونېسټ رژیم بېرغ ته اور ورته کړ.
---------
ورځپاڼې د فلسطینی سرچینو له قوله ولیکل د دغه رژیم ځواکونو د فلسطین په کفر قدوم کلی کښې د خلقو د مظاهرو په دوران کښې اوۀ فلسطینی ماشومان یرغل ونیول.
--------
د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې د برطانوی ورځپاڼې فېنانشېل ټائمر له قوله ولیکل، په سیمه کښې موازنې اوس د ایران او روسیې په محوریت سره بڼه نیولې ده.
-------
د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې ولیکل د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگئی لاوروف د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف سره په ټیلفونی خبرو اترو کښې دواړو چارواکو په په ټوله سوریه کښې له جنګ بندۍ څخه هرکلے وکړ.
--------
ورځپاڼې ولیکل، په صهیونېسټ رژیم باندې د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر جان کیری نیوکې یو لړ غبرګونونه لرلی دی چې په دې لړ کښې د برطانیې وزیراعظم د جان کیری په څرګندونو سخته نیوکه کړې او دغه څرګندونې یې بې مخینې او نامناسبه بللی دی.
------
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې ولیکل، ثاقت نثار د دغه هېواد د سترې محکمې د مشر قاضی په توګه سوګند وخوړۀ.
------
ورځپاڼې د روسی سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد ولسمشر دلادیمیر پوټین د امریکې په خلاف له اقداماتو انکار وکړ چې د هغه دغه اعلان د امریکې د منتخب ولسمشر ټرمپ له هرکلی سره مخامخ شو.
-------
د ورځپاڼې د لیکنې له مخې د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان ویلی دی چې د دغه هېواد د وزیراعظم نواز شریف په خلاف د پاناما لیکس په قضیه کښې د پیپلز پارټې د یو مشر آصف علی زرداری تر مشرۍ لاندې چلند کولې شم.
--------
جنګ ورځپاڼې ولیکل، په قطر کښې د طالب ډلې د دفتر نمائنده محمد سهېل شاهین د یوې بیانې په جاری کولوسره په ماسکو کښې د روسیې، چین او پاکستان له درې اړخیزې غونډې څخه هرکلے وکړ.
---------
د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې ولیکل امریکې د روسیې پینځه دېرش سفارتکار له ملکه وشړل چې روسیې په رد عملی کښې وویل، امریکې ته د دې ځواب به ډېر دردوونکے وی.
--------
ورځپاڼې د سوریې د سرچینو له قوله ولیکل، په دغه ټول هېواد کښې شپږکاله پس په ډزبندۍ عمل شروع شو.
-------
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کښې د کابل ښار د ککړې هوا په اړه تبصرې کړی دی
ملی ارمان خپلواکې ورځپانې په خپلې نننۍ ګڼې کې لیکلی، د کابل ککړه هوا ناورین زېږونکې ده او خطر یې له ځان وژونکو حملو نه کم نه دی.
په لیکنه کې وړاندې راغلی، ښایی د کابل ښار د هغه اوسېدونکو شمېر چې د تنفسی ناروغیو او او د ککړې هوا له وجې د زړه د درېدلو له امله مړه شوی د ځان وژونکو حملو د قربانیانتو په پرتله په مراتبو زیات وی.
په لیکنه کښې راغلی، خو له دې ناورین سره سره حکومت په دې برخه کې چندان پاملرنه نه ده کړې او یوازې په عوام غولونکو شعارونو یې بسنه کړې چې د خلکو سترګو ته خاورې شېندل دی.
--------
هېواد دولتی ورځپاڼې هم په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلی، په کابل کې هوا خورا ککړه شوې او خځلې او کثافات هم ډېر شوی چې دا د خلکو ژوند ګواښی.
په مطلب کې راغلی، حکومت باید په دې برخه کې ګټورې پالیسۍ جوړې او جدی اقدام وکړی او خلک هم تر خپله وسه پورې په دې برخه کې خپله همکاری ونه سپموی.
په مطلب کې راغلی ګن لاملونه دی چې یو بل سره تړلی د کابل او د هېواد د یو شمېر نورو ښارونو هوا یې ککړه کړې ده.
--------
اصلاح دولتی ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې، دغه موضوع د ولسی جرګې د چاپېریال ساتنې د کمېسیون په حواله راخیستې چې ویلی، په کابل کې د چاپېریال ککړتیا تر پخوا ډېره مرګونې ده.
په مطلب کې راغلی، دغه کمېسیون خبرداری ورکړی چې، د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې د دغه وضعیت د کنټرول لپاره هېڅ ډول ژمنه او پروګرام نه لری.
په مطلب کې د یاد کمېسیون د یو غړی عبیدالله رامین په حواله راغلی چې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د هوا د ککړتیا موضوع د اندېښنې وړ ده او د خلکو ژوند ګواښی.
---------
ټایمز اف اندیا ورځپاڼه لیکی چې د روسیې، چین او پاکستان دا هڅې چې په افغانستان کې به د طالبانو ملاتړ د داعش پرضد کوی، د هند او روسیې پر اړیکو به منفی اغېز وکړی.
د ورځپاڼې په باور دغه نوی محور پر ځای د دې چې افغانی وی، پاکستانی دی او په یو ډول پکې پاکستان ځان ته د افغانستان د راتلونکې په اړه د چلوونکی حیثیت ورکوی.
ورځپاڼه بیا د سې شنبې په ورځ په مسکو کې د افغانستان په اړه د روسیې، چین او پاکستان درې اړخیزې غونډې ته اشاره کوی چې پکې چین او روسیې وړاندیز وکړ چې د امنیت شورا له تور لیست څخه دې د طالبانو د ځینو مشرانو نومونه لرې شی.
د ټایمز اف اینډیا ورځپانه لیکی چې داسې ښکارې چې دغه وړاندیز د کابل د دې پریکړې پرضد یو هڅه ده چې تېره میاشت یې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د طالبانو نوی مشر ملا هبت الله په تور لیست کې شامل کړی.
ورځپاڼه وړاندې لیکی، د مسکو غونډې ته نه کابل بلل شوی و او نه هم امریکا ته په دې غونډه کې بلنه ورکړل شوې وه چې لاهم په افغانستان کې نږدې لس زره پوځیان لری.
---------