ورځپاڼو ته کتنه ۱۲-۱۰-۹۵
https://parstoday.ir/ps/news/world-i36940-ورځپاڼو_ته_کتنه_۱۲_۱۰_۹۵
ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره د ایران او نړۍ ورځپاڼو ته کتنه له یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یوو.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 01, 2017 13:27 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۱۲-۱۰-۹۵

ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره د ایران او نړۍ ورځپاڼو ته کتنه له یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یوو.

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې ولیکل:

حسن روحانی وویل ایران په سوریه کې د اوربند له ټینګیدا هرکلې کوی

حسن روحانی پرون په تهران کې د سوریې له خارجه وزیر ولید المعلم سره په کتنه کې له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کې د سوریې مقاومو خلکو ، دولت او پوځ د بریالیتوبونو په مبارکی ویلو سره وویل د حلب بریالیتوب ترهه ګرو لپاره دا پیغام درلود په هغه غلطه لاره کې چی په جنایت او وینې بهونې سره یې انتخاب کړی ده ، هیڅکله به بریالی نشی .

 

روحانی وویل ایران به تل په درستو ډګرونو کې د سوریې د ملت تر څنګ ولاړ وی او په نهایت کې به د سوریې ملت بریالې شی .

د سوریې خارجه وزیر هم د ایران ملت ، دولت او ولسمشر روحانی ته د بشار اسد د سلام او قدرونې د پیغام په وړاندی کولو سره وویل هیڅ شک نشته چی د اسلامی ایران هر اړخیزه ملاتړونو د ترهه ګرو په وړاندې د سوریې د ملت د مقاومت د روحیې په پیاوړتیا کې ډیر زیات اغیز درلودلې دے .

------

د ورځپاڼې په قول ډاکټر حسن روحانی همدارنګ پرون په تهران کښې د جرمنی د سفیرد باورلیک د ترلاسه کولو په موقع دغه هېواد په اروپائی اتحادیه کښې د ایران د وړومبنی تجارتی شریک په توګه یاد کړ او تاکید یې وکړ دواړو هېوادونه له پراخو توانمنیو او امکاناتو برخور دی چې دغه توانمنۍ پکار دی په ګډو ملګرتیاو کښې د یو غورځنګ د رامنځته کولولپاره وکارولې شی.

روحانی په اېټمی خبرو اترو کښې د جرمنی مثبت رول ته په اشارې سره د برجام په دقیقه او بشپړه اجرا کښې د دغه رول په دوام باندې تاکید وکړ.

روحانی په دغه کتنه کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره په ګډو ملګرتیاو او کوششونو هم تاکید وکړ.

په تهران کښې د جرمنی نوی سفیر میکائیل کلور برشټولډ"  هم تاکید وکړ چې برلېن کلکه اراده کړې ده چې په ټولو برخو په تېره بیا د نویو ټېکنالوجیو په برخه کشې  له تهران سره خپلې ملګرتیاوې زیاتې کړی.

----

ورځپاڼې د ترکیې د رسنیو له قوله  ولیکل په استبول کښې د نوی کال د شپې په جشن باندې په ترهګره حمله کښې په لسګونو کسان مړه او ژوبل شول.

د دغې وسله والې حملې له امله چې د استبول ښار په اورتاکوی سیمه کښې وشوه، لږترلږه ۳۵ کسان وژل شوی او ۴۰ ژوبل دی.

 

د استنبول والی واصف شاهین د یادې حملې په ترهګرې بللو سره وویل چې په وژل شویو کښې یو پولیس هم شامل دی.

----

ورځپاڼې ولیکل امریکې د پاکستان اوه شرکتونه او ادارې د دغه هېواد د وروستی توغنده ای پروګرام په خاطر  بائیکاټ کړل.

-------

ورځپاڼې ولیکل، سعودی د یمنیانو د پرختګ د مخنیوی لپاره د خپلې خاورې په یو کلی بمباری وکړه.

--------

د پاکستان دنیا ورځپاڼې د دغه هېواد د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان له قوله ولیکل، نوے دوه زره اولسم میلادی کال به دانصاف کال ثابت شی او شروع به د پاناما لیکس له موضوع څخه کیږی.

---------

ورځپاڼې ولیکل د پاکستان د فوځ  مشر جنرل باجوه د افغان ولسمشر اشرف غنی او اجرائی مشر عبدا... عبدا... په شمول له ځینو افغان مشرانو په ټیلفونی خبرو اترو کښې هغوی ته خپلې نېکې هیلې وړاندې کړې. په دغه ټیلفونی تماس کښې اشرف غنی جنرل باجوه ته کابل ته د سفر بلنه ورکړه.

-----------

ورځپاڼې د قومی وطن پارټۍ د مشر آفتاب احمد شېرپاو له قوله ولیکل د دغه هېواد له پیپلز پارټۍ سره د اتحاد هیڅ خبره نه ده شوې.

----------

د کابل چاب نننیو اکثرو ورځپاڼو د دوه زره شپاړسم میلادی کال د تېرېدو او د نوی کال د رارسېدو په اړه لیکنې کړې دی

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه لیکلی، تېر ۲۰۱۶ میلادی کال د افغان حکومت، امنیتی ځواکونو او ان عامو افغانانو لپاره یو خونړی کال و.

په لیکنه کې وړاندې راغلی، په دغه کال کې د افغانستان ډېر ولایتونه د وسله والو د فعالیتونو د پراخوالی او د جګړې د شدت شاهدان وو.

 

کندز سقوط وکړ، هلمند تر بدو بدتر شو، اروزګان خونړۍ جګړه تجربه کړه، ننګرهار د یوې بدې کیسې یعنې داعش د اور په لمبو کې وسوځېده خو د ټولو سره سره دا پردۍ جګړه په تش لاس او نه امکاناتو افغان امنیتی ځواکونو ته ورترغاړه ده چې په همدې تش لاس یې مخته وړی.

د نړیوالو همغږی او تړونونه چې ورسره شوی وو، د یخ پر مخ لیکل وو، یوازې د هغوی په ګټه تمام شول خو موږ به یې په بدل کې نور هم سوځېږو.

د لیکونکی په باور، په ۲۰۱۷ کې باید د لومړیتوبونو په ډول د سولې لپاره په یوې نوې او بریالۍ طرحې او میکانیزم کار وشی.

------------

هېواد دولتی ورځپاڼې ، په ۲۰۱۷ کال کې د سولې لپاره کوم پیغام نه دی ورکړی بلکې د جګړې له لارې یې د حکومت د وسله والو مخالفینو د ځپلو خبره کړې ده، هېواد لیکلی، نوی میلادی کال د سترو بریاوو په هیله پیلوو.

 

په لیکنه کښې وړاندې راغلی، تېر ۲۰۱۶ کال د افغانستان لپاره له چیلینجونو ډک و، خو لیکونکی لیکلی، د افغانستان د امنیتی ارګانونو د باوری خبرځایونو او د بهرنیو بنسټونو له قوله ۲۰۱۷ زېږدیز کال به د سترو او  ښو لاسته راوړنو څخه ډک وی.

یه مطلب کې راغلی، په دې کال کې به افغان ځواکونو نور هم تجهیز او پیاوړی شی او د افغانستان پر ضد د سیمې او نړۍ د مغرضو استخبارتی شبکو روزل شوې ډلې به وځپی.

---------

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلی، ۲۰۱۶ میلادی کال پای ته ورسېد، که په ټول کې د تېر کال پر بهیر نظر واچوو په زغرده ویلی شو چې اسلامی نړۍ په تېره افغان ولس، عراق، سوریې، ترکیې او یمن ته دغه کال له بدمرغیو، مرګونو، ناهیلیو او ناخوالو ډک و.

د لیکونکی په باور، ښایی د دې ټولو د زړه له کومې دا دعا وی چې بیا یې راباندې غبرګ مه کړې.

په مطلب کې وړاندې راغلی، د اندېښنې خبره دا ده چې افغانان پر ۲۰۱۷ میلادی کال داسې مهال پښه ږدی چې د راتلونکی په اړه د خدای له رحم او کرم پرته هیڅ د هیلې او تمې بل لوری نه وینی او بهرنیو لوریو له پخوا څخه دا اعلان کړی چې ۲۰۱۷ کال به تر ټولو سخت او له جګړو او بدمرغیو ډک کال وی.

----------

ډیپلوماټ خپرونې په افغانستان کې د داعش د ډلې د بیا راپورته کېدو پر احتمال لیکنه خپره کړې ده.

لیکوال د لیکنې په پیل کې په ۲۰۱۶ میلادی کال کې د افغانستان د ختیځو ولایتونو څو ولسوالیو کې د داعش پر ضد پوځی عملیاتو ته اشاره کوی چې په نتیجه کې دا ډله کمزورې شوې.

خو ورپسې یې هغه موارد یاد کړی چې د لیکوال په باور په ۲۰۱۷ میلادی کال کې په افغانستان کې د اسلامی دولت د وسله والې ډلې د بیا پیاوړی کېدو سبب کېدای شی.

لیکوال په خپله لیکنه کې په سیمه کې نویو ائتلافونو ته اشاره کوی او په دې ترڅ کې د روسیې او پاکستان ترمنځ چې د شوروی اتحاد پر مهال سخت دښمنان وو د نویو اړیکو پراختیا یادوی.

---------

د کریسچن ساینس مانیټور ورځپاڼې هم همدې ته ورته یوې موضوع څېړلې چې سرلیک یې دی. «روسیه د افغانستان په جګړه کې نوې پاڼه.»

په لیکنه کې د افغانستان په چارو کې د روسیې ورستۍ لېوالتیا څېړل شوې او په دې اړه چې ایا په افغانستان کې روسیه د امریکا یو ښه شریک کېدای شی او که نه د روسیې وروستۍ لېوالتیا به د سیمه ییز رقابت د زیاتېدو او د کړکېچ د پراختیا سبب شی؟ نظرونه راټول شوی دی.

لیکوال وایی، روسیه اندېښنه لری چې د سوریې له جګړې څخه تښتېدونکی وسله وال به افغانستان ته ولاړ شی او ځکه خو یې باید دلته مقابله وشی.

د لیکنې په باور دا هماغه هدف دی چې امریکا یې هم په افغانستان کې تعقیبوی خو د دواړو هېوادونو انګیزې مختلفې دی.

----------