ورځپاڼو ته کتنه ۱۳-۱۰-۹۵
https://parstoday.ir/ps/news/world-i37018-ورځپاڼو_ته_کتنه_۱۳_۱۰_۹۵
ګرانو او قدرمنو دوستانو دا دے نن یو ځل بیا له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو او غواړوو چې د ایران او نړۍ د ورځپاڼوځینې خاص خبرونو ته یوه لنډه کتنه وکړوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 02, 2017 08:45 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۱۳-۱۰-۹۵

ګرانو او قدرمنو دوستانو دا دے نن یو ځل بیا له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو او غواړوو چې د ایران او نړۍ د ورځپاڼوځینې خاص خبرونو ته یوه لنډه کتنه وکړوو.

د تهران چاپ ایران ورځپاڼې په خپله نننۍګڼه کښې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی بیګا په ژوندۍ ټیلیویژنی وینا کښې د ایران د روانو مهمو موضوعاتو او په مختلفو سیاسی، اقتصادی او کلتوری برخو کښې د حکومت د اقداماتو په هکله د یو رپورټ په وړاندې کولو سره د ډیرو مهمو سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په باب یولړ څرګندونې وکړې.

ولسمشر روحانی دې ټکی ته په اشارې سره چې وړومبنی هدف چې ایران یې په سیمه کښې تعقیبوی، د سیمې ثبات او امنیت دی، وویل: که د سیمې هیوادونه ترقی کول غواړی نو له ثبات او امنیت پرته بله لار نه لری.

 

د اسلامی ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې ناامنی، کورنۍ جګړه او پر بل هیواد تیری ډیر خطرناک کیدلی شی، زیاته کړه چې ترهګری د سیمې او ټولې نړۍ لپاره یو ستر خطر دی.

------------

ورځپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د نظام د مصلحت د تشخیص د ټولنې د سټراټیجکو مطالعاتو د مرکز مشر وویل، داعش او النصره ترهه ګرې ډلې به د سوریې په خبرو اترو کښې ونه منلې شی،

----------

ایران ورځپاڼې د اماراتود نېشنل ورځپاڼې له قوله ولیکل، که د امریکې نوے منتخب ولسمشر ټرمپ له برجام سره څه مشکل هم ولری خو برجام به خپل ځاے پاتے شی او د دغې معاهدې لاسلیکونکی هېوادونه مجبور دی چې ورباندې عمل وکړی.

--------

ورځپاڼې د رهبرې د خبرګانو د جرګې د مشر آیت ا... جنتی له قوله ولیکل، د اسلام او ایران دښمنان لاس په لاس اېښې اوزګار نه دی ناست او له دښمنۍ یې لاس نه دے اخېستے.

------

د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په بغداد د ترهه ګرو چاودنواو په استنبول کښې د ترهه ګرې حملې په غندلو سره تاکید وکړ، د ترهه ګرۍ له سپېرې ښکارندې سره د مقابلې یوازېنۍ لار د تشدد او ترهه ګرۍ په خلاف د ټولو هېوادونو اجماع او یووالے دے.

--------

ورځپاڼې ولیکل د ایران او پینځه جمع یو ډلې له غونډې نه یوه ورځ مخکې به د ایران د اسلامی جمهوریت او امریکې د کارپېژندنې یوه ناسته د مرغومی په شلمه نېټه به ویانا کښې کیږی.

--------

د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې ولیکل، د ترکیې په استنبول کښې په نائیټ کلب باندې په دهشتګردانه حمله کښې تر څلوېښتو پورې کسان مړۀ او تر اویاو پورې نورو ژوبل شول.

---------

ورځپاڼې ولیکل په کوئټه کښې د پاکستان د امنیتی ځواکونو له موټر سره نزدې په چاودنه کښې څلور امنیتی ځواکونه ژوبل شول.

----------

د ورځپاڼې د یو خبر له مخې د برطانیې استخباراتی ادارو خبردارے ورکړ چې د سوریې له حلب نه د داعش دهشتګردو له تېښتې وروسته دغه ډله اوس په برطانیه کښې د کېمیائی حملو پلان جوړوی.

-----------

ورځپاڼې ولیکل په بحرین کښې په جېل باندې د وسله والوکسانو په حمله کښې لس قېدیان له جېله په تېښته کښې کامیاب شول.

--------

د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې د پاکستان د پختونخوا ملی عوامی پارټۍ د مشر محمود خان اچکزۍ له قوله ولیکل، د دغه هېواد د قبائیلی سیمو خلقو ته باغی ویل افسوسناکه خبره ده او خطرناک هم کېدې شی.

هغه په قبائیلی سیمو کښې د اېف سی آر تور قانون د ختمولو غوښتنه وکړه.

--------

ورځپاڼې ولیکل د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداری د ترکیې د استنبول په نائیټ کلب باندې د دهشتګردۍ د حملې په غندلو سره وویل، دهشتګردی د ټولې دنیا لپاره یوشان خطره ده.

-----------

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د روسیې، ایران، چیناو پاکستان ترمنځ د نوی بلاک د جوړېدو او طالبانو سره یې د نېږدې کېدو د هڅو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړی دی.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې لیکلی، د ملی یووالی حکومت په کورنی سیاست کې د ناکامۍ تر څنګ، په دې وروستیو کې په بهرنی سیاست کې هم پاتې راغلی دے.

په لیکنه کې راغلی، په وروستیو دوو کلونو کې په سیمه کې نوېو بدلونونو ته د فرصت او ننګونې په سترګه کتل کېږی، زموږ تمه دا وه چې حکومت به دغه بدلونونه د افغانستان لپاره په فرصتونو بدل کړیخو له بده مرغه ښکاری چې افغانستان په یو نا اټکل شوی مسیر روان دی.

لیکوال وړاندې په ماسکو کښېد پاکستان، روسیې او چین غونډې ته په اشارې سره ولیکل دغه نوی ائتلاف زموږ د ناکام سیاست نتیجه ده.

---------

انیس دولتی ورځپاڼې ولیکل روسیه ، د افغانستان د دولت او په دغه هېواد کې د ناټو او نړیوالو ځواکونو د کمزوری کولو نیت لری. خو دا چې طالبان دې د داعش ډلې په وړاندې مبارزه وکړی داسې کوم سند په لاس کښې نشته.

-----------

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې تړاو په خپل یو مطلب کې لیکلی، د طالب جګړه اوس بل رنګ او بوی اخلی، دوی له نړیوالو څخه د درنو وسلو ترلاسه کولو په لټه کې دی، د مطلب لیکوال د یو شمېر شننه کوونکو  په حواله لیکی: که د امریکې او روسیې اړیکې د اوس په څېر وی او یا تردې ترینګلی شی، نو بیا طالبان ډېرڅه تر لاسه کولای شی او روسیه هم مرسته کوی.

---------

له هنده خپرېدونکې ورځپاڼې دی هندو په خپله ګڼه کې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې: افغان مشرانو د پاکستان لوى درستیز ته د سفر بلنه ورکړه.

د لیکنې په حواله، د پاکستان د پوځ نوی ټاکل شوی لوى درستیز ته د کابل د سفر بلنه هغه وخت ورکړل شوه چې د نوی میلادی کال په شپه جنرال قمر جاوېد باجوه (General Qamar Javed Bajwa) د ټیلیفون له لارې له افغان ولسمشر محمد اشرف غنی او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره خبرې وکړې. دغو مشرانو د سیمې د سولې پر مسئله هم بحث وکړ.

د پاکستان د پوځ ویاند تورنجنرال اصف غفور په خپل ټویټر کې د دې خبر د جزئیاتو تر څنګ لیکلی، په دواړو هېوادونو کې سوله، د سیمې په ګټه ده.

دی هندو ورځپاڼه لیکی، که څه هم معلومه نه ده، د پاکستان د پوځ لوى درستیز به کله افغانستان ته سفر کوی، خو دا به یې دغه هېواد ته لومړى رسمی سفر وی.

قمر جاوېد باجوه په نوامبر میاشت کې د پاکستان د لوى درستیز په توګه وټاکل شو. د لیکنې په حواله، دا پرمختګ په داسې حال کې کېږی چې په افغانستان کې د سخت دریځو د حملوله کبله د کابل او اسلام اباد ترمنځ په اړیکو کې کړکېچ زیات شوى دى.

-----------

ه امریکا خپرېدونکې ورځپاڼې کرچیئن ساینس مانیټور په خپله یوه وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په باب لیکنه خپره کړې ده.

 

په پیل کې یې یادونه کړې چې روسیه وېره لری، تروریستان ښایی له سوریې څخه افغانستان ته مخه کړی او مسکو به یې د مخنیوی اقدام کوی.

د ورځپاڼې په باور، روسیې ویلی، په افغانستان کې د امریکا په څېر ګڼ مشترک اهداف لری، خو انګېزې یې مختلفې دی.

د کرچئین ساینس مانیټور په لیکنه، له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې چې د پاکستان په کوربا توب پیل شوې وې، بې نتیجې پاتې شوې.

افغان پوځیان که څه هم ظرفیت لری، خو لا هم د امریکا پر هوایی ځواک متکی دی او وسله وال طالبان هم توانېدلی تر ٢٠٠١م کال راوروسته د اول وار لپاره زیاتې سیمې ونیسی.

د ورځپاڼې په لیکنه کې د روسیې په کوربه توب د تېرې اوونۍ هغو مذاکرو ته اشاره شوې چې د پاکستان او چین استازو هم په کې برخه درلوده او تر دې مخکې هم دوې دغسې غونډې شوې دی.

تحلیلګرانو ورځپاڼې ته ویلی، له دغو غونډو څرګندېږی چې روسیه په خپله پوله کې د ناامنیو او د سخت دریځو د فعالیت پر زیاتېدو اندېښنه لری.

--------