ورځپاڼو ته کتنه ۱۶-۱۰-۹۵
https://parstoday.ir/ps/news/world-i37327-ورځپاڼو_ته_کتنه_۱۶_۱۰_۹۵
ګرانو او قدرمنو دوستانو دا دے نن یو ځل بیا له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو او غواړوو چې د ایران او نړۍ د ورځپاڼوځینې خاص خبرونو ته یوه لنډه کتنه وکړوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 05, 2017 09:09 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۱۶-۱۰-۹۵

ګرانو او قدرمنو دوستانو دا دے نن یو ځل بیا له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو او غواړوو چې د ایران او نړۍ د ورځپاڼوځینې خاص خبرونو ته یوه لنډه کتنه وکړوو.

د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې د ایران د سلامی شورا د جرګې د مشر ډاکټر علی لاریجانی له قوله ولیکل:

په ایران کښې مختلفو دینونه له یوبل سره په سوله ایزه توګه ژوند کوی. هغه زیاته کړه، د ایران د اسلامی جمهوریت اساسی قانون د مختلفو دینونو د پېروکارو لپاره د څه فرق قائل نه دے او د ټولو لپاره یوشان او برابر دے.

----------

 ورځپاڼې د روسیې د لوړ رتبه کار پېژاندی ولادیمیر ساژین له قوله ولیکل، ایران د برجام اصلی بریالے دے. او له ایران له دغې معاهدې څخه ستره اقتصادی او سیاسی ګټه پورته کړې ده.

----------

 ورځپاڼې د عراقی سرچینو له قوله ولیکل: عراقی ځواکونو پرون په نینوا صوبه کښې الطاهره نومې د مینځنی  ختیځ  تر ټولو ستره کلیسا د داعش ترهه ګرو له قبضې ازاده کړه.

۰۰۰۰۰۰۰۰

ورځپاڼې ولیکل: د سعودی عربستان محکمې په دغه هیواد کښې د هغو ۴۹ بهرنیو کارګرانو لپاره د متروکو او زندان حکم صادر کړ چې د خپل معاش د نه ورکول کیدو په وجه یې مظاهرې کړې وې.

----------

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې هم په نننۍ ګڼه کښې ولیکل،

د ایران د خارجه وزارت ویاند د ترکیې د خارجه وزیر مولودچاوش اوغلو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کښې وویل: د ترکیې د چارواکو غیررغنده څرګندونې یوازې د موجوده حالاتو د لاپیچلتیا او د سوریې د کړکیچ د سیاسی حل لارې په وړاندې د پرتو ستونزو د زیاتیدو سبب کیږی.

بهرام قاسمی بیګا ټینګار وکړ چې د ایران اسلامی جمهوریت د ماسکو د درې اړخیز بهیر د یو شریک په توګه د دغه بهیر د موافقو په جدی اجرا ټینګار لری او د دغو موافقو د بل لوری په توګه د ترکیې له چارواکو د داسې دریځونو د نه غوره کولو تمه لری چې د موجودو حقیقتونو خلاف او د دغه هیواد د ژمنو خلاف وی.

هغه زیاته کړه: په سوریه کښې روان اوربند ددغه هیواد د حکومت د مخالفو وسله والو ډلو لخوا په دوامداره توګه نقض شوی دی او د موجودو مستندو معلوماتو له مخې د وسله والو ډلو لخوا د اورد د خلاف ورزۍ موارد یوازې په یوه ورځ کښې ۴۵ ځلې پاتې شوی چې که ضرورت وی نو لازیات جزئیات یې هم خپرولی شو.

--------

 د ایران د ملی امنیت د ادارې مشر علاء الدین بروجردی په دمشق کښې د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره کتنه او په مختلفو موضوع ګانو خبرې اترې وکړې.

------

ورځپاڼې ولیکل: د اسلامی ایران د پوځ دخاتم الانبیاء غونډ قوماندان سردار تورن جنرال فرزدا اسماعیلی پرون مازدیګر په تهران کې دخبریالانو په ټول کې وویل ، و سله وال پوځ دځای څیړاندو په پوهې په تکیې سره ، دایران په ضد ددښةنانو د ورځې دهرډول ګواښونو په وړاندې کلک ولاړ دی .

  هغه  دغه راز روښانه  کړې،  د هوافضا دفاعی  چارو دغونډ  دڅیړاندو  دتحقیقاتو او څیړنو او نوښتونو  په وسیله   د راډاری، توغندوی  او د اطلاعاتی آوریدونکو سسټمونو په شمول   ټوله هوافضا دفاعی  بریاوې   پوره شوی دی او دغه بهیر  هماغه راز دوام لری او دځای ځوانو څیړاندو په وسیله    ماډرن څیړنې او نوښتونه   مخ په پراختیا دی .

-------

د ورځپاڼې له قوله د ایران د نظام د مصلحت پیژاندې ټولنې د سټراټیجکو څیړنو د مرکز مشر وویل: د عراق د ویشلو لپاره د دښمنانو دسیسو ماتې خوړلې ده.

علی اکبر ولایتی په تهران کښې د خبریالانو په ټول کښې په دې خبرې سره چې یوه ډله دسیسه پال د امریکې او د سیمې د ځینو مرتجع هیوادونو په ملاتړ سره د عراق د ټوټې کولو په لټه کښې دی، زیاته کړه: بې شکه چې د دښمنانو دسیسې به له ماتې سره مخامخ شی.

ولایتی څرګنده کړه: د ایران د اسلامی جمهوریت ثابت دریځونه د مقاومت له کرښې بشپړ او دوامداره ملاتړ دی چې له ایرانه پیلیږی او له عراقه له تیریدو وروسته سوریې، لبنان او فلسطین ته رسیږی.

-------

ورځپاڼې د یمنی رسنیو له قوله ولیکل ، د دغه هېواد فوځی او ولسی ځواکونو د شبوه صوبه کښې څلور سټراټیجکې سیمې د سعودی د تالی څټو له قبضې ازادې کړې.

-----------

ورځپاڼې د نیواکی فلسطین د سرچینو له قوله ولیکل، صهیونېسټ رژیم د اردن د سیند د لویدیځې غاړې شپېته فیصده برخه په نیواکی فلسطین کښې د شاملولو طرحه جوړه کړې ده.

----------

ورځپاڼې ولیکل د افغان ځواکونو د دغه هېواد په مختلفو سیمو کښې د یو لړ عملیاتو په دوران کښې د طالب او داعش ترهه ګرو ډلو اته پنځوس تنه ووژل چې پکې دوه تنه طالب قوماندان هم شامل دی.

-----------

اطلاعات ورځپاڼې ولیکل: د بحرین ګڼ شمېر خلقو د الدراز سیمې د محاصرې د ختمولو لپاره سختې مظاهرې وکړې.

ورځپاڼې د عراقی رسنیو له قوله ولیکل، د دغه هېواد د فوځی او ولسی ځواکونو په ګډو عملیاتو کښې د موصل ښار د څو مهمو سیمو له ازادېدو سره په یو وخت دوه سوه شپېته ترهه ګر ووژل شول.

------

د پاکستان جنګ ورځپاڼې ولیکل، د دغه هېواد وزیراعظم نواز شریف وویل، کشمیریان پکار دی د کشمیر د مسئلې د هواری لپاره د کوششونو برخه وګرځی.

---------

ورځپاڼې ولیکل په ترکیې هغه شپږ پاکستانیا چې د تاوان لپاره تښتول شوی وو ازاد کړې شول.

---------

جنګ ورځپاڼې ولیکل په کراچۍ کښې په یوه ترهه ګره حمله کښې د یو پولیس او یو ماشوم په شمول درې تنه ووژل شول.

--------

ورځپاڼې د ترکیې د رسنیو له قوله ولیکل، د استنبول په دهشتګردانه حمله کښې د لاس لرونکی یو داعشی ښځې وویل، ما ته پته نه وه چې زما خاوند داشی شوے دے.

---------

د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې ولیکل نن په ټوله دنیا کښې کشمیریان خود ارادیت ورځ نمانځی چې دې موقع مظاهرې، سیمینارونه او نورې غونډې جوړیږی.

------

 ورځپاڼې ولیکل: په امریکه کښې له پټلۍ څخه د ریل د ښوېدو له کبله په لسګونو کسان ژوبل شول.

---------

ورځپاڼې ولیکل په پېښور کښې د زهرجنو شرابو د څښلوله کبله څلور تنه مړۀ شول.

-------

د پاکستان چاپ دنیا ورځپاڼې ولیکل، د دغه هېواد د عوامی تحریک مشر علامه طاهرالقادری وطن ته د ستنېدو پروګرام وځنډوۀ.

----------

ورځپاڼې ولیکل روسیې د ملګرو ملتو له تور لېسټه د افغانستان د حزب اسلامی د مشر ګلبدین حکمتیار د نوم د وېستلو معامله بلاک کړه.

---------

د نیوزویک مجلې په افغانستان کې د امریکا په هوایی بریدونو کې د ولسی خلکو د مرګژوبلې په اړه لیکنه خپره کړې او وایی، دا بریدونه ترپخوا زیات د ولسی خلکو لپاره خطرناک دی.

---------