ورځپاڼو ته کتنه ۲۲-۱۰-۹۵
https://parstoday.ir/ps/news/world-i38035-ورځپاڼو_ته_کتنه_۲۲_۱۰_۹۵
ګرانو او قدرمنو دوستانو دا دے نن یو ځل بیا له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو او غواړوو چې د ایران او نړۍ د ورځپاڼوځینې خاص خبرونو ته یوه لنډه کتنه وکړوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 12, 2017 09:17 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲۲-۱۰-۹۵

ګرانو او قدرمنو دوستانو دا دے نن یو ځل بیا له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو او غواړوو چې د ایران او نړۍ د ورځپاڼوځینې خاص خبرونو ته یوه لنډه کتنه وکړوو.

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې ولیکل:

د تهران په امام خمینی ره نومې امامباړه کښې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په حضور کښې ، د اسلامی انقلاب د معظم لارښود؛ حضرت آیت الله العظمی خامنه ای له خوا، د نظام د مصلحت پیژندنې ټولنې د فقید مشر، آیت الله هاشمی رفسنجانی، د فاتحې مراسم ترسره شول.

پدغو مراسمو کی د آیت الله هاشمی رفسنجانی د کورنۍ غړیو او خپلوانو، د دری ګونو قواؤو رئیسانو، د دولت او پوځ مسؤلینو، او د خلقو مختلفو پرګنو شتون درلود.

همداراز پدغو مراسمو کی، قاریانو د کلام الله مجید آیتونه تلاوت کړل، او د عصمت او طهارت(علیهم السلام) ذاکرینو په مداحۍ لاس پوری کړ.

------

ورځپاڼې په خپله ګڼه کښې د نړۍ د مختلفو هېوادونو د مشرانو ، ادارو او تنظیمونو او ګوندونو لخوا د آیت ا... هاشمی رفسنجانی په رحلت د تسلیت پېغامونه ورکړی دی او لیکی له کله راهیسې چې آیت الله هاشمی رفسنجانی له نړۍ سترګې پټې کړی زیاتره سیاسی ټولنو او خبری چینلونو پرې هم ډول ډول تبصرې،شننې او لیکنې خپرې کړی،چې پر دغه واقعیت اعتراف دی،چې آیت الله هاشمی رفسنجانی په اسلامی انقلاب او نظام کښې مهمه ځاییګه درلودلی او رحلت یې د اسلامی جمهوری نظام لپاره یوه ضایعه ده.

--------

ورځپاڼې ولیکل د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی ډاکټر حسن روحانی پرون په تهران کې د افغانستان د وحدت ملی دولت له اجرایی مشر ښاغلی عبد ا... عبد ا... سره په کتنه کې سیاسی ثبات اوملی وحدت د افغانستان د پراختیا او د خلکو د هوساینې د بهیر لپاره اصلی ستنې وبللې او ویې ویل چی ایران به له افغان ملت او دولت سره د مرستې لپاره له هیڅ مرستې ډډه ونکړی .

ښاغلی روحانی د ایت ا... هاشمی رفسنجانی د رحلت لپاره د افغانستان د ملت او دولت له تسلیت په قدرونې سره هیله څرګنده کړه چی په افغانستان کې د سیاسی ثبات او وحدت په پیاوړتیا سره  ژر تر ژره ګډې پروژې اجرا شی.

--------

اطلاعات ورځپاڼې ولیکل د ایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دعمومی قوماندان جانشین سردار حسین سلامی په بوشهر کې په فارس خلیج سمندر کې دامریکا ئی عسکور د نیونې دکلیزې په مناسبت په یولړ دستورو کې وویل و دغه اقدام په فارس خلیج سمندر کې د استکبار د بدماشۍ او باؤؤ دماتې لپاره وشو چې ډیر اهمیّت لری .

هغه زیاته کړه تېر کال د  امریکائی عسکرو په نیولو کې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو  د مامورانو  شجاعت  ،دخپلو ارزښتونو ،موخو او آئیډیاؤ  دساتنې لپار ه  دایران  دملت   دکلک هوډ ښودنه کوی  او همدغه کلک هوډ او شجاعت په فارس خلیج کې دامریکا چټی روعب اودبدبه  له خاورو سره خاورې کړی  ده .  

-------

د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې ولیکل

د ایران د مذاکره کونکی پلاوی مشر«سید عباس عراقچی» په ویانا کی د«برجام» په ګډ کمیشن کی، په وروستی یو کال کی د ژمنو په خلاف د امریکا د کړچارونو په تشریح کولو سره، د حقوقی اسنادو په اساس، د (ISA ) قانون تمدیدول، د برجام نقضول وبلل، او ویی ویل: ایران به د برجام د ژمنو د نقضولو په وړاندی، مناسب عکس العمل وښیې. 

د ویانا په غونډه کی د برجام د ګډ کمیشن غړیو هیوادونو د ایران اندیښمنۍ جدی وګنلې، او د (ISA  ) قانون  د بی اغیزې کولو، او پدې زمینه کی د بشپړې شفاف سازۍ غوښتونکی شول.

-------

ورځپاڼې په ملګرون ملتو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت دائمی نمائنده او سفیر غلامعلی خوشرو له قوله ولیکل، ملګری ملتونه دې له خپلو غړیو هېوادونو وغواړی چې د تمدنونو خبرې اترې ترویج کړی.

--------

د پاکستان چاپ نوای وقت ورځپاڼې ولیکل:

د پاکستان حکومت د سعودی د فوځی ائتلاف په قوماندانۍ  باندې د پاکستانی جنرل د ګمارلو په بحث کښې څه فېصله نه ده کړې.

----------

ورځپانې ولیکل، نواز شریف د نړیوالې اقتصادی ټولنې په کلنۍ غونډه کښې د ګډون لپاره په راتلونکې هفته کښې ډاووس ته ځی

------------

د ورځپاڼې له قوله سترې محکمې د حکومت مخالفانو ته وویل: تاسو نه شئ کولې د وزیراعظم د احضارولو غوښتنه وکړئ.

----------

ورځپاڼې ولیکل د پاکستان د سېند صوبې ګورنر سعیدالزمان صدیقی وفات شو.

----

د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې ولیکل: راحیل شریف د سعودی د فوځی ائتلاف د قوماندانۍ د قبلولو لپاره له خپل حکومته اجازه نه وه اخېستې

دا په داسې حال کښې دی چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف مخکې ویلی وو چې جنرل راحیل شریف دا کار د حکومت په اجازې سره کړې ده خو اوس هغه هم منکر شوے دے.

-----------

د ورځپاڼې له قوله د پاکستان سترې محکمې ویلی دی مونږ به پاناما لیکس دوسیې په اړه د قانون مطابق عمل کوو نه د ګوندونو د توقعاتو مطابق

-------

د پاکستان چاپ اېکسپرېس ورځپاڼې د دغه هېواد د دفاع د وزیر خواجه  آصف له قوله ولیکل، راحیل شریف د سعودی فوځی ائتلاف د قوماندانۍ قبلولو لپاره له حکومته اجازه نه ده اخېستې.

-----------

ورځپاڼې ولیکل: د پاکستان د فوځ قومندان د کابل او قندهار ترهه ګرې حملې په سختۍ سره وغندلې.

--------

ورځپاڼې ولیکل، هند د اول ځل لپاره له پاکستانه د غنمو د اخېستو تقاضا وکړه.

-------

د پاکستان چاپ دنیا ورځپاڼې د دغه هېواد د وزیراعظم نواز شریف له قوله و لیکل: په پاکستان کښې اقلیتونو ته د مسلمانانو په شان حقوقو حاصل دی.

--------------

د کندهار پېښه چې د دغه ولایت مرستیال والی، د ملی شورا دوه غړی او د متحده عربی امارات ۵ ډیپلوماټان په کې ووژل شول، د افغانستان تر نورو تروریستی پېښو د رسنیو زیات پام ځان ته اړولی دی.

نیویارک ټایمز ولیکل:

 د کندهار په چاودنه کې چې د ولایت په مېلمستون کې وشوه، د متحده عربی اماراتو د سفیر د ژوبلېدو یادونه کړې او د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق له قوله یې ویلی چې د سفیر ټپونه دومره ژور نه دی چې د مرګ خطر ورته پېښ شی.

په دې برید کې د کندهار والی همایون عزیزی هم ټپی شوی دی.

د نیویارک ټایمز په شمول بېلابېلو ورځپاڼو د کابل د دوو پر له پسې انتحاری حملو جزئیات هم خپاره کړی دی.

---------

واشنګټن پوسټ لیکلی، دا بریدونه داسې مهال وشول چې مامورین تازه رخصت شوی ول.

ورځپاڼه وایی چې د کابل حملې صرف څو ساعته وروسته له دې وشوې چې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې انتحاری حمله وشوه.

----------

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې د کابل انتحاری حملې د تېرکال د نوومبر له انتحاری حملې وروسته په دې ښار کې تر ټولو خونړۍ بللې دی.

په نوومبر کې د شیعه مسلمانانو په یوه جومات انتحاری حملې ۳۰ تنه لمونځ کوونکی وژلی وو او مسؤلیت یې داعش ډلې په غاړه اخیستی و.

او د کابل اوسنیو ترهه ګرو حملو ذمه واری طالب ډلې په غاړه اخېستې ده.

-----------

ګلف نیوز ورځپاڼې ولیکل:

 په کندهار کې د متحده عربی اماراتو د ۵ ډیپلوماټانو د وژلو په خاطر د دغه هېواد د امیر شیخ خلیفه بن زاید النهیان له لوری د چهارشنبې له ورځې د درې ورځنی ماتم د اعلانېدو ترڅنګه د وژل شویو ډیپلوماټانو نومونه خپاره کړی دی.

-----------