اسلام تر ۲۰۵۰ میلادی کال پورې مقبول مذهب جوړیږی .
https://parstoday.ir/ps/news/world-i41978-اسلام_تر_۲۰۵۰_میلادی_کال_پورې_مقبول_مذهب_جوړیږی_.
زمونږ خبریال وایی مسلمان به تر ۲۰۵۰ میلادی کال پورې د اروپایی هیوادونو دنفوسو لس فیصده او د امریکا دنفوسو دوه اعشاریه یو(۱) فیصده شی او دیودیرش میلیونونو مسلمانانو په شمیر سره به هند په لومړۍ درجې کښې ورشی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 01, 2017 11:23 Asia/Kabul
  • ددنیا دنفوسو دوه شپته(۶۲) فیصده مسلمانان په اسیايي هیوادونو انډونیزیا، هند ، پاکستان ، بنګلادیش ، ایران او ترکیې کښې وسیږي .
    ددنیا دنفوسو دوه شپته(۶۲) فیصده مسلمانان په اسیايي هیوادونو انډونیزیا، هند ، پاکستان ، بنګلادیش ، ایران او ترکیې کښې وسیږي .

زمونږ خبریال وایی مسلمان به تر ۲۰۵۰ میلادی کال پورې د اروپایی هیوادونو دنفوسو لس فیصده او د امریکا دنفوسو دوه اعشاریه یو(۱) فیصده شی او دیودیرش میلیونونو مسلمانانو په شمیر سره به هند په لومړۍ درجې کښې ورشی .

دامریکا یوې تحقیقاتی ادارې پیو(PEW) وویل  په ډیرې چټکې سره خپریدونکی مذهب اسلام به په راتلونکو درې دیرشو(۳۳) ورځو کښې د عیسایت ځای ناستی شی .

دامریکا دغه اداره وایی اسلام په دنیا کښې په ډیرې چټکې سره خپریږی او له عیسایت وروسته ددنیا دوهم(۲) مذهب جوړ شوی دی او تر ۲۰۵۰ میلادی کال پورې به اسلام د عیسایت دځاې په ترلاسه کولو سره په لومړی لمبر کښې ورشی .

ددنیا دنفوسو دوه شپته(۶۲) فیصده مسلمانان په اسیایی هیوادونو انډونیزیا، هند ، پاکستان ، بنګلادیش ، ایران او ترکیې کښې وسیږی .

دامریکا دغه تحقیقاتی ادارې پیو وویل په افغانستان کښې ۹۹ ، په عراق کښې ۹۱ او په پاکستان کښې ۸۴ فیصده خلکو د شرعی قوانینو د نافذیدا ملاتړ کړی دی .