ورځپاڼو ته کتنه ۶-۳-۹۶
ګرانو او قدرمنو دوستانو دا دے نن یو ځل بیا له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو او غواړوو چې د ایران او نړۍ د ورځپاڼوځینې خاص خبرونو ته یوه لنډه کتنه وکړوو.
د ایران چاپ مختلفو ورځپاڼو نن په خپلو ګڼو کښې ولیکل نن په ټول ایران کښې د رمضان مبارکې میاشتې وړومبۍ روژه ده.
---------
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې ولیکل: د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د ځوانانو شبهاتو ته د ځواب ویلو لپاره له مجازی فضاء څخه په استفاده تاکید وکړ.
------------
ورځپاڼې ولیکل: د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر قم مقدس ښار ته په یو لنډ سفر کښې له آیت ا... وحید خراسانی، آیت ا... صافی ګلپائګانی، آیت ا... ناصر مکارم شیرازی او آیت ا... شبیری زنجانی سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
----------------
ورځپاڼې ولیکل: د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په نیویارک ټایمز ورځپاڼې کښې په یوه مقاله کښې سعودی عربستان ته دامریکې د ولسمشر ټرامپ سفر او د دواړو هیوادونو ترمینځ دیوسل لس میلیارډه ډالرو د وسلو دتړون لاسلیک کیدو ته په اشارې سره وویل دغه تړون به نه د واشنګټن له اوږو د اضافی لګښتونو بار کوز کړی او نه به د سعودی عربستان له اوږد مهاله امنیت سره هغه ډول چې امریکا یې ادعا کوی کومه مرسته وکړی .
------------
ورځپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د دفاع د وزیر جنرال حسین دهقان له قوله ولیکل: اسلامی نظام د ګواښ او سپکاوے نه شی زغملې. هغه وویل: آل سعود دې باید پوه شی چې د آمریکائی وسلو په وسله کوټ د عربستان په بدلولو سره هیڅ قدرت نه شی ترلاسه کولې .
جنرل دهقان په سیمې کښې د سعودیانو او صهیونیسټانو خوځښتونو ته په نغوتې سره وویل:هغه څه چې اوس په سیمه کښې بڼه خپلوی د ایران د کمزوری کولو او همدغه رنګ د مقاومت د ماتولو او اسراییلو امنیت د ساتلو لپاره هڅه ده خو د ایران اسلامی جمهوریت د هرې دسیسې په وړاندې کلک دریدلے دے.
------------
ورځپاڼې د امریکائی سرچینو له قوله ولیکل: د امریکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم او د هغه یو سلاکار جرډ کوشنر له روسیې سره د تعلقاتو د لرلو ګمان د امریکې د اېف بی آئی لخوا تر تحقیقاتو لاندې راغے.
-----------
د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې ولیکل: د ایران د اسلامی جمهوریت د مختلفو ښارونو د جمعې امامانو پرون په خپلو خطبو کښې په ایران کښې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د خلقو دګڼ شمېر ګډون په ستائېنې سره وویل: عوامو په دغو انتخاباتو په اکثریت ګډون سره د هېواد اقتدار دنیا ته وښود. د جمعې امامانو همدارنګ په خپلو وېناو کښې د بحرېن د خلقو په ځپلو کښې د دغه هېواد آل خلیفه رژیم ظالمانه اقدامات په سختۍ سره وغندل.
------------
ورځپاڼې د لبنان د حزب ا... غورځنګ د مشر سید حسن نصرا... له قوله ولیکل: آل سعود امریکې ته رشوت ورکړ چې له ترهه ګرۍ څخه د ملاتړ له توره مبرا شی.
-------------
ورځپاڼې د مصری سرچینو له قوله ولیکل: دمصر د روغتیا وزارت وویل کابو لسو(۱۰) کسانو چې پوځی دریشې یې اچولی وی دپلازمینې قاهرې په جنوب کښې په یوه بس چې عیسایان پکښې سپاره وو حمله وکړه اوشپږویشت (۲۶)کسان یې ووژل او پینځویشت(۲۵) نور یې ژوبل هم کړل .
----------
ورځپاڼې همدارنګ د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند بهرام قاسمی له قوله ولیکل:
د مصر ترهګره حمله،د ملاتړ شوی فرقه پالنې بیلګه ده
هغه د مصر په المنیا ولایت کښې پر مسیحیانو حمله د ملاتړ شوی فرقه پالنې ښکاره بیلګه وبلله او سخته یې وغندله.
--------------
د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې ولیکل: د ایران د ۱۳۵ شهیدانو جنازې چې د اسلامی ایران په خلاف د صدام رژیم د تپل شوی جنګ په دوران کښې شهیدان شوی او مړی یې موندل شوی دی ایران ته راوړلې شوی او د جنازې مراسم یې د خلقو په ګڼ شمېر شتون سره ترسره شول.
----------
د پاکستان چاپ ننیو ورځپاڼو ولیکل سبا په ټول پاکستان کښې د رمضان مبارکې میاشتې وړومبۍ روژه ده.
ورځپاڼو همدارنګ ولیکل چې خېبر پښتونخوا په ځینو سیمو کښې ځینو علماو نن د رمضان د مبارکې میاشتې وړومبۍ ورځ اعلان کړې ده.
----------
د پاکستان اکثرو ورځپاڼو همدارنګ خپل زیاتره خبرونه د دغه هېواد د حکومت لخوا د بودجې یا بجټ اعلان ته بیل کړی دی:
د ورځپاڼو له مخې د سرکاری ملازمانو په تنخواګانو کښې لس فیصده اضافه وشوه. همدارنګ موبائل کالونه، چرګې او کیمیائی سرې ارزانې او سېمټ، اوسپنه، او شودې ګرانې شوې.
-------
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې ولیکل چې اکثرو خلقو وویل په دغه بجټ سره به عامه خلقو له زیاتو دباوونو سره مخامخ شی.
------
ورځپاڼې په یو پل خبر کښې ولیکل: د پاکستان امنیتی ادارې له کوئټې ښار څخه د تښتول شوې چینی جوړې د درک په لګولو کښې تر اوسه ناکامې شوې دی.
----------
ورځپاڼې ولیکل د پاکستان او افغانستان ترمېنځ پوله په درویشتمه ورځ هم تړلې شوې ده. ورځپاڼې زیاته کړه په دې اړه به نن د قبائلو لویه جرګه جوړیږی.
----------
د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې ولیکل: د خېبر پښتونخوا وزیراعلی پرویز خان خټک وویل چې په صوبائی بودجه کښې به د سرکاری ملازمانو په تنخواګانو کښې نوره هم اضاف وکړی او تعلمی بودجه به هم دېرش فیصده زیاته کړی.
--------
ورځپاڼې ولیکل: د پېښور لوې محکمې د سوات د طالبانو د تحریک د ویاند مسلم خان سزا وځنډولې شوه.
----------
ورځپاڼې ولیکل: په لاچی سیمه کښې له یو ترهه ګر سره د پولیسو په مقابله کښې ترهه ګر هلاک او د دغې سیمې د تاڼې اېس اېچ او زخمی شو.
-----------
د کابل چاپ وېسا ورځپاڼې ولیکل:
په کابل پوهنتون کې د چینایی ژپې ډیپارتمنټ له لوری د افغان محصلانو لپاره د چینایی ژبې ارتباطی پل ترسرلیک لاندې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ، چې په ۹۰ ثانیو کې په چینایی ژبه خبرې کولو، سپورت، سندرو ویلو د هنری اثارو وړاندې کولو ته ځانګړې شوې وې ترسره شوې.
په دې سیالیو کې د چینایی ډیپارتمنت ګڼو محصلانو برخه اخستې وه، یوشمېء محصلانو په چینایی ژپه ځینو سوالانونو ته ځوابونه هم ورکړل.
د دې سیالیو ګډونوال وایی، چې له دې لارې به افغان محصلان له یوې خوا د نورو هېوادونو له کلتور او عنعناتو سره بلدتیا پیدا کړی ترڅنګ به یې د افغان کلتور د ودې لپاره هم هڅې کیږی.
د دې سیالیو په پایله کې غوره محصلانو ته لوړې درجې هم اعلان شوې.
ویل کیږی، چې له دغو محصلانو غوره به یې د افغانستان په استازیتوب چین هېواد کې په جوړېدونکو سیالیو کې برخه اخلی.
----------