د خرما او هندواڼې یوځاې خوړل څه ګټه لری .؟
-
دغه راز دهندواڼې او د خرما په وجه یورک ایسډ ، کولیسټرول او دشکرې ناروغۍ هم کنټرولیږي .
زمونږخبریال وایی د روژې مبارکه میاشت پیل شوی ده او هر څوک په دې برکتناکه میاشت کښې د الله تعالی ج د رحمتونو د ترلاسه کولو کوشش کوی .
د روژه ماتی په وخت ډول ډول خواړه چمتو کیږی او د ګرمې دموسم په وجه په بازارونو کښې اوس هندواڼه هم ډیره ملاویږی چې په یووخت سوړ خاصیت لری او ویټامینونه لری .
خو اوس طبی کارپیژاندو له خرماو سره دهندواڼې د خوړلو داسې ګټه ښودلی ده چې اوس به تاسو هم دهندواڼې دخوړلو اراده وکړئ .
هندواڼه په یووخت دانسان بدن ته سوړوالی ورکوی او دغه راز ویټامینونه هم لری .
خو د ترکیې طبی کارپیژاندو ویلی دی که چیرې هندواڼه له خرمانو سره یوځاې وخوړل شی نو انسان له ډیرو ناروغیو بچ کیدلای شی .
د ترکیې د استنبول پوهنتون د روغتیا برخې کارپیژاندو ویلی دی له هندواڼې سره دخرماو دخوړلو په وجه انسان دبیلابیلو ناروغیو په شمول له بدن څخه د اضافی حرات د خارجیدا او د صفرا له نښو نښانو هم محفوظ وی .
دترکیې محققانو ویلی دی چې د خرما دګرموالی په وجه دهندواڼې سوړوالی ختمیږی او د هندواڼې ګرموالی د خرما ګرموالی ختموی .
دترکیې داستنبول پوهنتون طبی کارپوهانو وویل که چیرې هندواڼه او خرما سره یوځاې وخوړل شی نو زیاتې میتیازې راولی چې له کبله یې دانسان په بدن کښې پاتې مواد خارجوی .
دغه راز دهندواڼې او د خرما په وجه یورک ایسډ ، کولیسټرول او دشکرې ناروغۍ هم کنټرولیږی .