روژه د خدای مېلمستیا (۱۴)
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو، روژه د خدای مېلمستیا له (۱۴م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
روژه، د سکون او انزوا میاشت نه ده؛ د شعوري حرکت او د معنی لرونکې هڅې میاشت ده. د دې الهي مېلمستیا په منځ کې، هره ورځ د ارادې د پیاوړتیا، د نیت د سمون او د خدای له بندګۍ سره د ورځني کار د تړاو لپاره یو تازه فرصت دی. نن ورځ، د روژې په مبارکه میاشت کې د عبادت او مسئولیت ترمنځ د نسبت په تړاو خبرې کوو؛ د دې حقیقت په تړاو چې کولای شو د روژې نیولو په اوج کې، بیا هم هڅه وکړو، رغونه وکړو او په الهي نیت سره، خپل کار په عبادت تبدیل کړو.
د روژې مبارکې میاشتې ورځې او شپې په تېرېدو دي؛ هغه میاشت چې موږ ته را زده کوي چې، د روژې نیولو ترڅنګ، خپله اراده او هڅه هم پیاوړې کړو. نن ورځ نوی فرصت دی څو په سوچه نیت، پیاوړي ځواک او ژورې هیلې سره ګام واخلو او د ځان د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. په یاد ولرو چې هره هغه هڅه چې د ښه والي او صادقانه خدمت لپاره ترسره کوو، که د خدای د رضا لپاره وي، په خپله تلپاتی عبادت دی.
د روژې مبارکه میاشت د ډېرو په آند، د فردي خلوت او عبادتونو وخت دی؛ د لمانځه، دعا او د قرآن د تلاوت میاشت، مګر حقیقت دا دی چې روژه، د ژوند او مسئولیت د رخصتۍ میاشت نه ده، بلکې د نیتونو د سمون وخت او د کار او هڅې په ګډون ټولو ورځني فعالیتونو ته بیاځلي معنی ورکول دي. روژه نیول له اقتصاد او ټولنې څخه د لیري کېدو په معنی نه دی؛ بلکې هغه په پاک روح، خالصه نیت او پیاوړې ارادې سره، د ټولو مسئولیتونو د ترسره کولو لپاره یو تمرین دی. د دې حقیقت روښانه بېلګه، د بدر په جګړه کې د مسلمانانو بری دی، چې په همدې میاشتې کې رامنځته شو؛ هغه پېښه چې ښيي د روژې مبارکه میاشت، د ځوړ او فعالیت نه کولو میاشت نه ده، بلکې د سترو پریکړو او برخلیک ټاکونکو هڅو میاشت ده.
په اسلامي نړۍ لید کې، کار کول یوازې د معاش د ترلاسه کولو وسیله نه ده؛ د بندګۍ ښکارندوی او د انسان د هویت یوه برخه ده. انسان د ځمکې د آبادولو مأمور او د ځان او د خپلې ټولنې د پرمختګ مسئول معرفي شوی دی؛ له همدې امله، اقتصادي هڅه او د عزتمند ژوند لپاره هڅه کول سپېڅلی ارزښت لري.
قرآنکریم په کراتو انسان حرکت، هڅې او زیار ته بللی دی. د نجم سورت په ۳۹م آیت کې راغلي دي: «وَأَنْ لَیْسَ لِلْإِنسَانِ إِلَّا مَا سَعَى»؛ یعنې، او دا چې د انسان لپاره د هغه له هڅې او زیار څخه پرته بله ګټه نشته.
دا آیت، یو اساسي قانون بیانوي: پرمختګ او بریالیتوب په دنیا او آخرت کې، په هڅې پورې اړه لري. اسلام له بې هدفۍ او سستۍ سره جوړ نه دی؛ بلکې حرکت او خوځندوالی د انساني کرامت نښه بولي.
په اسلامي فکر کې یو مهم ټکی، له عدالت او اخلاقو سره د کار تړلتیا ده. اسلام یوازې د کار اصل ته سپارښتنه نه کوي، بلکې پر حلال کار باندې هم ټینګار کوي. هغه عاید چې په چل، ظلم او د نورو د حقونو په له منځه وړلو سره ترلاسه کېږي، که څه هم په ظاهره ورته ګټه ولري، د دین په منطق کې د منلو وړ نه دی. ارزښتناک کار، هغه کار دی چې له صداقت، امانتدارۍ او انصاف سره مل وي؛ هغه کار چې نه یوازې فردي ژوند، بلکې باور او ټولنیز عدالت هم برابروي.
له بلې خوا، اسلامي تعلیمات د کار او د ژوند د نورو اړخونو ترمنځ په تعادل باندې ټینګار کوي. نه رهبانیت او له دنیا څخه ډډه کول د منلو وړ دي او نه هم په کار کې په افراطي ډول بوختیا. انسان باید د اقتصادي هڅې، عبادت، استراحت او کورنۍ ترمنځ توازن رامنځته کړي؛ هغه توازن چې رواني آرامښت او اخلاقي سلامتیا وساتي.
په روژه کې کار کول ممکن له جسمي اړخه ستونزمن وي، په ځانګړې توګه په تودو او اوږدو ورځو کې. مګر همدا سختي، د صبر او زغم ارزښت لاه زیاتوي. اسلام هېڅلکه له انسان څخه نه دې غوښتي چې خپل ځان ته زیان ورسوي یا خپل توان ته پام ونه کړي؛ بلکې د تعادل سپارښتنه یې کړې ده. د خوب د پروګرام تنظیم، په پېشلمي (سحري) او روژه ماتې کې د مناسبو خوراکونو خوړل او د وخت مدیریت کولای شي د روغتیا له ساتنې سره مرسته وکړي. په حقیقت کې، روژه د ژوند په سبک کې د بیاکتنې او د کار او استراحت ساعتونو د تنظیم کولو لپاره یو فرصت دی.
د کار او هڅې لپاره له غوره قرآني بېلګو څخه، د حضرت موسی (ع) د ځوانۍ داستان دی چې د قصص سورت له ۲۳ څخه تر ۲۸ آیتونو کې بیان شوی دی: « هغه ستړی او وږی مَدیَن ښار ته ورسېد. د یوه کوهي ترڅنګ یې یوه ډله شپانه ولیدل چې خپلو میږو ته اوبه ورکوي. یو څه وړاندې، دوې نجونې ولاړې وې او خپلې میږې یې په تمه کړې وې څو نارینه خپل کارونه بشپړ کړي. موسی (ع) مخکې شو او په بزرګوارۍ سره یې پوښتنه ترې وکړه: «ستاسو کار څه دی؟» دوی وویل: « موږ خپلو میږو ته اوبه نه ورکوو، څو شپانه لیري شي او زموږ پلار یو سپین ږیری بوډا سړی دی».
موسی (ع) سره له دې چې په سختو شرایطو کې وو، له کومې تمې پرته، له دوی سره مرسته وکړه او د دوی میږو ته یې اوبه ورکړې. دا په دې داستان کې د کار او هڅې یوه بېلګه ده: د مسئولیت منلو روحیه او له نورو سره له کومې ګټې او تمې پرته مرسته کول. موسی (ع) په خوشحالۍ سره دا چې خدای هغه ته ځواک ورکړی، چې د خدای د رضایت په لاره کې لګول شوی، په آرامۍ سره د یوې ونې تر سیوري لاندې ولاړ او خدای ته یې وویل: «رَبِّ إِنِّي لِما أَنْزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ؛ اې خدایه! هر هغه خیر او نیکي چې ما ته ورسوې، هغه ته اړتیا لرم..»
څه موده وروسته، له هغو دوو نجونو څخه یوه یې په داسې حال کې چې په پوره حیا سره یې ګام اخیستلو، د هغه خواته راغله او وویل: « زما پلار تا ته بلنه درکوي څو تا ته زموږ د میږو د اوبو ورکولو بیه درکړي..» حضرت موسی (ع) د هغه بوډا سړي خوا ته ولاړ. مفسرانو هغه «حضرت شعیب» ګڼلی دی. کله چې حضرت موسی (ع) د بوډا سړي خوا ته ولاړ او خپل حالات یې بیان کړل، شعیب وویل: « مه وېرېږه له ظالم قوم څخه ژغورل شوی یې!» یو څه وروسته، شعیب خپله یوه لور هغه ته په نکاح کړه، په دې شرط چې ۸ کاله (او که غوښتل یې ۱۰ کاله) د هغه لپاره کار وکړي.
دلته د داستان دویم پړاو پیلېږي: اوږد، ژمن او له صبر ډک کار. موسی (ع) چې یو وخت د د فرعون په ماڼۍ کې روزل شوی وو، کلونه کلونه یې په شپون توب کې تېر کړل. دا تجربه، د هغه د شخصیت د جوړولو لپاره یوه مدرسه وه؛ د صبر، نظم، ساتنې او مسئولیت مدرسه. قرآن کریم دا داستان بیانوي څو وښيي چې الهي پیغمبرانو هم په کار او هڅې سره پرمختګ کړی دی. په دې قرآني روایت کې، کار یوازې د معاش ترلاسه کولو لپاره یوه وسیله نه ده؛ بلکې د روح د روزنې یوه مدرسه ده. انسان د هڅې په ډګر کې سمېږي، تواضع زده کوي، صبر تمرین کوي او د سترو مسئولیتونو لیاقت پیدا کوي.
روژه، مخکې له دې چې محدودیت وي، د نفس د مدیریت تمرین دی. انسان د خپلو غوښتنو په کابو کولو سره، پیاوړې اراده پیداکوي؛ هغه اراده چې د کار په چاپېریال کې لا ډېر له صبر، صداقت او مسئولیت منلو سره آشنا کېږي. روژه همدارنګه په کار کې د نیت د سمون یو فرصت دی. که د انسان هڅه د حلال رزق د ګټلو، خلکو ته د خدمت کولو او د کورنۍ آرامښت وي، هماغه ورځنی کار د عبادت رنګ ځانته اخلي؛ او کاري ساعتونه، د لمانځه او دعا په اندازه ارزښت پیدا کوي.
د روژه ماتې وخت، هغه شېبه چې عبادت او هڅه د یوه بل ترڅنګ معنی پیدا کوي. کارگر، کارکوونکی، محصل او هغه مور چې له سهاره یې بې له ځنډه هڅه کړې، ټول په دې شېبه کې شریک دي؛ هر یوه یې د خپل توان په اندازه هڅه کړې او اوس د دسترخوان ترڅنګ ناست دي چې د شګرګزارۍ بوی ورکوي.
دا روژه ماتی د دې حقیقت یادونه کوي چې د روژې په مبارکه میاشت کې، د محراب او عمل ترمنځ کوم واټن نشته. کولای شي په هغو لاسونو چې کار کوي او هغه زړه چې د خدای یاد زمزمه کوي، هم د ژوند چارې پر مخ وړي او هم خپل روح پالي. روژه موږ ته را زده کوي چې دیني ژوند، له نړۍ څخه بېل نه دی، بلکې د نیتونو پاکوالی په همدې ژوند کې دی. روژه لرونکی انسان، خدای ته په متوجه زړه او په کار باندې په بوختو لاسونو سره، کولای شي هم نړۍ آباده کړي او هم آخرت جوړ کړي.
ژباړه: زماني