هندي پوځ په کشمیر کښې څلور نور وسله وال ووژل
Jun 05, 2017 10:38 Asia/Kabul
د هندوستان امنیتي ځواکونو د دغه هیواد ترکنټرول لاندې کشمیر کښې څلور وسله وال وژلي دي.
د هندوستان پوځي چارواکو وویل: څلور مخالف وسله وال چې د دغه هیواد د کنټرول لاندې کشمیر کښې یې د حکومتي ځواکونو په یوې اډې د حملې نیت درلود، د هندي ځواکونو په ډزو کښې ووژل شول.
هندي چارواکو اعلان وکړ چې دغه څلورو وسله والو په حکومتي ځواکونو ډزې وکړې او ورباندې یې لاسي بم وغورځوه خو مخکښې له دې چې د هندي ځواکونو کیمپ ته په ننوتو بریالي شي، د دغو ځواکونو په ډزو ووژل شول.
په دغه نښته کښې چې د سرینګر په ۳۰ کیلومیټرۍ کښې رامینځته شوه، هندي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
ټیګونه