هند بلآخره له پاکستان سره خبرواترو ته چمتووالی وښود
https://parstoday.ir/ps/news/world-i49326-هند_بلآخره_له_پاکستان_سره_خبرواترو_ته_چمتووالی_وښود
د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې له پاکستان سره بې د دریمګړي له مداخلې د نیغ په نیغه خبرواترو لپاره د خپل هیواد چمتووالی اعلان کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 06, 2017 14:57 Asia/Kabul
  • هند بلآخره له پاکستان سره خبرواترو ته چمتووالی وښود

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې له پاکستان سره بې د دریمګړي له مداخلې د نیغ په نیغه خبرواترو لپاره د خپل هیواد چمتووالی اعلان کړ.

تسنیم خبري آژانس د پاکستان د ای، آر، وایی نیوز له قوله لیکلي دي چې سشما سوارج وویل: مونږ له پاکستان سره د ټولو ستونزو په تیره بیا د کشمیر په هکله خبرواترو او د موجودو مشکلاتو هوارولو ته تیار یو.

هغې وویل: زمونږ شرط دا دی چې دا خبرې اترې نیغ په نیغه وشي ځکه چې مونږ دریمګړی نه منو، ټول دې پوه شي چې د کشمیر مسئله باید د پاکستان او هندوستان ترمینځ هواره شي او د بل کوم هیواد دخالت ته پکښې ضرورت نشته.

سشما سوارج زیاته کړه: د شنګهايي سازمان په غونډه کښې د پاکستان او هندوستان د وزیراعظمانو نواز شریف او نریندر مودي ترمینځ د ملاقات لپاره هیڅ پلاننګ نه دی شوی او د ملاقات امکان نشته.

له بلې خوا د پاکستان ولسمشر ممنون حسین هم له ملګرو ملتو وغوښتل چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د بشري حقوقو خلاف ورزي په جدیت سره تعقیبه کړي.

هغه همداشان هندوستان ته بلنه ورکړه چې له پاکستان سره خپل موجود مشکلات د ډیپلماسۍ او د خبرواترو پر میز د کښیناستو له لارې هوار کړي.