ورځپاڼو ته کتنه ۲۸-۳-۹۶
ګرانو او قدرمنو دوستانو دا دے نن یو ځل بیا له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو او غواړوو چې د ایران او نړۍ د ورځپاڼوځینې خاص خبرونو ته یوه لنډه کتنه وکړوو.
د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې ولیکل: په برطانیې کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر ډاکټر حمید بعیدی نژاد دتهران پرضد دامریکا دسېنېټ نوی بندیزونه په مینځنی ختیځ کښې د واشنګټن د ماتی نښه وبلله .
ورځپاڼې زیاته کړه هغه پرون دایران په خلاف د امریکې دسېنېټ لخوا دنویو بائیکاټونو تصویبیدو ته په اشارې سره وویل د واشنګټن دغه بندیزونه په مینځنی ختیځ کښې د امریکې او د هغې دملګرو هیوادونو دسیاستو دماتې خوړو په وجه د امریکې د کینې او استیصال نښه ده .
----------
ورځپاڼې د یمن د انصار ا... غورځنګ د ویاند محمد عبدالسلام له قوله ولیکل: د یمن افسوسناک حالات د نړۍ په تندی د شرم داغ دے.
-------
ورځپاڼې د عراقی سرچینو له قوله ولیکل: عراقی ځواکونو په یو لړ ناڅاپه عملیاتو کښې د الانبار په لویدیځ کښې د الولید لارې په ازادولو سره د عراق، سوریې او اردن په پوله ایز مثلث تسلطه حاصل کړ.
----------
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې د اسلامی ایران د اطلاعاتو د وزیر حجت الاسلام و المسلمین سید محمود علوی له قوله ولیکل: ترهغه وخته چې د ایران په خلقو کښې د شهادت خوشبوی موجوده وی هیڅکله به اسارت ونه وینی.
---------
ورځپاڼې ولیکل د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دایران اسلامی جمهوریت په مینځنی ختیځ کښې مهم او اغیز شیندونکی هیواد وباله او وې ویل دایران له ګډون پرته دسیمې کړکیچونه نشی حل کیدې .
دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان زیاته کړه دایران په ګډون سره د سوریې او د عراق کړکیچونه حل کیدې شی
----------
ورځپاڼې د امریکائی سرچینو له قوله ولیکل: د دغه هېواد ولسمشر له کیوبا هېواد سره د تعلقاتو د ښه کولو په اړه د اوباما د حکومت موافقه لیک وشلوۀ.
----------
ورځپاڼې ولیکل: د سوریې ځواکونو د حمص صوبې په ختیځ کښې اراک نومې د تېلو مېدان د داعش ترهه ګرې ډلې له قبضې ازاد کړ.
---------
اطلاعات ورځپاڼې ولیکل: په افغانستان کښې د نېټو ځواکونو قوماندان جنرل جان نېکلسن وویل چې په افغانستان کښې د داعش ډلې لوړ رتبه تبلیغاتی چارواکے جواد خان د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کښې په یوه هوائی حمله کښې وژل شوے دے.
----------
ورځپاڼې د پاکستان د صوبائی او پوله ایزو چارو وزیر «عبد القادر بلوچ» وویل: که امریکې د اسلام آباد په خلاف خپله سخته پالیسی بدله نه کړه نو خپله به زیان ومومی.
----------
د پاکستان چاپ جنګ ورځپانې په خپل سائیټ کښې ولیکل: د امریکې د سمندری بېړۍ چې د جاپان له ساحل سره نزدې په پېښه کښې تباه شوې وه د اوو فوځیانو مړی وموندې شول او په دغه پېښه کښې د کپتان په شمول درې تنه نور ژوبل شوی هم وو.
-------
ورځپاڼې ولیکل: په پرتګال کښې د ځنګل د اور لګېدنې له کبله د مړو شمېر پینځویشتو ته ورسېد.
--------
ورځپاڼې د پاکستان د تحریک انصاف د مشر عمران خان له قوله ولیکل: شریف خاندان ګېم بائېللے دے او اوس یې وروستۍ تکیه قطری هم مرستې ته نه راځی.
-----------
کابل چاپ ورځپاڼو نن د سیاسی او امنیتی مطالبو تر څنګ پر یو شمېر مهمو اقتصادی مسایلو په ځانګړی ډول د هوا له لارې له هند سره د افغانستان د سوداګریزې راکړې ورکړې په اړه هم یو شمېر مطالب چاپ کړی دی.
ملی ارمان خپلواکې ورځپانې په دې اړه خپل د سر په مطلب کې د هندی چارواکو په حواله لیکلی چې د هوا له لارې د افغانستان او هند تر منځ لومړنۍ سوداګریزه راکړه ورکړه نن یکشنبه له کابله پېلېږی.
په مطلب کې د هند د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند په حواله لیکلی شوی چې د هند افغانستان د هوایی دهلیز پر جوړولو خبرې د تېرکال په دسمبر میاشت کې هند ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د سفر پر مهال شوې وې.
په مطلب کې دغه شان په افغانستان کې د هند د سفیر په حواله راغلی چې د دواړو هېوادونو تر منځ د "ځانګړی هوایی دهلیز" له جوړولو هدف د اقتصادی او سوداګریزو اړیکو پراخول دی.
---------
اصلاح ورځپاڼې بیا د موضوع په اړه په خپل یو مطلب کې د افغانستان د سوداګرۍ د خونې د ویاند صیام الدین پسرلی په حواله لیکلی چې د افغانستان او هندوستان تر منځ د هوایی دهلیز د فعالیت په پیل سره به له پاکستان سره پر سوداکریزې راکړې ورکړې اتکا کمه شی.
--------
هېواد دولتی ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلی، د کابل او نوی ډهلی تر منځ د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې ځانګړی هوایی دهلیز په داسې حال کې جوړېږی چې پاکستان د افغانستان او هندوستان د راکړې ورکړې پر مخ لارې تړلې دی.
--------
د کابل چاپ وېسا ورځپاڼې ولیکل: د امریکې د پوځ د لوی درستیز پخوانی مرستیال جېک کېن وویل: په افغانستان کې د امریکا ۱۶ کلن نظامی عملیات شرموونکی دی
هغه زیاته کړه: افغانستان ته د ۴ زرو اضافی سرتېرو استول به په دې هېواد کې د جګړې لوری بدل نه کړی که نړیواله ټولنه په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه کول غواړی، نو د پوځیانو د ډېرولو پر ځای دې د افغان ځواکونو په تجهیز او روزنه کې مرسته وکړی.
----------
ورځپاڼې د لویځو رسنیو له قوله ولیکل: یو افغان سرتېری په شاهین قول اردو کې څلور امریکایان ووژل.
ورځپاڼه لیکی لوېدیځې رسنۍ وایی چې یو افغان سرتېری په بلخ ولایت کې په یو داخلی برید کې څلور امریکایی سرتېری وژلی او یو شمېر نور یې ټپیان کړی دی.
د بریتانیا سنډې اېکسپرېس ورځپاڼې ویلی چې دغه برید په شاهین قول اردو کې ترسره شوی او په ځوابی ډزو کې یاد افغان سرتېری وژل شوی او یو ملګری یې ټپی دی.
----------
ورځپاڼې په یو بل خبر کښې ولیکل: د کابل په دارالامان کې د دولتی ودانیو لپاره د کمپلکس جوړولو قرارداد لاسلیک شو.
د دې سترې پروژې چارې د خطیب و عالمی په نوم یوه لبنانی شرکت ته چې د ولسمشر د مېرمنې بی بی ګل غنی ورور په کې شریک دی، سپارل شوې دی
د یادې پروژې په عملی کېدو سره به په ښار کې ګڼه ګوڼه کمه او ټولې دولتی ودانۍ به په یوه مشخص ځای کې خلکو ته خدمات وړاندې کړی.
--------
وېسا ورځپاڼې ولیکل: امریکې په تاجکستان کې د ترهګرو بریدونو د کېدو خبرداری ورکړ.
-----
ورځپاڼې په یو بل خبر کښې ولیکل: په ولسی جرګه کې د ننګرهار استازی ظاهر قدیروویل: په ننګرهار کې د داعش پر خلاف په ملی او سیمه ییزه کچه اقدامات کېږی.
----------------
واشنګټن اګزاماینر نشریې د امریکې د دفاع د وزیرجېمز مټېس له قوله ولیکل:د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو په نوی ستراتیژۍ کې د پاکستان پر خاوره د مېشتو تروریسټانو پرضد په مبارزه تمرکز کېږی.جېمز مټېس ویلی په افغانستان کې د هر ډول ستراتیژۍ د بریالیتوب لپاره دا اړینه ده چې دا ستراټیژی د افغانستان له پولو بهر وغځېږی.