د قدس د نړیوالې ورځې د اعلانولو فلسفه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i50592-د_قدس_د_نړیوالې_ورځې_د_اعلانولو_فلسفه
لکه څرنګه چی د ترکیې په شان ځینو اسلامی هیوادونو دغه نیواکګر رژیم په رسمیت پیژندلی او له دغه رژیم سره څرګندې ډیپلوماټیکې اړیکی هم لری او د عربستان ، قطر او اردن په شان ځینې عربی هیوادونه هم له تیرو وختونو راهیسې له دغه رژیم سره پټې اړیکی لری او اوس دا اړیکی هم څرګندې شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 22, 2017 09:50 Asia/Kabul
  • د قدس د نړیوالې ورځې د اعلانولو فلسفه

لکه څرنګه چی د ترکیې په شان ځینو اسلامی هیوادونو دغه نیواکګر رژیم په رسمیت پیژندلی او له دغه رژیم سره څرګندې ډیپلوماټیکې اړیکی هم لری او د عربستان ، قطر او اردن په شان ځینې عربی هیوادونه هم له تیرو وختونو راهیسې له دغه رژیم سره پټې اړیکی لری او اوس دا اړیکی هم څرګندې شوی دی .

 

د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم د روژې د مبارکې میاشتې وروستۍ جمعه چی ځانګړې اهمیت لری ، د ایران د اسلامی انقلاب  له بریالیتوبه وروسته د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح لخوا د قدس د نړیوالې ورځې په توګه ونومول شوه  چی اسلامی امت هم په درستې نړۍ کې هر کال  د حضرت امام خمینی رح له نوښت په پیروۍ او هرکلی سره واټونو ته راووځی او د لاریونونو په ترسره کولو سره د قدس شریف له مظلومو او بی دفاع خلکو خپل ملاتړ  او د فلسطین له نیواکګر رژیم او د هغه له ملاتړو خپله کرکه اعلانوی . د قدس د نړیوالې ورځې په توګه د روژې د مبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې د  نومولو فلسفه دا وه چی صیهونیسټی حلقې ، د لویدیځ استعمار او د قدس نیواکګر رژیم هڅه کوله چی د قدس او فلسطین مسله یوازې د څو عربی هیوادونو د مسلې په توګه په ذهنونو کې  ورځای کړی او ووایی چی نوره له مسلمانانو سره هیڅ ارتباط نلری او له بده مرغه ځینې عربی هیوادونه البته د دغو هیوادونو رژیمونه هم په دغه کیسه کې د صیبهونیسټ رژیم او لویدیځ استعمار ملګرتیا او د قدس ورځې له ترسره کولو سره مخالفت کاوه او اوس هم  خپل مخالفت ته دوام ورکوی . د لویدیځ استعمار اوس هم  په لټه کې  دې داسې القا کړی چی د فلسطین او قدس له نیواکه کابو اویا کاله تیریږی او باید  نوره دا مسله هیرې کړې شی او د قدس نیواکګر رژیم په رسمیت وپیژندل شی  ، لکه څرنګه چی د ترکیې په شان  ځینو اسلامی هیوادونو دغه نیواکګر رژیم په رسمیت پیژندلی  او له دغه رژیم سره څرګندې ډیپلوماټیکې اړیکی هم لری  او د عربستان ، قطر  او اردن په شان ځینې عربی هیوادونه هم له تیرو وختونو راهیسې  له دغه رژیم سره پټې اړیکی لری او اوس دا اړیکی هم څرګندې شوی دی .

په هر حال امام خمینی رح د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه مخکې  د مسلمانانو د ستر مرجع او رهبر په توګه د غلیمانو د دغه ډول دسیسې په وړاندې خبر وو ، د اسلامی انقلاب له بریالیتوب او په ایران کې د اسلامی دولت له جوړیدا وروسته په لومړی ګام کې له صیهونیسټ رژیم سره ډیپلوماتیکی اړیکی د منحوس پهلوی رژیم په وخت کې ټینګې وې ، غوڅې او د هغه په ځای په تهران کې د غلسطیبن سفارت پرانستل شو . په دوهم ګام کې د روژې میاشتې وروستۍ جمعه د قدس د نړیوالې ورځې په توګه اعلان شوه ، حضرت امام خمینی په دغه اقدام سره څو هدفونه تعقیبول چی په دې ډول دی .

۱:د فلسطین مظلومو خلکو ته دا ښودل چی یوازې ندی بلکې درست اسلامی امت ورسره دې او دا د فلسطینی ملت لپاره دیره ستره ډاډګیرنه وه او همدا وجه وه چی د فلسطین خلکو جدی حرکت وکړ او په فلسطینانو کې نوې روح پو کړې شو .

۲:د فلسطین قضییه چی د لویدیدځ او صهونیستی حلقو په هلو ځلو سره یې اسلامی بڼه له لاسه ورکړی وه او په کلی ډول د کینړ پالو ملی پالو او لیبرالانو په لاس کې لویدلی وه ، د امام خمینی ره لخوا د  قدس د نړیوالې ورځې په اعلان سره د فلسطین د مسلې اسلامی رنګ او بوی ورستون شو  او د همدغې نړیوالې ورځې له اعلانیدا وروسته وو چی د فلسطینیانو لخوا انتفاضه پیل  او د حماس ډلې بڼه غوره کړه  اود امام خمینی رح په نوښت سره یې دومره وده وکړه چی د فلسطین په انتخاباتو کې د حماس اسلامی ډلې لومړی وزارت ترلاسه کړ ، که څه هم لویدیځ له دې موضوع هرکلې ونکړ او هماغه راز یې د فلسطین په  کورواکه تشکیلاتو کې خپلو ګوډاګیانو ته میدان پریبښوده خو د فلسطین خلکو خپل انتخاب چی اسلام وو ، کړې وو او دا د حماس غورځنګ وو چی په دوو جنګونو کې یې صیهونیسټ رژیم په ګونډو کړ ، هغه رژیم چی د ۱۹۶۷ په جنګ کې یې درستو عربی هیوادونو ته ماته ورکړی وه . د یادولو ده چی صیهونیست رژیم د خپل حیات لومړڼۍ ماته  په ۲۰۰۵ میلادی کال کې  په ۳۳ ورځنی جنګ کې د لبنان له حزب ا... غورځنګ خوړلی وه چی دا چاره د حماس د روحیې او انګیزې سبب شوه  او دغو دواړو ډلو یعنی د حزب ا.... شیعه او حماس سنی ډلو له یوه بل ملاتړ وکړ  او اوس هم په خپلو کې غږمله او ملګرتیا کوی .

۳:مسلمانان چی د فلسطین او قدس  د مسلو په شان په ګډو موضوګانو کې متحد نه وو ، حضرت امام خمینی رح د قدس د نړیوالې ورځې په اعلان سره ر اغونډ کړل او اسلامی امت لپاره یې یو وحدت ډالۍ کړ چی دغې چارې لویدیځې نړۍ ته دا پیغام ورسوه چی په اسانۍ سره د مسلمانانو حقوق نشی چیخنی کولې  او هغو ته یې دا هم ورسوله چی مسلمانان د دنیا په هر ځای کې چی وی که هغه بوسنیا ده که فلسطین ، میانمار او یا بل کوم ځای ، یوازې ندی .

۴:د فلسطین له مظلومانو او مستضعفانو په ملاتړ کې د امام خمینی رح لخوا د قدس د نړیوالې ورځې اعلان په درسټې نړۍ کې غیر اسلامی مستضعفانو ته هم د استکبار په وړاندې د دریدا درس ورزده کړ چی څرنګه باید له خپل حق دفاع وکړی .

۵:په اخر کې دا  ټکې باید هیر نشی چی د اسلام دښمنان هسې بیکاره ندی ناست بلکې له هماغه لومړیو یې د قدس د نړیوالې ورځې د پروسې د ناکامولو لپاره  چی د قدس او فلسطین د ازادولو په لړ کې ده ، دسیسې کړی  او هڅه کوی چی مسلمانانو په تیره بیا اهل سنتو ته داسې القا کړی چی ایران د تشیع په پراختیا پسې دې  او عربانو ته ووایی چی ایران د پارسانو په امپراتورۍ پسې دې ، چی له بده مرغه ځینې ساده کسان او همداراز هغه کسان چی په ظاهره مسلمانان دی او په حقیقت کې هیڅ له اسلام ندی خبر ، په دغه ډول تبلیغاتو باور هم کوی په داسې حال کې داسې هیڅ نشته دی  .

د بوسنیا په جنګ کې یوازې ایران وو چی د بوسنیا د مسلمانانو مرستې ته چی اهل سنت وو ، ودانګل . د ایران ساتندویه ځواک د بوسنیا په خاوره کې بوسنیایی مسلمانانو ته زده کړې ورکړې او هغو لپاره یې وسلې او مهمات ولیږل  او د دغه کار لپاره یې حتی کرویشیا هیواد ته کمیشن هم ورکاوه ځکه چی وسلې باید د دغه هیواد له خاورې د بوسنیا مسلمانانو ته رسیدلی وې ، که د تشیع د پراختیا خبره وې نو ایا ایران به په بوسنیا کې دا کار کاوه یا د فلسطین او حماس په مرسته چی هغو سنی دی ، دا کار کوی . د ایران د مرستې بحث له شیعه او سنی وراخوا دې او دایران د ملاتړ فلسفه له مذهبی پولو تیره بلکې انسانی اړخ لری .