دتهران او کابل چاّپ ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i52688-دتهران_او_کابل_چاّپ_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو په پیل کې هم د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې هم درسره شریکې کوو .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 25, 2017 07:47 Asia/Kabul
  • دتهران او کابل چاّپ ځینی نننۍ ورځپاڼې

دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو په پیل کې هم د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې هم درسره شریکې کوو .

داهم  دتهران کیهان ورځپاڼه  ده چې   پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دایران داسلامی جمهوریت  ولسمشر حسن روحانی  داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو  له لوړوپوړو قوماندانانوسره په کتنې کې د دغه ولسی اورګان  دهلوځلو په ستاینې سره  وئیلی دی درست ملی  اورګانونه او  وسله  وال ځواکونه  د  ولس دخدمت لپاره  سره یو شوی دی او دغه  یووالی ا و انسجام به  ترآخره  دوام ولری .

دلبنان اوسورئې په پولې کې   دسورئې دپوځ او حزب  ا... ولسی مبارز ځواک   په ګډو عملیاتو کې دعرسال   او القلمون سیمو زیاتره برخې  اومهمې   غره یزې لوړې  له داعشی اوالنصره  جبهې ترهه ګرو پاکې شوی دی  .

په سعودی عربستان کې  امریکائی  کودتا هم بشپړ شوې   او المنار خپرونې لیکلی دی ،  په سعودی عربستان کې ملک سلمان خپل زوی محمد بن سلمان ته  خپل ټول اختیارات سپارلی څو دهغه  په غیرموجودګۍ کې  دعربستان درستوچارو واګې په اختیار کې ولری . داپه داسې حال کې دی چې  د سعودی عربستان دملی ګارډ قوماندان  متعب بن عبدا... بن عبدالعزیز دلیرې کولو لپاره  هم محمد بن سلمان  پلانونه کړې او  په دغه مقام دهغه  وروستۍ شپې ورځې  ښکاری .

داردن سین په لویدیځی غاړې کې  وحشی ډوله صهونیسټی عسکرو په ډزو کې  دوه نور فلسطنیان  هم شهیدان او په لسګونو نور ټپیان شوی دی .

د صهونیسټ رژیم  دپوځ لوی درستیز  هم په فلسطینیو سیموکې په پراخو اعتراضونوپسې  سربداله شوې او د دغه نیواکګر رژیم درست ځواکونه ئې تیارسی کړی دی . راپورونه ښئ  په اردن کې  داسرائیلو په سفارت کې د ننه هم  ډزې شوی  چې  له امله ئې دوه اردنیان  وژل شوی دی او دغې چارې د ا ردن دخلکو سخته غوسه راپارولې ده .

 دهندوستان په لسګونوزره  خلکو  د دغه هیواد د وحشی ډوله پولیسو په لاس دیوه روحانی په سپکاویو په اعتراض کې ستره مظاهره کړې او د دغه جنایت  دعواملو دسختې سزا غوښتنه ئې کړې ده .

دترکیې  حکومت په تیر کال کې له کودتا وروسته  دپوځ دومره جنرالان او پرسنل له کاره ګوښه کړی دی  چې اوس  د خپل پوځ  دجنرالانو او پرسنلو له کمښت سره مخامخ شوی دی .

دامریکا   په اوسنی  جنجالی حکومت کې د استعفاګانو بهیر هماغه راز دوام لری او دغه بهیر دومره  زیات شوی دی چې دسپینې ماڼۍ  دځینو لوړپوړو مسئولانو  پر استعفاګانو سربیره  خبره  خارجه وزارت ته هم غزیدلې او داسې ګونګوسې آوریدل کیږی چې  ممکنه ده دامریکا خارجه وزارت هم تر اغیزمن شی  او داهم ویل کیږی چې   دامریکا خارجه وزیر رکس ټیلرسن  پښې  هم په ګړَبیدا  دی .

دصهونیسټ رژیم  معاریو  ورځپاڼې  ایشواکړې چې وخت رارسیدلی څو  دعربستان اواسرائیلو اړیکې  ښکاره شی  څو نورو عربو اواسلامی هیوادونو لپاره یو مثال شی .

آل سعود رژیم   د عربستان په ختیځی ولایتونو کې د خپلو جنایتونو په دوام کې   دشرقیه او القطیف سیمو  دکابو  نهه ویشت  شیعیانو دپانسۍ  حکم صادر کړی دی . داپه داسې حال کې دی چې  په الشرقیه  کې  آل سعود رژیم  له تیرې یوه نیمې میاشتې راهسې  داهل تشیع   ځینی سیمې کلابند کړی او پر هغو  مظلومو خلکو ئې اوبه ،ټرانسپورټی فعالیتونه ، او دغه راز نور حکومتی امکانات  په بشپړ ډول  بند کړی دی .

 =  داهم جام جم  ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې  لیکلی دی ،  دقطر خارجه وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن  آل ثانی  په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، هر هغه ډول خبرې به هیڅکله  هم ونه منو چې  دقطر  حاکمیّت ته تاوان رسوی   . هغه یو ځل بیا  دقطر دحاکمیّت  او دنړیوالو قوانینو  په احترام  دمشتملو خبرواترو له لارې  دفارس خلیج دبحران  دحل لپاره  دقطر پر دریځ  ټینګار وکړ او وې ویل  چې  قطر  نوره دچا  دړکې نه منی او  د دمتقابل احترام په اساس   خبرواترو ته  تیار دی .داپه داسې حال کې دی چې  دملګروملتو سرمنشی آنتونیو ګوتریس هم  له قطر سره دځینوعربو هیوادونو  روان کړکیچ  ټولو لورو  غوښتی چې  دخبرواترو له لارې دې روانه شخړه  حل کړی او ډیپلوماټیکو  حل لارو دې کار واخلی .

دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو  ملی اورګان  په الاقصی جومات د  وحشی صهونیسټی رژیم  دیرغلونو په محکومیَّت کې  یوه اعلامیه  صادره کړې او  وئیلی ئې دی چې  دقدس شریف دیهودی کولو لپاره  به د  صهونیسټانو پروژه هیڅکله هم  کامیابه نشی .

 د افغانستان په کابل کې په زورورې  چاودنې کې  کابو درې دیرش  کسان وژل شوی او پنځه څلویښت نور ټپیان شوی دی  او د دغه جنایت پړه  هم وسله والو طالبانو په غاړه اخستې ده  او مدعی شوی دی چې  دوی د  ملی امنیت د ادارې پر پرسنلو  دغه برید کړی  چا چې  دشوروی دنیواک په وخت کې دپلټنو او جاسوسۍ  مسئولیتونه په غاړه درلودل .

داپه داسې حال کې دی چې   جنایتکارو   او تکفیری ترهه ګرو   دپاکستان په  لاهور کې  هم   دکابل  له چاودنې څو ساعته وروسته  ځان مرګی برید کړی  چې ویل کیږی  په دغه جنایت کې هم  کابو  اته ویشت کسان وژل شوی او څه دپاسه پنځوس  نور ټپیان شوی دی او د دغه جنایت  پړه هم دپاکستان  طالبانو ډلې  په غاړه اخستې ده . ډیری شناندی اوکارپوهان وائی  دکابل ا و  لاهور د چاودنو  ماهیّت   او موخه یوه ده او  دواړه هیوادونه باید دتکفیری ترهه ګرو او وسله والو طالبانو په ضد  غږمله   او کوټلی اقدامات وکړی ،څو له دغې سپیرې بلا سیمه او دغه  دواړه    غم ځپلی هیوادونه د دغو  تکفیریانو او جنایتکارو له شره  وژغورل شی .

دبحرین   انقلابی ولس یو ځل بیا دخپلو مبارزو  او روحانی مشرانو په ملاتړ کې  مظاهرو اواعتراضونو ته دوام  ورکړی دی  او کلک هوډ ئې کړی  چې تر  وروستیو پورې به دخپلو مبارزو   اوروحانی مشرانو په دفاع کې غلی کې نه نی  او خپلو سوله ایزو اعتراضونو اومظاهرو ته به دوام ورکړی .

دپاکستان په کراچۍ کې یو ځل بیا ټارګټ کیلینګ سر راپورته کړی او وئیل کیږی چې  پرون هم  مخ پټو ترهه ګرو  دپولیسو  پر یوه ګاډی برید کړی چې له امله ئې یوشمیر کسان مړه اوټپیان شوی دی. دغه راز د خیبر ایجنسۍ په قبائیلی سیمې کې  هم د پوځ  د ردالفساد  نومې پاکونکو عملیاتو په دوام کې  نور په  لسګونو ترهه ګرو هلاک او ټپیان شوی دی  او داهم ویل شوی چې د ترهه ګرو  یو شمیر پټنځایونه اوتجهیزات هم  تباه شوی دی . 

دمصر په سینا صحراکې  د دغه هیواد پوځ  په یولړ  عملیاتو کې   دولس  وسله وال ترهه ګر  هلاک او دهغوی درې پټنځایونه ئې هم تباه کړی دی .

دغې ورځپاڼې  همداراز  د:  په عربستان کې د امریکائی کودتا دسیسه بشپړ شوې : په  عنوان سره یوه مقاله لیکلی ده . د دغې مقالې په دوام کې ویل شوی دی آل سعودرژیم ته نزدې خبری سرچینو نن وئیلی دی ، د سعودی عربستان د هغه وهابی پاچا د څنګةکیدا دسناریو وروستۍ مرحله چې جسمانی وضعیَت ئې دومره هم بد نه دی ، په برابریدو او دهغه دلیرې کیدا داعلامیې منظمیدا او دغه راز دمحمد بن سلمان دتاج پوشۍ دستورې دجوړیدا په حال کې دی .

 

دلبنان  المنار ورځپاڼې  په  یوې مقالې کې  دسعودی عربستان د پاچا  ملک سلمان  دخپل زوی محمد بن سلمان په ګټه د څنګةکیدا سناریو نهائی مرحلې  ته رسیدلې  اعلان کړه .

 

 په دغې مقالې کې لیکل شوی دی ،  آل سعودرژیم ته  نزدې   خبری سرچینو    وئیلی دی ،  د سعودی عربستان د هغه وهابی  پاچا د څنګةکیدا  دسناریو  وروستۍ مرحله  چې   جسمانی وضعیَت  ئې   دومره هم بد نه دی ،  په برابریدو  او  ده غه د لیرې کیدا  د اعلامیې منظمیدا  او دغه راز   دمحمد بن سلمان  دتاج پوشۍ  دستورې دجوړیدا په حال کې دی .

راپورښئ  دغو سرچینو  ویلی دی،محمد بن سلمان چې عملا  ئې د سعودی عربستان د رژیم  قدرت  ترلاسه کړی ، اوس  دملی ګارډ دقوماندان  متعب  بن عبدا... بن عبدالعزیز  دلیرې کولو په  لټه کې دی  او  د آل سعود کورنۍ د دغه شهزاده لیرې کولو ته  چې له پراخو اختیاراتو برخمن دی ، څو شپې ورځې پاتې دی .

 په دغې مقالې کې لیکل شوی ،  المنار  خپرونې هم په یوه راپور کې وئیلی دی ،   دعربتسان دپاچا ملک سلمان  بن عبدالعزیز  د اوسیدو  ماڼۍ ته د ایمبولانسونو اودبهرنیو ډاکټرانو  تګ راتګ ، په همداوروستیو شپو ورځو کې  د عربستان  د ۸۳کلن پاچا  د جسمانی  وضعیَت  دلاخرابیدو د بریښولو  په خاطر  زیات شوی  دی .

د دغه راپورپه اساس  دمحمد بن سلمان  په پاچا کیدو سره به  له صهونیسټ رژیم سره  د سعودی عربستان  داړیکو  دعادی کیدا بهیر  لازیات تیز شی  او  له تل ابیب سره به دسعودی عرب د تکفیری وهابی  رژیم ملګرتیا هم لا زیاته نندارې ته وړاندې شی .  او  دمحمد بن سلمان  قدرت ته په بشپړ ډول رسیدا به دعربستان په تاریخ کې  یو تاؤتریخجنه اوخطرناکه مرحله  وی  او په دغې مرحلې کې به  د شهزادګانو ترمینځ دقدرت په سر سیالۍ  ترخطرناک حده ورسیږی  او دهیواد اقتصادی ځوړتیا به هم  لاترینګلی کړی  او د امریکایانو او صهونیسټانو خورجینې به  لازیاتې ترې ډکې شی .

=    اوس هم راګرځو دکابل چاپ ځینو ورځپاڼو ته  چې له انټرنیټه مو راخستی اوله تاسو سره ئې هم شریکې کوو .

(باید ووایو چې دغه لیکنې د دغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی )

د کابل چاپ ځّینو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په کابل کې د تېرې ورځې دکار بم چاودنې په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړی دی.

افغانستان ما، خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په یو مطلب کې لیکلی، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د کابل د تېرې ورځې په موټر بم چاودنه کې چې د دریمې امنیتی حوزې په مربوطاتو کې  شوی، ۲۴ کسان وژل شوی او ۴۲ کسان ژوبل شوی دی.

په مطلب کې راغلی چې ارګ، د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش، اجرائیه رئیس عبدا... عبدا....، یوناما، د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو، د امریکا سفارت او د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون دغه حمله غندلې او د بشریت ضد یې ګڼلې ده.

خو ارمان ملی خپلواکې ورځپاڼې بیا د بلخ د والی عطا محمد نور په حواله لیکلی چې، تسلیت ویل او غندل هېڅ درد نه دوا کوی.

په مطلب کې ویل شوی چې ښاغلی نور په یو پیغام کې ویلی، د افغانستان په هر ګوټ کې خلک د ناکامو سیاستونو ښکار دی او تر کومه چې د هېواد په امنیتی بنسټونو کې لازم او اساسی اصلاحات رامینځته نه شی افغانان به دغه شان د خونړیو پېښو شاهدهان وی.

هېواد دولتی ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلی د افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونو په کابل ښار کې د موټر بم چاودنو، انتحاری او غلچکی بریدونو د مخنیوی په هدف امنیتی تدابیر نیولی خو بیا هم د سولې دښمنان وتوانېدل چې د خلکو په یوه ګڼه ګونه سیمه کې موټر بم چاودنه وکړی.

ورځپاڼه لیکی، ترکومه چې په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه له مینځه ولاړ نه شی دا شان بریدونو به روان وی.

=    مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا د موضوع په تړاو په خپله سرمقاله کې لیکلی، د نا امنیو له وجې خلکو په تېرو درو ورځو کې تر سلو  پر زیاتو خپلو، خپلوانو خاورې اړولی او ګڼ نور په روغتونونو کې پراته دی.

خو سرمقاله لیکونکی لیکی، د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوی وایی، د  وړم او تېرکال په پرتله د سږکال امنیتی حالت څو چنده ښه دی او لا ډېر به ښه شی.

د سرمقاله مقاله لیکونکی په خبره، ارګ کې په رېښتیا هم امنیت دی!

او اطلاعات روز  خپلواکه ورځپاڼه بیا په خپل یو مطلب کې کال پرون ورځې ته ستنه شوې لیکلی:   تېرکال په همدغه ورځ یعنې د اسد په دوهمه، په دهمزنګ څلو لاری کې د روښنایۍ غورځنګ پر مظاهره کوونکو انتحاری حملې وشوې چې د ورکړل شویو ارقامو له مخې ۸۶ کسان په کې ووژل شول او تر ۴۰۰ زیات ټپیان شول.