امریکایی ایتلاف په سوریه کې په لسګونو بې ګناه کسان ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i52824-امریکایی_ایتلاف_په_سوریه_کې_په_لسګونو_بې_ګناه_کسان_ووژل
 د سوریې سرچینو د دغه هیواد په شمال کې په رقه ښار د امریکای ایتلاف په هوایي حمله کې د لسګونو سوري  ښاریزو د وژل کیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 27, 2017 02:03 Asia/Kabul
  • امریکایی ایتلاف په سوریه کې په لسګونو بې ګناه کسان ووژل

 د سوریې سرچینو د دغه هیواد په شمال کې په رقه ښار د امریکای ایتلاف په هوایي حمله کې د لسګونو سوري  ښاریزو د وژل کیدو خبر ورکړ.

 

العالم چینل د سوریې د سرچینو له قوله راپور ورکړ  په الرقه ښار د امریکایی ایتلاف په پرونۍ حمله کې  شپږ دیرش ملکي کسان مړه او کابو پنځوس ژوبل شول.

د داعش له ترهه ګرو سره د مبارزې په پلمه د سوریې په مختلفو سیمو د امریکایی ایتلاف د جنګي الوتکو په حملو کې تر اوسیه  په سلګونو ملکي کسان مړه او ژوبل شوې دی.  امریکایی ایتلاف  تراوسه د دغه حملې په هلکه څه نه دي ویلې .

په عین حال کې وویل شول چې د سوریې کردو ځواکونو په دغه هیواد کې د داعش ترهه ګرو د غونډیو تر ټولو د  لوی مرکز یعنې رقې د نیم ښار کنټرول په لاس کې اخستی دی.  یو بل خبر وایي چې د حمص ولایت په ختیځ کې د البغیلیه کلي د سوریې د ځواکونو په حمله کې دغه کلی له داعشي ترهه ګرو واخستل شو.

 د سوریې دفاع وزارت  پرون وویل چې په دغو عملیاتو کې یوشمیر ترهه ګر مړه او ژوبل شول او د هغوی یو لړ سازو سامان له مینځه لاړ.

له عراق سره په پولو او ځینو نورو سیمو کې د  داعش ترهه ګرو په خلاف د سوریې د پوځ عملیات روان دي.