د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کښې عمومی اعتصاب دوام لری
Jul 31, 2017 12:32 Asia/Kabul
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر هم هغه شان د هندی ځواکونو د ځپونکو حملو په دوام باندې په اعتراض کښې په اعتصاب کښې دے.
زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې نن د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر په پلوامه سیمه کښې د اعتصاب په دوران کښې د دغې سیمې ټول اداری، تجارتی او تعلیمی مرکزونه او بازارونه بند وو.
د دغه رپوټ له مخې د اعتصاب په وجه د کشمیر په زرګونو خلقو په ژوند او ژواک تاثیر شوے دے.
درې ورځې مخکې په پلوامه سیمه کښې د هندی فوځیانو د ډزو له کبله دوه کشمیریان ووژل شول.
له دې وروسته د کشمیر خلقو د کشمیریانو په خلاف د هندی ځواکونو په ځپونکو جنایتونو باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
ټیګونه