هندی عسکرو نور پینځه کشمیریان ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i53466-هندی_عسکرو_نور_پینځه_کشمیریان_ووژل
هندی عسکرو د ۲۰۱۶ میلادی د جولایی په اتمه د برهان وانی له وژلو وروسته تراوسه ۲۳۰ کشمیریان وژلی او په زرګونو نور یې ژوبل او نیولی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 05, 2017 11:02 Asia/Kabul
  • هندی عسکرو نور پینځه  کشمیریان ووژل

هندی عسکرو د ۲۰۱۶ میلادی د جولایی په اتمه د برهان وانی له وژلو وروسته تراوسه ۲۳۰ کشمیریان وژلی او په زرګونو نور یې ژوبل او نیولی دی .

زمونږ خبریال راپور راکوی د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر په بارامولا سیمه کې د هندی عسکرو او کشمیری مبارزانو ترمینځ په نښته کې درې کشمیریان مړه او یو پولیس هم ژوبل شو .

په انننتاګ سیمه کې دوه کشمیریان د هندی عسکرو په ډزو کې ووژل شول .

په تیرو دریو ورځو کې د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کې د هندی عسکرو په ډزو لږ تر لږه ۸ کشمیریان وژل شوی دی .

د کشمیر لمونځ کونکیو پرون  له جمعې لمانځه ترسره کولو وروسته په سوله ایزه توګه د مظاهرو په ترسره کولو سره د کشمیریانو په وړاندې د مودی دولت سیاستونه وغندل .

هندی عسکرو د ۲۰۱۶ میلادی د جولایی په اتمه د برهان وانی له وژلو وروسته تراوسه ۲۳۰ کشمیریان وژلی او په زرګونو نور یې ژوبل او نیولی دی .