ورځپاڼو ته کتنه ۱۹-۵-۹۶
ګرانو او قدرمنو دوستانو دا دے نن یو ځل بیا له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو او غواړوو چې د ایران او نړۍ د ورځپاڼوځینې خاص خبرونو ته یوه لنډه کتنه وکړوو.
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله سرخۍ کښې ولیکل: پیویانګ او واشنګټن یو بل وګواښل.
د شمالی کوریا دولت اعلان وکړ نیت لری چی په ارام سمندر کې په ګوام ټاپو کې د امریکایی اډو په لور مینځ واټنه بالستیک توغندی وتوغوی .
ورځپاڼې د شمالی کوریا د رسمی خبری اژانس په نقل سره ولیکل د پیونګ یانګ حکومت په ډیرې ځیرتیا سره د ګوام ټاپو په شا و خوا کې د یوه بالستیک توغندی د ویشتلو په اړه خپله عملیاتی طرحه جاجوی .
دغه ګواښ له دې یو ساعت وروسته اعلان شو چی د امریکا ولسمشر ټرمپ ادعا وکړ د شمالی کوریا مشر ډیر ګواښونکی او د معمول له ګامونو وراخوا اقدام کړی دی او له هغه اور سره به مخامخ شی چی نړیوالو تراوسه ندی لیدلې.
------------
ورځپاڼې ولیکل: د صهیونېسټ رژیم الوتکو په غزې کښې د فلسطین د مقاومت په اډو باندې بمبارۍ وکړې.
-------
د ورځپاڼې دلیکنې له مخې د یمن فوځ اعلان وکړ، د سعودی په خاوره کښې ددغه هېواد د سیمو نیولو ته یې امادګی اختیار کړې ده.
---------
د اطلاعات ورځپاڼې دلیکنې مطابق د سوریې فوځ د سوئدا لوړې له تکفیری ترهه ګرو څخه ازادې کړې.
-------
د ورځپاڼې له مخې اېټالیا له ملګرو ملتو وغوښتل چې د لېبیا بحران دې مدیریت کړی.
-------
ورځپاڼې ولیکل: ویکیلېکس د ریاض او تل ابیب له پټو تعلقاتو څخه پرده اوچته کړه.
-------
د تهران چاپ ابرار ورځپاڼې ولیکل: داسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف نن د دغه وزارت لپاره دخپل راتلونکو پروګرامونو تشریح کولوسره دخبریالانو په ټول کې ووئیل اسلامی ایران دجامعې ایټمی موافقې په خیال ساتلو سره باید دامریکا له خوا له جامعې ایټمی موافقې او د ایټمی پروګرام له بریاؤ څخه داستفادې د کمیدا مخه ونیسی .
دایران خارجه وزیر همداراز ووئیل ، دمقاومتی اقتصاد او اقتصادی ډیپلوماسۍ دفعالولو لپاره دایران دخارجه وزارت اقتصادی پروګرامونه په جدیّت سره تعقیبیږی .
------
ورځپاڼې ولیکل: داعش تکفیری ډلې په عراق کښې یو ایرانی اسیر په شهادت ورسوۀ.
----------
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې ولیکل: د دغه هېواد د خېبر پختونخوا صوبې په د دیر په تیمرګره سیمه کښې د ترهه ګرو په خلاف د فوځ د عملیاتو په دوران کښې د ځان وژونکو حملو له امله د یو مېجر په شمول څلور فوځیان ووژل شول.
-----------
ورځپاڼې ولیکل: د پاکستان یوه جنگی الوتکه وغورزېده
دغه جنګی الوتکه د عادی ماموریت په مهال، د سبزه زار سیمې د میانوالی هوایی ډګر ته څیرمه، د فنی نقص له کبله غورځیدلې ده.
د لټون له عملیاتو وروسته د دغې الوتکې د پائېلټ مړے وموندے شو.
-----
د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې ولیکل: په پاکستان کښې سیاسی بازار ګرم شوے دے او د پاکستان د پخوانی وزیراعظم نواز شریف یو بل سیاسی مخالف طاهرالقادری هم لاهور ته ورسېد.
-------
ورځپاڼې ولیکل: د پاکستان نوی وزیراعظم خاقان عباسی د دغه هېواد د فوځ له مشر جنرل باجوه سره کتنه او په مختلفو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
------
ورځپاڼې ولیکل: د پاکستان د تحریک انصاف د مشر عمران خان په خلاف د مېرمن عائشه ګلالۍ تورونه د دغه ګوندپارلېمانی تحقیقاتۍ کمېټۍ رد کړل.
-------
د کابل چاپ وېسا ورځپاڼې ولیکل:
د سی آی اې رئیس کابل ته د افغان جګړې د خصوصی کولو طرحه راوړې وه
مایک پمپیو له ولسمشر او اجرائیه رئیس سره په کتنو کې د امریکا پر افغان ستراتېژۍ او د بلک واټر د پخوانی رئیس د افغان جګړې د خصوصی کولو پر طرحې خبرې کړې دی
په طرحه کې سل الوتکې او پنځه زره قراردادیان وړاندیز شوی چې ډېری به یې امریکایان او د ناټو د غړو هېوادونو متقاعد سرتېری وی چې په افغانستان کې یې پوځی ماموریت کړی
--------
ورځپاڼې ولیکل:
خوانی ولسمشر حامد کرزی وویل: د روانو ناورینونو تر شا د پردیو مرموزو کړیو لاسونه دی
پخوانی ولسمشر حامد کرزی د سرپل ولایت په میرزا اولنګ سیمه کې د عامو خلکو د وژنې پېښه په کلکو ټکو غندلې او هغه یې نه بښونکی عمل بللی دی.
کرزی ویلی، په هېواد کې وروستۍ خونړۍ پېښې د پردیو په لارښوونه ترسره شوې او دا ښیی چې د افغانانو دښمنان د دې ولس په حق کې څومره ظالمانه کړنې ترسره کولی شی.
د هغه په وینا، دغه ډول پېښې د هېواد د دښمنانو اصلی څېره ولس ته ښیی او ولس ته په کار ده چې له دوی کرکه وکړی او پر خلاف یې ودرېږی.
کرزی له حکومته غوښتی چې د دغې پېښې په اړه دې هر اړخیزه څېړنه وکړی او عاملین یې دې د قانون منګولو ته وسپاری.
نوموړی پر افغان ولس هم غږ کړی چې له زغم او مقاومت څخه کار واخلی او هیله یې څرګنده کړې چې یوه ورځ به د روانو غمیزو ټغر له هېواد ټول شی او ټول افغانان به په سوله او سوکالۍ کې ژوند وکړی.
----------
له امریکا خپرېدونکې ورځپاڼې دی دینور پوست په خپله تازه ګڼه کې لیکلی:
امریکایانو د امریکا په تاریخ کې تر ټولو د اوږدې جګړې پر ځاى خیالی ورزشونو، انسټاګرام او د هینری کاردا شیانز کورنۍ ته زیات پام اړولى دى.
په لیکنه کې د وسله والو طالبانو د ځپلو لپاره په افغانستان کې د امریکا د تېرو شپاړسو کلونو هڅو، افغانستان ته د اضافی سرتېرو لېږلو او د افغان قواوو پوځی روزنې ته اشاره شوې ده.
دی دینور پوست ورځپاڼې په لیکنه کې دغه راز د تېرو شپاړسو کلونو ناامنیو ته هم پام اړول شوى او زیاتوی، امریکایان اوس د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ناامنیو ته پام نه اړوی، خو دا جګړه اوس په یوه ګرانبیه، ترخه او مصیبت پاروونکیواقعیت بدله شوې ده.
د لیکنې په وروستیو کې راغلی، د افغانستان جګړې ته د جنرال کېلې پاملرنه کولاى شی، د امریکایانو پام بیا دغې هېرې جګړې ته واړوی، خو په دې جګړه کې بریا بېخی بله موضوع ده.
------
ډیلی بیسټ ورځپاڼې بیا د افغانستان جګړې ته د یوې خصوصی امنیتی کمپنۍ د پام اړونې په باب لیکنه خپره کړې ده.
او لیکی سپینه ماڼۍ د افغانستان د شپاړلس کلنې جګړې د درېدلی حالت د ماتولو لپاره د دې جګړې د عمده برخې پر خصوصی کولو غور کوی.
د لیکنې په حواله، د بلک واټر په نوم د خصوصی امنیتی شرکت موسس ایریک پرینس افغانستان ته د ٥٥٠٠ خصوصی قراردادیانو د لېږلو پېشنهاد کړى، چې د افغان جنګی قواوو په سلا مشوره کې برخه واخلی او د همدغه شرکت ٩٠ خصوصی جنګی الوتکې یې ملاتړ وکړی.
د ډیلی بیسټ په لیکنه کې راغلی، که څه هم د سپینې ماڼۍ چارواکی د ایریک پرینس پر دغه پېشنهاد غور کوی، خو د امریکا د ملی امنیت سلاکار ایچ آر مکمستر او دفاع وزیر جیمز ماتیس دغه پېشنهاد رد کړى دى.