روسیه ستره پوځی مانوره کوی
(last modified Thu, 24 Aug 2017 10:21:03 GMT )
Aug 24, 2017 14:51 Asia/Kabul
  • روسیې ویلي په دغه مانورې کښې به یوازې دیارلس زره (۱۳۰۰۰)پوځیان ګډون وکړي .
    روسیې ویلي په دغه مانورې کښې به یوازې دیارلس زره (۱۳۰۰۰)پوځیان ګډون وکړي .

زمونږ خبریال وایی په داسې حال کښې چې له لویدیځ سره د ماسکو تاوتریخوالی زیات شوی دی ماسکو دسترې پوځی مانورې لپاره چمتووالی نیسی .

روسیه له ساړه جنګ وروسته اوس دیوې ترټولوسترې پوځی مانورې د ترسره کولو لپاره چمتو والی نیسی چې خپل قدرت نندرې ته وړاندې کړی .

د روسیې دغه ستره پوځی مانوره به دناټو لخوا له غبرګون سره مخ شی .

دروسیې دغه ستره پوځ مانوره په داسې حال کښې کیږی چې له لویدیځ سره د ماسکو اړیکې خرابې شوی دی .

دلویدیځو هیوادونو چارواکو او شناندو وویل چې کابو یولک پوځیان په د زپاد اولس (Zapad17)په نوم پوځی مانورې کښې ګډون وکړی .

دغه پوځی مانوره به راتلونکی میاشت په بیلاروس ، کالینینګراد او روسیې کښې وشی .

ویل کیږی  چې د روسیې دغه ستره پوځی مانوره به دسپتمبر دمیاشتې له څوارلسمې(۱۴) تر شلمې(۲۰) نیټې پورې وشی .

روسیې د زپاد اولس(Zapad17) په نوم پوځی مانوره یوه عادی مانوره بللی ده کومه چې هر څلور(۴) کاله وروسته کیږی .

روسیې ویلی دی چې دغه پوځی مانوره له مخکې څخه پلان شوی ده او دامریکا  لخوا نویو لګیدلیو بندیزونو ته کوم غبرګون نه دی .

روسیې ویلی په دغه مانورې کښې به یوازې دیارلس زره (۱۳۰۰۰)پوځیان ګډون وکړی .

دغه راز ناټو ویلی دی دوې به د روسیې پوځی مانوره له نږدې وڅاری خو  د روسیې سرحد ته نږدې د نورو عسکرو په دیره کولو سره د ماسکو پوځی مانورې ته د غبرګون دښودلو هیڅ پلان نلری .

دویلوده  د امریکا کانګرس هم څه موده مخکې په ۲۰۱۶ میلادی کال انتخاباتو کښې د لاسوهنې په تور د ماسکو پرضد نوی بندیزونه لګولی وو .