د انډونیشیا مسلمانانو د میانمار د سفارت مخې ته مظاهرې وکړې
د انډونیشیا قهریدلي خلک د میانمار د پوځ په بشري ضدو جنایتونو باندې په اعتراض کښې په جکارتا کښې د میانمار د سفارت مخې ته غونډ شول.
راغونډ شویو خلکو د میانمار د لویدیځ په راخین ولایت کښې د روهینګیا مسلمانانو خلاف د میانمار د پوځ ځپنه وغندله او په دغې سیمې کښې یې د میانماري پوځیانو لخوا د نسل وژنې د بندیدو غوښتنه وکړه.
قهریدلو خلکو د میانمار له مسلمانانو سره د پيوستون په اعلانولو سره د دغه هیواد د حکومت سلاکاره او خارجه وزیره آنګ سان سوچي چې د سولې نوبل انعام یې هم ګټلی دی، د میانمار د مسلمانانو په وژله کښې په چپتیا او مرستې تورنه کړه.
د میانمار د حکومت او تندلارو بودائیانو لخوا د دغه هیواد د رهینګیا قام د مسلمانانو بې رحمانه وژله د نړۍ په مختلفو هیوادونو کښې د قهر او اعتراض له یوې څپې سره مخامخ شوې ده.
پرون د چیچنیا او یوکراین خلکو هم د برما د مسلمانانو په وژلې او له هیواده په شړل کیدو باندې په اعتراض کښې مظاهرې کړې وې.