دترکیې عسکرو دعراق سرحد ته نږدې مانوره پیل کړی
-
امریکا ، صهیونیسټ رژیم ، انګلستان ، سعودي عربستان او د سیمې ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه له عراق څخه د کردستان سیمې دجلا کولو هڅه کوي .
زمونږخبریال وایی دعراق د کردستان سیمې د جلا کیدا دټولپوښتنې د ترسره کیدا په ارتباط په سیمه کښې د تاوتریخوالی له سختیدا سره په یووخت دعراق د کردستان سیمې سرحدونو ته نږدې دترکیې پوځی مانوره د ترسره کیدا په حال کښې ده .
دترکیې دغه پوځی مانوره په داسې حال کښې ترسره کیږی چې ولسمشر رجب طیب اردوغان ګواښ کړی دی دعراق دکردستان سیمې دچارواکو لخوا د یواړخیزه اقداماتو ددوام په بڼه کښې ممکنه ده چې انکارا دعراق په کردستان سیمه کښې پوځی لاسوهنه وکړی .
دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دعراق د کردستان سیمې سرحدونو ته نږدې د خپل هیواد د پوځیانو دیره کیدا ته په اشارې سره ټینګار وکړ دترکیې عسکر له دلیل پرته په سرحدونو کښې نه دی دیره شوی .
دترکیې حکومتی چارواکو په تیرو څو ورځو کښې په ځلونو د عراق د کردستان سیمې د ټولپوښتنې په غیرقانونی بللو سره ددغه سیمې مشر مسعود بارزانی ته خبرداری ورکړی .
دعراق د کردستان سیمې د جلا کیدا له ټولپوښتنې سره د عراق د مرکزی حکومت او د نړۍ دهیوادونو له مخالفت سره سره دعراق دکردستان سیمې چارواکو پرون دغه ټولپوښتنه وکړه .
امریکا ، صهیونیسټ رژیم ، انګلستان ، سعودی عربستان او د سیمې ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه له عراق څخه د کردستان سیمې دجلا کولو هڅه کوی او دغو هیوادونو د بیلتون دټولپوښتنې په ترسره کیدا کښې مهم رول لوبولی دی .