هندي ځواکونو په کشمیري ماتمیانو برید کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i57011-هندي_ځواکونو_په_کشمیري_ماتمیانو_برید_کړی
د هندوستان امنیتي ځواکونو پرون د دغه هیواد ترکنټرول لاندې کشمیر په سرینګر ښار کښې پر حسیني ماتمیانو برید وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 30, 2017 04:22 Asia/Kabul
  • هندي ځواکونو په کشمیري ماتمیانو برید کړی

د هندوستان امنیتي ځواکونو پرون د دغه هیواد ترکنټرول لاندې کشمیر په سرینګر ښار کښې پر حسیني ماتمیانو برید وکړ.

پارس ټوډی خبر ورکړی چې د هند امنیتي ځواکونو په ډنډو او اوښلن ګیس سره پر حسیني ماتمیانو برید وکړ. امنیتي ځواکنو همداشان یوشمیر ماتمیان ونیول.

د نوي ډیلي حکومت په کشمیر کښې په هرډول دیني غونډو بندیز لګولی دی او مدعي دی چې په دغې سیمې کښې د خلکو ماتم او عزاداري کول به د حکومت خلاف مظاهرو باندې بدل شي.

د بشري حقوقو پلوي ډلو د هند د حکومت لخوا په کشمیر کښې د محرم په مراسمو بندیز غندلی او ویلي یې دي چې دا کار د دیني او ټولنیزو آزادیو خلاف ورزي ده.

هندوستان په تیرو دریو لسیزو کښې ترخپل کنټرول لاندې کشمیر کښې ۶۸ زره مسلمانان وژلي دي.