ځینې هیوادونه دمینځنی ختیځ ناکراره کول غواړی
-
ځینې سیاسي اقدامات یوازې تجارتي دلایل لري .
فارس خبری اژانس وایی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مینځنی ختیځ اوسنی حالت دخپلو ګټو لپاره د دغه سیمې د بدلونونو دمخ ته دبیولو لپاره دځینو قدرتونو دهڅې له کبله وباله .
هغه وویل ځینو قدرتونو هڅه وکړه چې په کودتا او له پوځی ځواک نیغ په نیغه استفادې سره د مینځنی ختیځ حالات د خپلو ګټو لپاره مدیریت کړی .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ډاګینه کړه همدا اوس ځینې هیوادونه له ترهګرۍ سره دجدی مبارزې پرځاې کوشش کوی دمینځنی ختیځ ناکرارۍ او ګډوډۍ په یوې(۱) دایمې مسلې بدل کړی .
هغه وویل په دې مینځ ومان کښې روسیه وه چې دسوریې له قانوني حکومت او دسیمې له څو نورو هیوادونو سره یوځاې له نړیوالو قوانینو سره سم له ترهګرۍ سره وجنګیدله .
د روسیې ولسمشر پوتین د کوریا د ټاپووزمې کړکیچ ته په اشارې سره وویل دغه کړکیچ باید په صلح ایز ډول حل شی .
هغه دغه راز په دې خبرې سره چې ځیې هیوادونه کوشش کوی د سیاست له لارې خپلې اقتصادی ګټې تامین کړی وویل ځینې سیاسی اقدامات یوازې تجارتی دلایل لری او دهغو بایکاټونو هدف چې څه موده مخکې دامریکا په کانګرس کښې د روسیې پرضد تصویب شول د اروپا د انرژۍ له بازار څخه د ماسکو خارجول دی .