کربلا ته تلونکو پاکستاني زیارتوالو اعتراضي پرلتۍ ووهلې
د پاکستان حکومت وايي چې د ټولو زیارتوالو امنیت نه شي ټینګولی حال دا چې زیارتوال وايي اجازه دې ورکړی شي چې له کویټې څخه د ایران د اسلامي جمهوریت تر پولې پورې کابو ۶۰۰ کیلومیټره لار په خپل مسئولیت ووهي
د پاکستان د بلوچستان صوبې له مرکز کویټې څخه زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د امام حسین علیه السلام هغه زرګونه زیارتوال چې د دغه هیواد له مختلفو ښارونو څخه په درې سوو بسونو کښې د حسیني اربعین یا څلویښتۍ په مراسمو کښې د ګډون لپاره کربلا ته روان دي، په کویټه کښې د پاکستان امنیتي ځواکونو ایسار کړي دي او په یو وخت ټول زیارتوال تګ ته نه پریږدي.
د ښځو په شمول د دغو زیارتوالو مشرانو نن د پاکستان د امنیتي ځواکونو په دې کار باندې په اعتراض کښې په کویټه ښار کښې پرلتۍ ووهلې. د پاکستان حکومت وايي چې د ټولو زیارتوالو امنیت نه شي ټینګولی حال دا چې زیارتوال وايي اجازه دې ورکړی شي چې له کویټې څخه د ایران د اسلامي جمهوریت تر پولې پورې کابو ۶۰۰ کیلومیټره لار په خپل مسئولیت ووهي خو د پاکستان حکومت نه د زیارتوالو امنیت تامینوي او نه یې په خپله ذمه وارۍ سفر کولو ته پریږدي.
د ویلو ده چې په تیرو کلونو کښې هم د امام حسین علیه السلام د زیارتوالو لپاره د پاکستان د حکومت لخوا یولړ خنډونه رامینځته شوي وو. ویل کیږي چې ځیني عرب هیوادونه په تیره بیا سعودي عربستان په دې مسئله کښې لاس لري څو زیارتوال د اربعین مراسمو ته ونه رسیدی شي او په کربلا کښې د امام حسین علیه السلام د شهادت د کلیزې د څلویښتې ستره اجتماع یو څه کمه شي.