له اوۀ نیم زرو زیات پاکستانی حسینی زائرین میرجاوې ته ورسېدل
Oct 30, 2017 10:56 Asia/Kabul
د ایران د میرجاوې ولسوال وویل: د اکتوبر له پینځویشتمې تر دېرشمې نېټې پورې له اوۀ نیم زرو نه زیات پاکستانی زائرین د حسینی اربعین د پیاده تګ په مراسمو کښې د ګډون لپاره د ایران میرجاوې سیمې ته ورسېدل.
نن زمونږ خبریال رپوټ ورکړ د ایران د میرجاوې ولسوال محمد میهنی اټکل وکړ چې د پاکستانی زائرینو شمېر چې په کربلا کښې د امام حسین (ع) د څلوېښتۍ په مراسمو کښې د ګډون لپاره له میرجاوې باډر څخه تېر شی پینځه دېرش زرو ته به ورسی.
محمدمیهنی زیاته کړه میرجاوې باډر د ایمیګرېشن ټولې ادارې څلوریشت ګېټې د پاکستانی زائرینو په خدمت بوختې دی.
ټیګونه