د امریکی دوکه او چل
د واشنګټن پست ورځپاڼی په حواله، د پښتو راډیو د راپور له مخی: سپینی ماڼۍ د شلو ترهه ګرو ډلو لیسټ، پاکستان ته سپارلئ دئ. د ټرمپ دولت ادعا کوی؛ چی دغه ډلې د افغانستان له خاوری څخه، په افغانستان او کشمیر؛ یا حتی په پاکستان کی ترهه ګر فعالیتونه سرته رسوی؛ چی د واشنګټن پست ورځپاڼی له قوله؛ د حقانی شبکه د دغو ډلو په سر کی ده.
د پاکستان چاپ د ډان ورځپاڼی هم د دغه هیواد د ډیپلماټانو له قوله لیکلی دی: چی د حقانی شبکه؛ حرکت المجاهدین؛ جیش محمد؛ جندالله؛ لشکر طیبه؛ د پاکستانی طالبانو لشکر جهنګوی؛ جماعت المودة القرآن؛ حرکت جهاد اسلام؛ د طارق ګیدړ ډله؛ القاعده او د ترکمنستان نهضت اسلامی، پدغو ډلو کی شاملی دی. د امریکی خارجه وزیر«ریکس ټیلرسن»، د دغه هیواد د سنټ د بهرنیو اړیکو په کمیسیون کی، اسلام آباد ته د خپل سفر په هکله وینا وکړه، او ویی ویل: پاکستانی مقامونو علاقه ښودلې ده؛ چی که امریکا د ترهه ګرو په اړه دغه هیواد ته معلومات وړاندی کړی، په هغه صورت کی چمتو دئ؛ د ترهه ګرو په خلاف اقدامات ترسره کړی. د ښاغلی ټیلرسن په وینا؛ پاکستان ته د ترهه ګرو په باره کی د معلوماتو په سپارلو سره، یاد هیواد ته یو بل فرصت ورکوی؛ تر څو ولیدل شی چی دغه هیواد د ترهه ګرو په ضد اقدامات سرته رسوی، یا نه؟ خو ټیلرسن هیله څرګنده کړه؛ چی پاکستان به د ترهه ګرو، په تیره د حقانی شبکی په خلاف اقدام وکړی.
دا پداسی حال کی ده؛ چی د پاکستان پوځ لوړو مقامونو هم، د هغې غونډې په ترځ کی د پنجشنبی په ورځ؛ پدې هکله وشوه، د خبرو اترو ؛ او له امریکی او افغانستان سره د سلا مشورو په دوام ټینګار وکړ. د پاکستان پوځ لوړ پوړو قوماندانانو پدغه غونډه کی؛ چی د دغه هیواد د پوځ د مشر، جنرال قمر جاوید باجوه، په مشرۍ تر سره شوه؛ د پاکستان او سیمی د امنیتی ژیو ستراتژیک وضعیت په هکله بحث او څیړنه وکړه، او په عین حال کی یی د هیواد د ملی ګټو په ساتنی تاکید وکړ. دا پداسی حال کی ده؛ چی د سیمی سیاسی او امنیتی څیړاندی، د ټروریزم د ریښی د ایستلو په هکله، د امریکی نیت او ارادې ته د شک په سترګه ګوری.
زموږ خبریال؛ د پاکستان د بلوچستان صوبی د پیپلز پارټۍ د عمومی منشی«بسم الله خان کاکړ» نظر وغوښت، چی نوموړی په ځواب کی وویل: پدی کی نشته؛ چی د حقانی شبکی په شمول ترهه ګری ډلی، په رڼا ورځ، په سپینو بیرغونو سره، په پاکستان کی خپل فعالیتونه سرته رسوی؛ د خلګو په جذبولو او له افغانستان سره د جګړې کولو لپاره د هغوی په لیژلو لاس پوری کوی. خو ښاغلی کاکړ څرګنده کړه: چی پر پاکستان د امریکی د فشارونو، او همداراز په افغانستان کی د جګړی د ختمولو لپاره، د امریکی د نیت او ارادې په باره کی شک لری. د ښاغلی بسم الله خان کاکړ له قوله، په پاکستان د فشار له اچولو څخه د امریکی هدف دا دې، چی جګړه تر خپل کنټرول لاندی راولی، تر څو په افغانستان کی د امریکی شتون، له زیات کړکیچ سره مخ نه شی، او وکولای شی خپلو سیمه ایزو اهدافو، په تیره بیا د افغانستان د طبیعی زیرمو لوټولو ته لاس پیدا کړی. ښاغلی کاکړ همداراز زیاته کړه: په پاکستان د امریکی د دباؤ راوستو بل هدف؛ د چین او پاکستان اقتصادی کوریډور دئ، چی د امریکی د قبول وړ نه دئ، او دغه هیواد هڅه کوی چی دغه پروژه ناکامه کړی.
همداراز زموږ خبریال؛ پدې هکله د کابل چاپ د ویسا ملی خپلواکی ورځپاڼی د لوی مدیر ښاغلی«محمد زبیر شفیقی» نظر وغوښت؛ چی هغه په ځواب کی وویل: امریکی د تیرو ۱۶ ؤ کلونو په اوږدو کی، تل په پاکستان دا ډول فشارونه اچولی دی، تر څو نړیوالو ته فریب ورکړی او و وایی؛ چی امریکا په افغانستان کی د جګړی د ختمولو په لټه کی ده، پداسی حال کی چی حقیقت دا دئ؛ چی د افغانستان جګړه، د امریکی او پاکستان ګډه لوبه ده، او په پاکستان د امریکی اوسنی دباؤنه هم؛ د ښاغلی زبیر شفیقی له قوله، په زیاته اندازه د چین او پاکستان په اقتصادی ګډو پروژو پوری مربوط دی. ښاغلی شفیقی زیاته کړه: امریکا؛ له یوې خوا په سیمه او نړۍ کی د چین د اقتصادی پراختیا له کبله، او له بلې خوا د پوځی قدرت په توګه د روسیی د یو ځلی بیا پیاوړی کیدو له امله؛ اندیښمنه ده؛ او پاکستان هم دغو دواړو هیوادونو ته نږدی شوئ دئ. ښاغلی شفیقی همداراز، له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره؛ د امریکی او د افغانستان د دولت د هلو ځلو په هکله وویل: د امریکی اصلی هدف؛ په افغانستان کی د جګړی ختمول نه دی، بلکه امریکا او د افغانستان دولت هم هڅه کوی؛ چی طالبان له دننی څخه د شک او شبهی سره مخامخ؛ او په نهایت کی له نفاق سره لاس او ګریوان کړی. تر څو د هغوی یوه برخه د داعش په وسیله جذب شی، او د ګلبدین حکمتیار په شان؛ بله برخه هم د سولې له پروسې سره یو ځای شی، او امریکا؛ د سلطی موندلو او همداراز د طبیعی زیرمو د لوټولو په منظور، له هرې دوکې او فریب څخه استفاده کوی.