مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د ابرار په ورځپانه کی د ملګرو ملتو د راپور په اساس لیکل شوی دی: داعش په موصل کی د بشریت په خلاف جنایت کړئ.
د رویټرز خبری آژانس په حواله، د ملګرو ملتو د بشری حقوقو د لوړی شورا د کمیشنرۍ د دفتر په را پور کی راغلی دی: هغه جنایتونه چی داعش د موصل ښار د آزادولو د عملیاتو په جریان کی سرته رسولی دی، د بشریت په خلاف جنایات دی؛ چی په اوس حال کی د عراق محکمی، د هغو د څیړلو اختیارات نه لری.
د دغه راپور په دوام کی له عراق څخه غوښتل شوی دی، چی په نسل وژنی، بشری ضد او جنګی جنایتونو د څیړلو لپاره، له نړیوالو جنایی محکمو سره همکاری وکړی، ځکه چی په هیواد کی د اعتماد د رامنځته کولو لپاره، د عدالت د رښتنی کولو ضمانت کول مهم دی.
د دغه راپور په دوام کی راغلی دی. داعش ۷۴۱ غیر پوځیان په موصل کی وژلی دی. په موصل کی د داعش ترهه ګری ډلی او د عراق د امنیتی ځواکونو ترمنځ د جګړې په اوږدو کی، د ۲۵۲۱ وژل شویوخلګو زیاتره کسان، د داعش په وسیله د مرګ کندی ته غورځیدلی دی.
د ملګرو ملتو د بشری حقوقو لوړ پوړی کمیشنر«رعد الحسین» پخپل راپور کی اعلان وکړ: د دغو وژلو مسؤلان او عوامل باید، د خپلو دغو سپیرو جنایاتو ځواب ورکړی.
*******
د تهران چاپ د اعتماد په ورځپاڼه کی لولو: د امریکی ؤلس مشر له نن څخه، پنځو آسیایی هیوادونو ته سفر کوی. ډونالډ ټرمپ، پداسی حال کی له نن څخه خپل آسیایی سفر پیلوی؛ چی د امریکی په داخل کی د دغه هیواد په انتخاباتو د روسیی د دخالت کولو د دوسیې په شمول، له جدی کړکیچونو او مشکلاتو سره مخامخ دئ. سره له دې، ټرمپ غواړی یو اوږد مهال سفر ته لاړ شی؛ تر څو ګواکی وکولای شی، یو څو ورځی له هغو پیښو او ستونځو څخه، چی په واشنګټن کی بڼه نیسی؛ لیری وی. هغه غواړی چی پنځو آسیایی هیوادونو ته سفر وکړی، او په دؤو مهمو نړیوالو غونډو کی هم برخه واخلی. په تجارت او د شمالی کوریا په اټمی ګواښونو پوری مربوط مسایل به، احتمالاً په ډیرو جدی خبرو اترو کی وڅیړل شی. د پام وړ ټکئ پدې هکله دا دئ، چی د آسیا سیمی ته د ډونالډ ټرمپ سفر، په وروستیو ۲۵ ؤ کلونو کی، د امریکی د ؤلس مشر یو ډیر اوږد مهال سفر ګنل کیږی، چی ممکنه ده په ډونالد ټرمپ ډیر فشار واړوی.
له بلې خوا ویل کیږی؛ چی د روسیی ؤلس مشر«ولادیمیر پوتین» هم د اپک « APEC » په غونډه کی ګډون کوی. اوس دا احتمال مطرح دئ، چی په راتلونکی اونۍ کی ولادیمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ، په ویټنام کی د دغې غونډی ترڅنګ له یو او بل سره کتنه وکړی. دا خبر پداسی حال کی د کرملین د ماڼۍ د ویاند له خوا مطرح شو، چی امریکا؛ د دغه هیواد په انتخاباتو کی د روسیی د دخالت په هکله، د تحقیقاتو او څیړنی په لوړ حد کی شتون لری.
*******
د تهران چاپ د جمهوری اسلامی په ورځپاڼه کی دا سرټکئ جالب ښکاری؛ د بالفور د شرمناکی بیانیی د سلمی کالیزی په جشن کی د بریتانیی رسوایی. د بریتانیی صدر اعظمه«ټرزامی» پداسی حال کی د پنجشنبی په ورځ، د بالفور بیانیی د صادریدو د سلمی کالیزی د جشن، کوربه وه؛ چی د بریتانیی رسنۍ، دغه سند او بیانیه؛ د تیری یوې پیړۍ په اوږدو کی د انګلیستان د ډیپلماټانو د شرم او ننګ سبب ګنی.
د ټایمز ورځپاڼی د بالفور بیانیی د صادریدو د سلمی کالیزی د جشن په مراسمو کی د ګډون لپاره؛ لندن ته د اسرائیلو د لمړی وزیر«بنیامین نتانیاهو» سفر ته په اشارې سره؛ په یو راپور کی ولیکل: نیوکی او اعتراضونه د هغه سند په هکله؛ چی د اسرائیلو د دولت لپاره یی لاره هواره کړه، زیات شوی دی. دغې بریتانوۍ ورځپاڼی د بالفور بیانیی یوې برخی ته په اشارې سره زیاته کړه: فلسطینیان باوری دی؛ چی بالفور هغوی له خپلو ښاریزو حقوقو څخه بی برخی کړی دی. دغه مسئله د ډیرو کلونو راهیسی د انګلیسی ډیپلماټانو د شرم سبب ګرځیدلې ده، او له دې نظره؛ په بریتانیه کی د بالفور د جشن مراسم، په مړو او خاموشو ګروپانو سره ونمانځل شول.
دغې بریتانوۍ ورځپاڼی زیاته کړه: د فلسطین د کور واګو تشکلیلاتو مشر«محمود عباس» له انګلیستان څخه غوښتی دی، چی د بالفور د بیانیی د صادرولو له کبله، معذرت وغواړی او هغه باطله کړی. فلسطینیانو او د هغوی پلویانو هم د مظاهرو په کولو سره، د دغې بیانیی په وړاندی خپل اعتراضونه، ننداری ته کښیښودل.
*****
اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼی را اخلو چی د افغانستان د بدلونونو په هکله یی څه لیکنی کړی دی:
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړی ډول د پاکستان او له دغه هېواد سره د افغانستان د اړیکو او سولې د خبرو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړی دی.
دنیا:
دنیا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلی، د غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکی وایی، په دې وروستیو کې په افغانستان کې د روسیې، پاکستان او چین فعالیتونه زیات شوی او دغه هېوادونه هڅه کوی چې د افغانستان په راتلونکی کې یو رول ولوبوی.
په مطلب کې د دغه ماموریت د ګډ استخباراتی او عملیاتی مرکز قوماندان ډګروال کورتیس بورنز په حواله راغلی، دا هېوادونه د افغان حکومت او طالبانو د سولې په خبرو کې د خپلو ګټو استازیتوب کول غواړی.
په مطلب کې دا هم راغلی چې نوموړی پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورن کړی او ویلی چې د هغه هېواد چارواکی لا هم په دې خبرې کوی چې له طالبانو نه خپل دغه ملاتړ ته دوام ورکړی او که نه.
ویسا: ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا لیکلی، د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ له افغانستان او امریکا سره وروستۍ خبرې وڅېړلې او ټینګار یې وکړ چې له دواړو هېوادونو سره سلا مشورو ته باید دوام ورکړل شی.
په مطلب کې راغلی، د پاکستان د پوځ له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلی، د لوی درستیز قمر جاوید باجوه په ګډون په دغه غونډه کې د نوموړی هېواد د ټولو قول اردوګانو قوماندانانو ګډون کړی و.
د مطلب لیکوال لیکی، په خبرپاڼه کې دا هم راغلی چې په غونډه کې د امریکا او افغانستان له چارواکو سره په اړیکو تینګار شوی دی.
هېواد:
هېواد دولتی ورځپانې بیا په خپل یو مطلب کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی په حواله لیکلی، له پاکستان سره د سولې لپاره دې د موخو او ټاکلو اقداماتو په تشخیص سره د لارې منظمه نقشه جوړه شی.
هېواد لیکلی ولسمشر دا هم ویلی چې افغانستان په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دی او د سیمې د هېوادونو اړیکې هم باید د وړاند وینې وړ وی.
ورځپاڼې لیکلی چې ښاغلی غنی دغه خبرې د پاکستان لپاره د بریتانیا د عالی کمېشنر توماس ډریو سره په ارګ کې کړې دی.
ملی ارمان:
ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپلې نننۍ ګڼه کې په یو مطلب کې لیکلی، د ولسمشر ټرمپ د ملی امنیت سلاکار په افغانستان او پاکستان کې د زلمی خلیل زاد په سرپرستۍ د امریکا د ځانګړی دفتر د پرانیستلو په هڅه کې دی.
په مطلب کې راغلی چې دغه دفتر به د نوموړی هېواد د بهرنیو چارو وزارت له واک هم وایستل شی او چارې به یې سپنې ماڼۍ ته انتقال شی.
******
اوس هم بهرنیو ورځپاڼو ته لنډه کتنه کوؤ:
پولیټکو خپرونې لیکلی چې ممکن جنرال ایچ ار مک مسټر د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو د استازیتوب موقف سپینې ماڼۍ ته انتقال کړی.
مک مسټر د امریکا متحده ایالتونو د ملی امنیت سلاکار دی.
پولیټیکو ویلی چې مک مسټر د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د پالیسۍ پر سر د زیات کنټرول په هڅه کې دی.
د دې مقالې په دوام راغلی چې په افغانستان او عراق کې د امریکا د سفیر زلمی خلیلزاد په شمول مخکې له مخکې د ځینو کسانو نومونه د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړی استازیتوب د دریځ د ترلاسه کولو په خاطر په ډاګه شوی دی.
ګارډین: ګارډین ورځپاڼې بیا یوه جنجالی موضوع راخیستې ده، د یوه افغان ډګروال له خوا د جنسی استفادې تر وېډیو وروسته د خلکو غوسه.
په دې مقاله کې راغلی چې یوه ښځه د خپل دریځ د لوړولو تر غوښتنې وروسته د ډګروال له خوا جنسی اړیکې ته اړ ایستل شوه.
د دې عمل ویډیو په ټولنیزو رسنیو خپره شوې او ګڼو خلکو سخته غوسه پرې ښکاره کړې ده.
ګارډین ورځپانې همدراز لیکلی چې د څېړنو له مخې نوی سلنه افغان ښځې له ښوونځی تر کارځای او زندانونو پرله پسې له دې ځورونو سره مخې دی.
ګارډین بریټانوی ورځپاڼې په یوه بېله مقاله کې په تهران کې د افغان انځورګرانو د یوه نندارتون په اړه هم لیکنه کړې ده.
ګارډین لیکلی په تهران کې دا نندارتون د هغو چلندونو د انځورولو په هدف ترسره شو چې له جګړې وروسته افغانان ورسره لاس او ګریوان دی.
ګارډین د یوه افغان عکاس برات علی عکسونه چې په دې نندارتون کې نندارې ته اېښودل شوی و خپاره کړی.
په دې عکسونو کې برات علی په افغان ټولنه کې د یوه ناپسنده دود بچه بازۍ ستونزه په تصویرونو کې نندارې ته اېښې ده.
ګارډین ورځپاڼې همداراز په تهران کې د یوه بل افغان انځورګر الیاس علوی په هنر هم لیکنه کړې ده.
د الیاس علوی انځور د بېلابېلو خلکو له وینو جوړ یو انځور دی.
******