ورځپاڼو ته کتنه ۱۵/۸/۹۶
ګرانو او قدرمنو دوستانو ورځپاڼو ته کتنه له یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځینو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
وړومبے هم جمهوری اسلامی ورځپاڼې چې له تهرانه خپریږی ولیکل: په سعودی کښې د دغه هېواد د ولیعهد ابن سلمان د مخالفینو شهزادګانو او چارواکو د نیولو او بندی کولو ستره څپه رامنځته شوه.
------------
ورځپاڼې د لبنان د حزب ا... د مشر سید حسن نصرا... له قوله ولیکل:د لبنان وزیراعظم د سعودی په حکم استعفا ورکړې ده
هغه پرون د سعد الحریری له استعفا وروسته د لبنان د بدلونونو په هکله زیاته کړه: حریری ریاض ته وروبلل شو او د هغه استعفا هم د عربستان فیصله وه چې ورته ډیکټی شوې او د عربستان بیانیه یې ولوستله.
----------
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې د امریکائی سرچینو له قوله ولیکل: پېنټاګون اعلان وکړ، د پیونګ یانګ د اېټمی پروګرام د نابودولو یوازېنۍ لار په شمالی کوریا زمکنۍ حمله ده.
------------
ورځپاڼې د افغانستان د سرچینو له قوله ولیکل: په کندوزولایت کې د امریکائی عسکروپه بمباریوکې ۵۵عام افغانان وژل شوی دی.
ورځپاڼې ولیکل: د افغانستان د کندوز ولایتی شورا یوه مسئول خوش محمد نصرت یار په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، په کندوز ښار کې د امریکائی عسکرو په وروستۍ حملې کې په قربانیانو کې زیاتره ماشومان اوښځې لیدل کیږی ، خو بیا هم امریکائی پوځی چارواکی دعامو افکارو دغولولو لپاره د دغې حملې وژل شوی کسان د داعش ترهه ګرې ډلې غړی اعلانوی .
----------
د تهران چاپ ایران نومې یوې بلې ورځپاڼې ولیکل: د ایران او سوریې د دفاع د وزیرانو ټیلفونی خبرې اترې وکړې.
د ایران د اسلامی جمهوریت او سوریې د دفاع وزیرانو په ټیلفونی خبرو اترو کښې د سیمې او نړۍ د وروستیو حالاتو او د سوریې د بدلونونو د څېړنې ترڅنګه د ترهه ګرو د نابودۍ لپاره په لا زیاتو ملګرتیاو او کوششونو تاکید وکړ.
------------
د ایران اسلامی جمهوریت شرق نومې یوې بلې و رځپاڼې ولیکل: له دې وروسته چې د یمن د فوځ لخوا د سعودی په ریاض کښې په ملک خالد نړیوال هوائی ډګر باندې توغندے وتول شو د سعودی چارواکو د ایران اسلامی جمهوریت تورن کړ چې دغه توغندے یې د یمن انصارا... ته رسولے دے. چې په ردعمل کښې یې د ایران د اسلامی جمهوریت چارواکو په تېره بیا د اسلامی انقلاب د پاسدارانو لښکر د سعودی چارواکو د دغې ادعا په ردولو سره وویل چې د یمن د محاصرې له کبله اصلاً امکان نه لری چې ایران دې هلته یو توغندے ورسوی بلکه دغه توغندے او نور توغندی د یمن د فوځ خپل تولید دے چې د دغه هېواد په مظلومو خلقو باندې د سعودی د وحشیانه حملو په انتقام کښې د دغه هېواد مختلفې سټراټیجکې سیمې نښه کوی.
---------
د افغانستان د کابل چاپ وېسا ورځپاڼې د پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی د سلاکار وزیر شهزاده مسعود له قوله ولیکل:
د ډیورنډ فرضی کرښې په اړه د بریتانیا د سفیر خبرې د افغانستان په چارو کې ښکاره مداخله ده له اوسنی کړکېچن وضعیته د وتو لپاره یوازینۍ لار د دودیزې لویې جرګې رابلل دی، حکومت دې د لویې جرګې د رابللو لپاره شرایط برابر کړی او چمتووالی دې ورته ونیسی.
شهزاده مسعود وایی، د ډیورنډ فرضی کرښې په تړاو د پولې دواړو خواوو ته پراته ولسونه پرېکړه کولای شی او په دې اړه د حکومتونو پرېکړې او نظرونه د منلو وړ نه دی.
نوموړی د ډیورنډ کرښې په تړاو د حکومت پر پڅ دریځ هم نیوکه کوی او وایی چې حکومت او ملی شورا باید د دغسې څرګندونو پر خلاف جدی عکس العمل وښیی.
شهزاده مسعود ویسا ته وویل: “په هېواد کې تر بل هر وخت امنیتی او اقتصادی شرایط خراب شوی او بهرنیان هم له همدې خراب وضعیته په ګټې اخیستنې زموږ پر جغرافیې او ځمکنۍ بشپړتیا لوبې روانې کړې دی چې دا کار افغان ولس ته د منلو نه دی.”
دى له اوسنی کړکېچن وضعیته د وتو لپاره یوازینۍ لار د دودیزې لویې جرګې رابلل بولی او زیاتوی، افغانانو تل د تاریخ په اوږدو کې خپلې ملی او نړیوالې ستونزې د لویو جرګو له لارې هوارې کړې او ولس یې پر یو ټغر را ټول کړی دی.
ورځپاڼې په دې اړه د مشرانو جرګې له قوله لیکلی، دوی له حکومته غواړی چې دغه موضوع جدی وڅېړل شی او خپل دریځ یې په وړاندې څرګند کړی.
-------
انیس دولتی ورځپاڼې هم په دې اړه په خپل یو مطلب کې، په کابل کې د بریتانیا د سفیر وروستۍ څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ګڼلې ده.
---------
ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په لومړۍ پاڼه کې په یو مطلب کې لیکلی، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دغه کمېسیون په دارلانشا سمه څارنه نهلری.
په مطلب کې د افغانستان د انتخاباتو د شفافیت د څار د بنسټ په حواله راغلی، کمېسیون له دارالانشا نه څارنه کوی، خو په خپله دغه څارنه کې ښه نهدی روان او په خبرهیې د کمېسیون د کارونو د وروسته پاتېوالی یو مهم لامل هم همدا دی.
په مطلب کې دا هم راغلی چې په یاد کمېسیون کې د ښځو ونډه کمه ده او د دوی د وړتیاوو د لوړولو لپاره اسانتیاوې نهدې موجودې.
---------
مسیر خپلواکې ورځپاڼې هم په خپل یو مطلب کې په دې اړه لیکلی.
مسیر لیکلی، د انتخاباتو کمېسیون خپلواک نهدی.
په مطلب کې د افغانستان د انتخاباتو د شفافیت د څار د بنسټ په حواله راغلی، د نویو کمېشنرانو د کار له پیله تر اوسه کوم عملی اقدام نهدی شوی.
ورځپانې دا هم لیکلی، د کمېسیون د کارونو په اړه له خلکو سره لازم معلومات نهدی شریک شوی او ګوندونه او مدنی ټولنې یې هم له کړنو راضی نهدی.
--------
وېسا ورځپاڼې د سولې عالی شورا رئیس استاد خلیلی له قوله ولیکل: د سولې په مخ کې ستر خنډ پر نظام د بهرنیانو سیورے دے. هغه وویل: د سولې راوستل ډېر دروند پیټى دى او د سولې عالی شورا په یوازې ځان دغه پیټى نشی اوچتولاى، نوموړی د سولې په باب د ملی اجماع جوړېدو خبره وکړه چې بالاخره سوله د هر افغان په شعار بدله شی.
وېسا ورځپاڼې بیا د نوموړې په دغو څرګندونو باندې په خپله مقابله کښې ولیکل: ملی اجماع او تر هغو هم په لوى ترکیب او مفهوم لویې جرګې ته په ریښتینې معنا اړتیا ده چې ولس ته مو له روانو بدمرغیو د راوتلو لاره ور په ګوته کولاى شی، ولس مو پر یوه محور راټولولاى شی. خو دغه اجماع او د ولس د رښتینو استازیو لویه جرګه باید لومړى تر سولې وړاندې ولس ته د خپل برخلیک واک ترلاسه کړی، دغه واک اوس زموږ له ولس او حکومت نه له بده مرغه اخیستل شوى دى.
که ملی اجماع او آن لویه جرګه جوړه شی هم د سولې پر ځاى لومړى باید په هېواد کې د پرتو هغو بهرنیو لوریو حساب معلوم کړی چې دا اوس دوى زموږ پر ځمکه او فضا حاکم دی، زموږ د حکومت پر پرېکړو اغیز لری، او دوى زموږ د ولس پر برخلیک مسلط دی.
----------
ورځپاڼې په یو خبر کښې د کندز د چهاردرې د بمباریو عینی شاهدانو له قوله ولیکل: په څو ورځو پرلپسې بمباریو کې په لسګونو تنه عام خلک شهیدان او ټپیان شوی.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی د یوې اعلامیې په ترڅ کې د بهرنیو ځواکونو بمبارۍ غندلې او له حکومته غواړی چې مخه یې ونیسی.
د ولایتی شورا غړی ویلی د ی چې په دې برید کې 14 تنه شهیدان او 27 ټپیان شوی چې ټول عام خلک دی.
خو د پېښې له ځایه عینی شاهدان وایی چې د شهیدانو او ټپیانو شمېر تر هغو ډېر لوړ دی چې په رسنیو کې یادېږی
----------
ورځپاڼې په یو بل خبر کښې ولیکل: په لوګر کې یو امریکایی سرتېرے وژل شوے او شپږ نور ټپیان شوی دی. ورځپاڼې په افغانستان کښې د پرتو امریکائی ځواکونو له قوله ولیکل: دغه سرتېرى مو په لوګر ولایت کې د عملیاتو په مهال سخت ټپی شوى و چې وروسته یې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه.خو امریکایی ځواکونو د پېښې دقیق ځاى نه دى په ګوته کړی.
-------
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په کندوز کښې په خلقو باندې د امریکائی الوتکو د بمباریو په اړه د خیاط عبدالقیوم چې په دې حمله کې یې د کورنۍ درې غړی وژل شوی دی وینا را اخیستې چې وایی،سهار مهال کلیوال دباندې ووتل څو ووینی چې څه پېښ شوی، خو دی ونهووت، مګر وروستهیې خلک ولیدل چې مړی یې انتقالول.
---------
د لندن چاپ ګارډین ورځپاڼه بیا په دې اړه لیکی: د امریکې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوې ستراتېژۍ له مخې له یوې خوا د هوایی عملیاتو د زیاتېدو او له بلېخوا د افغانستان په جګړه کې د امریکې د احتمالی مستقیم دخالت څرګندونه کوی.
ګارډین ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله د تلفاتو شمېره یوځاے ۴۰ او بل ځای ۵۵ ښودلی او نیویارک ټایمز د خپلو سرچینو په حواله ۱۳ ښودلی دے.
------