د نړۍ د ټولو مسلمانانو ترمینځ وحدت او یووالی پکار دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59147-د_نړۍ_د_ټولو_مسلمانانو_ترمینځ_وحدت_او_یووالی_پکار_دی
د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې مشر ټینګار وکړ چې اسلامي هیوادونه دې د سولې او ارامښت د ټینګولو او د مسلمانانو د ژوند د ودې او پرمختګ لپاره کوشش وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 11, 2017 17:13 Asia/Kabul
  • د نړۍ د ټولو مسلمانانو ترمینځ وحدت او یووالی پکار دی

د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې مشر ټینګار وکړ چې اسلامي هیوادونه دې د سولې او ارامښت د ټینګولو او د مسلمانانو د ژوند د ودې او پرمختګ لپاره کوشش وکړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي رسنۍ مشر ډاکټر علي عسکري چې د اربعین په ستر لاریون کښې د ګډون لپاره عراق ته تللی و، بیګا یې په کربلا کښې زمونږ خبریال ته په یوه مرکه کښې، د مسلمانانو ترمینځ په وحدت او یووالي باندې په ټینګار سره وویل: د هندوستان، پاکستان، افغانستان او بنګله دیش مسلمانانو د حسیني اربعین په ستر لاریون کښې وښودله چې له حضرت امام حسین علیه السلام او د پيغمبر اکرم(ص) له ټولو اهلبیتو سره ځانګړې مینه لري.