جرمنی د مینځنی ختیځ په حالاتو اندیښنه وښودله .
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59422-جرمنی_د_مینځنی_ختیځ_په_حالاتو_اندیښنه_وښودله_.
زمونږ خبریال وایی د جرمنی خارجه وزارت له برلین څخه د خپل سفیر په وربللو کښې د سعودی عربستان له اقدام وروسته په یوې(۱) بیانیې کښې د مینځنی ختیځ د حالاتو په اړه اندیښنه څرګنده کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 19, 2017 02:23 Asia/Kabul
  • جرمنی د مینځنی ختیځ په حالاتو اندیښنه وښودله .

زمونږ خبریال وایی د جرمنی خارجه وزارت له برلین څخه د خپل سفیر په وربللو کښې د سعودی عربستان له اقدام وروسته په یوې(۱) بیانیې کښې د مینځنی ختیځ د حالاتو په اړه اندیښنه څرګنده کړه .

سعودی عربستان پرون سهار د جرمنی دبهرنیو چارو دوزیر زیګمار ګابریل وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کښې چې دلبنان د لومړی وزیر سعد حریری په وړاندې یې د عربستان چلندونه غیر دودیز بللی وو له برلین څخه خپل سفیر وروباله .

سعودی عربستان پرون مازیګر په ریاض کښې دجرمنی سفیر احضار کړ او په رسمی ډول یې هغه ته یو(۱) اعتراضیه لیک ورکړ .

دجرمنی خارجه وزیر زیګمار ګابریل په تیرې پنجشنبې شپې په برلین کښې دلبنان له خارجه وزیر جبران باسیل سره په ګډ خبری کانفرنس کښې د لومړی وزیر سعد حریری په وړاندې د سعودی عربستان په اقداماتو سخته نیوکه کړی وه او هغه یې غیر دودیزه چاره ګڼلی وه .

دجرمنی خارجه وزیر په دې خبرې سره چې په عربستان کښې د ماجرا غوښتنې چاره پراخه شوی ده ټینګار وکړ اروپا به ددا ډول  مسلې په اړه غلی کې ننی .

دجرمنی خارجه وزیر ټینګار وکړ له یمن او قطر سره د سعودی عربستان چنلدونه اوس په لبنان کښې خپل اوج ته رسیدلی دی .

دلبنان خلک او سیاسی کارپیژاندی وایی دلومړی وزیر سعد حریری استعفا د سعودی عربستان په دباو او په خارج او داخل کښې حزب الله غورځنګ ته د ګوزار د ورکولو لپاره ترسره شوی ده .

دلبنان حزب الله په سیمه کښې د سعودی عربستان ددیکتاتور او ظالم رژیم له دسیسو او اقداماتو سره په مقابلې او ترهګرو ډلو ته په ماتی ورکولو کښې اساسی رول لری .